fbpx
mashoman qatal shwee

ایا امریکا به د بښنې سازمان نیوکې جدي وبولي؟

د تیرې دوشنبې په  ورځ د بښنې نړیوال سازمان په قبائلي سیموباندي د امریکې د بي پلوټه الوتکو په  بریدونو ټینګه  نیوکه وکړه .

ياد سازمان په خپل کلني رپوټ کې چې (را تلونکی نوبت به زماوي؟ ) تر عنوان لاندې خپورکړی لیکلي چې د بي پلوټه الوتکو په دغو بریدونوکې داسې بیګناه  ولسي کسان وژل شوي چې  کیدای شي  د امریکایانو لخوا دهغوئ وژنه  له جنګي جرمونو سره مساوي عمل وبلل شي .

نوموړي سازمان په داسې حال کې چې د دغو بریدونو د عاجل توقف غوښتنه یې کړې  دا لیکلي  چې باید هغه  امریکايي پوځي چارواکي چې د دغو غیر قانوني بریدونو امر یې صادرکړی  د بیګناه خلګو د وژلو په  تور  د قانوني اجرا آتو لپاره  په علني  ډول  محاکمه شي .

د بښنې سازمان  په خپل  خپاره کړي  رپوټ کې  ویلي  چې  د  امریکايي  بي پلوټه الوتکو په  بریدونوکې  د محرموالي پروګرام  په لوي لاس  واشنګټن  ته  د دې  اجاز ورکوی  چې هغوئ   له نړیوالو مقرراتو څخه  په سرغړاوي   سره  بغیر له قانوني   محکمو  بیګناه  خلګ  ووژني .

په دغه رپوټ کې د ۲۰۱۲ کال  له جنوري څخه  بیا د۲۰۱۳ کال  تر اګست پوري   د امریکايي بي پلوټه الوتکو لخوا د ترسره شویو ۴۵ بریدونو احصایه اخیستل شوې چې  د هغو زیاتره قربانیان عام  ولسي خلګ  دي.

په یاد رپوټ کې  د امریکايي بي پلوټه  حملو په قربانیانو کې  د هغې ۶۸ کلنې ښځې  یادونه هم شوې کومه چې  له خپلو کمکیو لمسیانو سره یوځای دخپل کور په  باغچه  کې د وا ښو راټولو  په مهال  دامریکایانو لخوا په  هيلفاير(AGM-114 Hellfire)  توغندي په  نښه  او ووژل شوه.

همداراز دبښنې نړیوال سازمان  په  رپوټ  کې دتیر کال د جولای د میاشتې هغه خونړۍ پیښه هم کښل شوې په کومې کې چې  د یوه ۱۴ کلن ماشوم په شمول ۱۸ کلیوال کارګران  د  ډوډوئ خوړلو په مهال  د  ډرون حملې په ترڅ کې وژل شوي ول .

كه  څه هم چې امریکایان  وايي  هغوئ  دغه  بریدونه   د وسله والو   په ضد ترسره کوي  خو  دبښنې نړیوال سازمان په رپوټ کې نوموړو  بریدونوته  دژغورونکو  په  ضد  بریدونه (Rescuers attacks ) نوم  ورکړل شوی  ؛ ځکه چې په هغوئ کې  زیاتره هغه کسان وژل کیږي کوم چې  له برید وروسته  دژوبل شویو کسانو دژغورنې لپاره  د هغوئ مرستې ته  وردانګي  خو  هلته  تر رسیدو وروسته  دوئ  هم   د ډرون  هدف ګرځي او خپل ژوند له لاسه ورکوي .

 د بشري حقونو  د دفاع  کمیټې او دبښنې نړیوال سازمان  د ترسره کړل شویو  احصائیو له مخې د افغانستان  په دننه  او له  هغه سره په سرحدي سیموکې په   ۱۸۰۰  بریدونوکې  خواشا ۳۰۰۰ کسان وژل شوي چې زیاتره يې بیوزله  کلیوال  ،ښځې  اوماشومان دي .

امریکایانو په افغانستان باندې له  یرغل  راوروسته  دتیرو ۱۲ کلونو په جریان کې  د افغانانو خلاف  جګړه کې ټول بشري  قوانین تر پښو لاندې کړي  ، اوس به وګورو چې داځل دعفوې نړیوال سازمان  د دغه  مستند رپوټ محتویات ترکومه  حده  جدي او په وړاندې یې څه ډول غبرګون ښیئ؟

د نن ټکی آسیا – سرمقاله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د