ټولنیزه برخه

د مرحوم احمد دیدات رحمة الله علیه او ډاکتر نایک ذاکر پرتله

عبدالغفار جبیر

یادونه: زه ډاکتر صاحب ته احترام لرم، زما داسی کتاب به نه وي چي له ده څخه مي اخذ نه وي کړی، او دده د کتاب حواله مي نه وي ورکړې، خو هر انسان که مثبت اړخونه لري منفي اړخونه به هم ضرور لري.

په دې کي شک نشته چي ډاکتر نایک ذاکرصاحب په مذاهب عالم کي الهام له مرحوم احمد دیدات رحمة الله علیه څخه اخیستی دی، او ډاکتر صاحب خپله اقرار کوي، مرحوم احمد دیدات خپل ټول عمر دعیسایت او یهودیت په خلاف تیر کړ، او کامیابه مناظرې یې وکړې، چي ټوله عیسایي نړۍ یې ودې ته متوجه کړل چي باید پر عیسایت باندي د سره غور وکړي، وهر مرتد، ملحد، کافر، عیسایي او یهودي ته یې ځان ورساوه، ان پاپ جان پال دوهم ته یې چیلنچ ورکړ خو هغه ورڅخه پټ شو، خو هغه ځانګړتیاوي چي مرحوم احمد دیدات درلودې هغه ډاکتر صاحب نلري لکه:

۱: مرحوم احمد دیدات رحمة الله علیه مقلد وو خو ډاکتر صاحب ځان مجتهد بولي، دده پاڼه IRF وګوری .

۲: مرحوم احمد دیدات رحمة الله علیه فقهي مسایل نه بیا نول او ویل چي د خپلو علماء څخه پوښتنه وکړي،دا ځکه دده مسلک نه وو، خو ډاکتر صاحب چي یو ایم بي بي ایس ډاکتر دی او فقه یې مسلک نه دی ، فقهی مسایل داسی بیا نوي چي د ټولو فقهاوو سره په ټکر کي وي.

۳: مرحوم احمد دیدات د اسلام عینکې پر سترګو وې او ساینس ته یې کتل ، خو برعکس د ډاکتر صاحب د ساینس عینکې پر سترګو دي ا و اسلام ته ګوری.

۴: مر حوم احمد دیدات د اسلامي امت پر اتحاد ټینګار کاوه خو ډاکتر صاحب هغه څوک خوښوي چي دده پلوی او دده د نظریې تأید کوي.

او داسی نور ډیر توپیرونه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبد الله

دکتور احمد دیدات د اسلام ډیر ستر خدمتګار و، ما یی یوه وډیو لیدلی، چې د عیسویانو په ستره غونډه کې يې د هغوی له پاپ سره په مناظره کې د غونډې ټول کډونوال په یو ځلي مسلمانان شول. الحمد لله.
الله تعالی دې په جنت الفردوس کې لوړې مرتبې ورکړي.
ډاکټر ذاکر نایک ته دې هم الله تعالی د د اسلام د خدمت لپاره ډیر عمر ورکړي.

الحاج استا ذ بیانزی

جبیر صاحب سلامونه می ومنه ! مونږ ډاکتر نایک صاحب یوځل په دوبی کی ولیدلو څو ساعتونه مو ورله به هغه جوړشوی مجلس کی ورسره ګډون وکړو چه له امله یی داسی هندو هم مسلمان شو ( ویل یی زه خدای یم ) او د ډاکتر صاحب ویدیو ګانی هم ګورو لهجه یی زما د پاره لږه ستونزمنه مګر په مجموع کی ستونزه نه لری ، د ځینو خبرو یا فتوو سره به یی زه هم توافق نظر ونه لرم چه مفتی هم نه یم پوره اسلامی پوهه څه چه اسلامی مدرسه کی کوچنی شاګرد هم نه یم . ډاکتر… نور لوستل »

Amrudeen Huedary

استاد بیانزی صیب!
نقدونه مو ټول منطقی او په دلایلو ولاړ دی، الله تعالی دی تاسو څخه راضی چی مونږ مو له شبهی څخه وباسلو.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x