شعـــــرونه

غزل/ تپاند زهاد

تپاند زهاد

هروخت اورې له فرهاره څاڅکي څاڅکي
هم له شپوهم له سهاره څاڅکي څاڅکي

ګلابونه په سلګو دي نښتر ړنګ دي
رابهيږي له چناره څاڅکي څاڅکي

زما دهيلوترجمان ممبر شهيدشو
له محرابه له مناره څاڅکي څاڅکي

په سپرليومي ميلمه ظالم خزان شي
تړمي تړمي تردياره څاڅکي څاڅکي

داميدځولي يي پاتي شي په زړه کي
هادښکلو تررخساره څاڅکي څاڅکي

په مزاريي دارمان ډيوي کړي بلي
دبنګړيو ترسينګاره څاڅکي څاڅکي

اي.تپاندزهاده.اوښکي اوښکي اوسه
دشهيدزړګي په لاره څاڅکي څاڅکي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x