افغانستان

ډاکتران: د پېښور شخصي روغتونونه د بندیدو په درشل کې دي

نن ټکی اسیا (جمعه، زمري ۲۲مه ۱۳۹۵ل): د پېښور شخصي روغتونونو ډاکتران وايي چې ۹۰ سلنه مراجعین یې د لاسه ورکړي او که حالت همدا ډول دوام وکړي، روغتونونه به یې بند شي.

ډان پاکستانۍ ورځپاڼې د راپور پر اساس پاکستان ته په ننوتلو د پاسپورت لازمي کېدو سره د افغان ناروغانو شمېر کې خورا کمی راغلی او له همدې کبله شخصي روغتونونو د اضافي مامورینو، ډاکترانو او نرسانو په منفکولو پیل کړی دی.

د حیات اباد په یوه شخصي روغتون کې یوه مشر ډاکتر ډان ته ویلي: «موږ نور د کارکوونکو بوج نشو زغملی. د مریضانو شمېر ۱۰ سلنه ته راښکته شوی. موږ ۹۰ سلنه مریضان چې د افغانستان د بېلابېلو سیمو څخه به د علاج لپاره راتلل اوس د لاسه ورکړي دي».

هغه ویلي چې شخصي روغتونونه په افغان ناروغانو اباد دي او دوی اوس مجبور دي چې د کارکوونکو شمېر په اینده میاشتو کې راکم کړي. د یاد ډاکتر له قوله شخصي روغتونونه اوس ناروغان نه لري، ځکه نو دوی اوس مجبور دي چې مامورین او کارکوونکي له دندو ګوښه کړي.

«د مریضانو له کمښت سره موږ څو تخنیکاران، ډاکتران، څلورم بست مامورین له دندو ګوښه کړي دي. موږ له حکومته غوښتنه کړې چې افغان ناروغانو ته په پاکستان کې د علاج کولو لپاره اجازه ورکړي، که حالت همداسې دوام وکړي شخصي روغتونونه به بند شي».

ډان ورځپاڼه پرته له دې چې د شخصي روغتون نوم یاد کړي لیکلي چې تازه یاد شخصي روغتون ۹ مامورین له دندو ګوښه کړي او دوی اراده لري چې په نېږدې وخت کې ۲۰۰ نور مامورین هم لرې کړي.

«موږ چې په کار پیل وکړ، د مریضانو شمېر ورځ تر بلې زیاتېدو، موږ ډیر ډاکتران، ابتدايي روزل شوي ټيټ درجه ډاکتران، نرسان او نور کارکوونکي ونیول، څو کار کتنرول کړي، خو د افغان ناروغانو د کمښت سره اوس تر نیم زیات کارکوونکي اضافه ښکاري».

یادې سرچېنې ویلي چې ډیری مامورین د مریضانو کمښت ته په کتو په نورو ځایونو کې د دندو پیدا کولو په لټه کې دي.

ډان لیکلي هغه مهال چې د افغان ناروغانو شمېر زیات شو، ډیری مشر ډاکترانو د لویو روغتونونو په جوړولو پیل وکړ چې له منځه یې یواځې په حیات اباد کې درې سترې ودانۍ په دې موخه جوړې کړي دي.

د پېښور روغتون یو ډاکتر چې په یوه شخصي روغتون کې یې دنده د لاسه ورکړې، د مریضانو د کمښت په اړه ویلي: «هغه کسان چې څو اونۍ به یې د ډاکتر نمبر اخېستلو ته انتظار کولو، اوس کولای شي چې روغتون ته د ورتګ سره نمبر ترلاسه کړي».

هغه زیاتوي چې پخوا یې هره ورځ ۴۰ مریضانو عملیات کولو خو اوس دغه شمېر ۱۰ ته راښکته شوی دی.

«اوس یواځې ۱۰ مریضان عملیات کوي، د دې لپاره د عملیات خونه کې یواځې دوه ډاکترانو ته اړتیا ده. نو د ۶ کسانو له منځه به څلور خپلې دندې د لاسه ورکوي».

پاکستاني ډاکترانو اندېښنه څرګنده کړې چې که د افغان ناروغانو د راتګ حال همدا ډول وي، نو روغتونونه به یې بند شي. دوی له حکومت غوښتنه کړې چې د مریضانو لپاره باید قانوني لاره وکتل شي څو پاکستان ته داخل شي.

په عین حال کې د ډبګرۍ ګارډن شخصي کلینکونو او روغتونونه بیا د افغان مهاجرینو د بېرته ستنېدو اندېښمن کړي، ځکه د مهاجرینو بېرته ستنېدو سره د دوی د مراجعینو شمېر کم شوی دی.

د ډبګرۍ په یوه شخصي روغتون کې یوه ډاکتر ډان ورځپاڼې ته ویلي چې د مریضانو د کمښت له کبله یې درې ملګرو دندې د لاسه ورکړي.

هغه په پېښور کې د افغان مهاجرینو ځورونې او بېرته افغانستان ته ستنېدنې ته په اشارې وویل چې «افغان مهاجرین دولتي روغتونونه ته نه تلل او د عامه امراضو لپاره به یې شخصي روغتونونه ته مراجعه کوله».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x