
دريځ/ سميع الله تړون
سميع الله تړون
لکه ګوري مچۍ شات پسې روان دى
دا سړى د سر خيرات پسې روان دى
دا زلمى چې شهيد کيږي او لا خاندي
دا د رب په ملاقات پسې روان دى
د هندو پټکى يي خپو ته راغورزيګي
غزنوي په سومنات پسې روان دى
دا صليب چې نن کوڅه په کوڅه ګرځي
دا ابليس په ادم ذات پسې روان دى
نو ضرور به خالدي توره شرنګيږي
څوک په لات څوک په منات پسې روان دى
دوه سړي دي يو طاغوت ته غاړيوزي
بل حديث او په ايات پسې روان دى
خوار تړون په دغه دويم سړي پسې دى
ورته وايي مناجات پسې روان دى