که کابل ریښتیاهم د پاکستانۍ څرخکې له مسیره خبروي…؟

عبدالرحیم (ثاقب)

لیکوال او سیاسي شناند

د تیرې پنجشنبې په ورځ په ازره کې د پاکستانۍ پوځي څرخکي بیړنۍ ناستې افغان او بهرني شنونکی دیته هڅولي چې هر یو په خپل وار د یادي معما ډوله موضوع په اړه څه ولیکي.

سره له دې چې رسنيو د یادې څرخکې د عملې نیول طلبانو ته منسوب کړي خو هغوی تر اوسه پوري په رسمي ډول په دې اړه هیڅ نه دي ویلي چې د طالبانو دغه سکوت موضوع ته نورهم ډیره پیچلتیا او ابهامات وربښلي.

په الوتکو باندې د طالبانو سیاسي ابتلاء

طالبانو په لومړی ځل په کال ۱۹۹۵م کې د خپلې ښکاري الوتکې په وسیله د يوې البانیایي الوتکې د راښکته کولو هڅه وکړه .
دغه Lـ76 ترانسپورتي ستره باروړونکې البانيايي الوتکه چې په پوځي مهماتو بار دکندهار له هوايي حریم نه کابل ته د تیریدو په لاره کې وه چې په کندهارهوايي ډګر کې راښکته کړل شوه.

دا پوځي الوتکه چې محموله (بار) يي ټول هغه پوځي مهمات ول كوم چې د روسیې فداراسیون له لوري په کابل کې د استاد رباني حکومت ته وړل کیدل.

د الوتکې له ښکته کیدوسره يو ځای د هغې ۷ تنه عمله هم د طالبانو لاسته ورغله چې د خلاصون لپاره يې د اسلامي کانفرانس په شمول ډیرو لوریو کوښښونه وکړل خو نتیجه يي ورنه کړه.

وروسته همدا راګرځول شوي الوتکه یو په یوه د هغې له ټولې عملې سره یوځای د کندهار له هوایی ډګره والوته او له ځان سره یې دوه تنه مسلح طالبان هم یرغمل تر دوبۍ هوايي ډګر پوري یووړل چې هغه مهال د يادې الوتکې ناڅاپي تیښتي له هر چا سره یو لړ داسې ابهامات را پیدا کړل چې تراوسه يې د سپیناوي لپاره د وضاحت ضرورت موجود دی.

په دوهم ځل په کال ۱۹۹۹یوه هندۍ الوتکه چې ۱۵۵هندي اتباع ورکي سپاره ول د څو تنو پاکستانیو یرغمل کوونکو لخوا په هند کې یرغمل او د کندهار په هوايي ډګر کې د سون توکو د اخیستو په پلمه کینول شوه.

که څه هم چې هغه مهال د یرغمل کړل شوې الوتکې لانجه همداسې له پیچلتیا ډکه وه خو له څو ورځې هلو ځلو وروسته هغه د طالبانو په منځګړیتوب په داسې ډول حل شوه چې د الوتکې یرغمل شوې سورلۍ ته پکې کوم زیان ونه رسیدو.

پاکستانۍ څرخکې ولي په ازره کې بیړنۍ ناسته وکړه؟

ازره د افغانستان په معاصر انقلابي بهيرکې د تحولاتو مرکز ګڼل کیږي، په ۲۰۰۱ کال کې قومندان عبدالحق هم د طالبانو د مقابلې لپاره په ازره کې را څرګند او همالته د طالبانو له خوا ونيول شو چې تر اسارت سمدستي وروسته يي د امریکايي څرخکو او کومنډويي ځواکونو لخوا د ژغورنې هڅې وشوې خو نتيجه يي ورنه کړه.

د داعش ځواکونه چې په ختیځ کې د ډیورڼد کرښې له هغه غاړې نه افغانستان ته راتوی شول هم اخیرې توقف ګاه یې د ازرې ولسوالۍ وه چې د طالبانو په ځوابي بریدونو کې بیرته تر کوټ ولسوالۍ پوري ورټول کړای شول.

اوس چې پاکستانۍ څرخکه له مبهم مسیر څخه ازرې ولسوالۍ ته راغلې، همدلته يي په مبهم ډول بیړنۍ ناسته کړې، په هغې کې لیږدیدونکي معلومه عمله (متقاعد پوځي افسران) له یوې اندازې معلومو محمولاتو سره د نامعلومو كسانو په لاس مبهم ځای ته بیول شوي , دې له ابهامه ډک تسلسل له ټول ولس په تیره د هیواد له سیاسي شنونکوسره یو لړاندیښنې را پیداکړې.

کوم دلیل چې پنجاب اوکابل یې د څرخکي د مسیر او ماموریت په اړه وړاندې کوي د څرخکي د (عملي) او (محمولې) له وجې د منلو او قناعت وړنه ښکاري.

د یادې څرخکې د (عملي) او (محمولې) نوعیت ته په کتو سره داسې ښکاري چې په کابل کې میشت د امریکايي ځواکونو اعلی سرقومندان جنرال نيکولسن هم د څرخکې له ماموریت نه خبر او عملا په هغه کې شریک وي.

ځکه خو پاکستاني لوري د څرخکې د عملې د ژغورنې غوښتنه هم د ولسمشر اشرف غني په ځای له جنرال نیکولسن څخه وکړه.

جنرال نيکولسن كه ولسمشر غني؟

په ازره کې د پاکستانۍ څرخکې له بیړنۍ ناستې سره سم هغه مهال چې د کابل د دفاع وزارت او هوايي مدافعې مسؤل چارواکې لا د یادې الوتکې له مبهم پرواز او بیړنۍ ناستې څخه ناخبر ول د پاکستاني پوځ ستر درستیزجنرال راحيل شريف په افغانستان کې د ناټو ځواکونو له عمومي قومندان جنرال نيکولسن څخه د الوتکې د عملې د ژغورنې غوښتنه وکړه.

سره له دې چې د ملي یووالي حکومت ځان مستقل حكومت ګڼي خو د پنجاب لخوا د افغانستان د همدې مستقل حکومت په ځای دلته د میشتو امریکايي ځواکونو له مشر قومندان څخه د الوتکې د عملې د ژغورلو غوښتنه خپل سیاسي مدلولات لري.

له دغو سیاسي مدلولاتو څخه دا جوتیږي چې د څرخکي مسیر او ماموریت اصلا د پنجاب او واشنګټن د پوځي او استخباراتي چارواکو لخوامشخص شوی او د افغانستان حریم ازرې ولسوالۍ ته تر ننوتلو او هلته له بیړنۍ ناستې وروسته کابل ته هم دستور ورکړل شو چې د پنجاب د دلائلو په توجیه کې ورسره شریک شي.

په ازره کې د پاکستانۍ څرخکې له بیړنۍ ناستې څخه متوقع اهداف

په ازره کې د پاکستانۍ څرخکې د ناستې بیړنی توب هم خپله د معما یوه برخه ده .

دا تراوسه نه ده جوته چې هغې ریښتیاهم د تخنیکي عوارضو له امله بیړنۍ ناسته كړې او که یې د ترسره کوونکي ماموریت د اجراء لپاره عادي ناسته کړې او هغې ته بیا د بیړني توب کمیس ور اغوستل شوی.

ځکه له پیښوره تر لوګره ډیرلوی واټن دی چې یادې څرخکي هغه ازبکستان هیواد ته د تللو په غرض ټول په نورمال حالت کې طی کړی، څه وشول چې هغې ته یواځې په جنجالي ازره کې تخنیکي عوارض پیداشول؟

د یادي څرخکې په معماتوب کې د طالبانو اته ورځني سکوت هم ابهامات اضافه کړي، ځکه سره له دې چې له لومړۍ ورځې راهیسي د رسنیو لخوا د څرخکې د عملې د نیولو پړه پرطالبانو وراچول کیږي مګر هغوي د رسنیو د دغو څرګندونو د رد او تائید په اړه ګونګه روژه نیولې.

ځکه نو د هغې په اړه ټول شنونکي یواځې عندي تحلیلات ارائه کوي.

د سیاسي شنونكو د دغو تحلیلاتو له سباق اوسیاق څخه څرګندیږي چې:

۱ـ پنجاب او کابل که په ښکاره هرڅومره سره ترخه او يو پر بل بي باوره دي خو دا مریکایانو په دستور افغانانو ته د سازشونو په جوړ ولو کې سره خواږه , يولاس او یوه خوله دي.

۲ـ د امریکایانو او کابل حکومت له لوري د هیواد په ختیځ کې د ماتې خوړلو داعشي ځواکونو د دوباره راژوندي کولو او د هغوی د تبارز لپاره د دولتي تبلیغاتو ترناکامي وروسته امریکایان په افغانستان کې د داعشي پروسې له پرمختګ څخه نهیلي شوي، هغوی اوس غواړي په مستقیم ډول د خپلو استخباراتي حلیفانو په مرسته داعشي پروسې ته په افغانستان کې د داسي بریالیتوب زمینه مساعده کړي چې له یوې خوا طالبان ورباندې بدنام کړي او له بلې خوا پنجاب ته له کابل سره د مشترک سازش او تعامل چانس برابر کړي.

۳ـ داسې ګونګسې هم دي چې د څرخکې د نیول شوې عملې د خلاصون لپاره د پنجاب لخوا د خیبر پښتونخوا ایالت د محلي خلګو د منځګړیتوب هڅې روانې دي چې هغوی مستقیما د سیمې له قومي مشرانو سره رابطه کړې او غواړي د کابل له په جریان کې اچولو پرته د څرخکي نیول شوې عملې ته د ایستلو زمینه برابره کړي، که دا ګونګوسې ریښتیا وي دا به د امریکایانو او پنجاب لخوا د کابل پرمخ یوه درنه څپیړه وي چې د دوی له استخدامولو وروسته اوس غوړي د دوی په صرف نظر کولو سره د سیمې له محلي خلګوسره تعامل وکړي او د څرخکې د عملې د ستونزې په هواري کې ترې مرسته غواړي.

۴ـ د پنجشنبې په ماښام ناوخته یوشمیر کورنیو رسنیو د پاکستانيو رسنیو په حواله دا خبر ورکړ چې د الوتکې عمله پاکستان ته رسیدلې ، په داسې حال کې چې د کابل د بهرنیو چارو وزارت له موضوع څخه ناخبرې ښیې، که داخبره ریښتیا وې دا به د کابل بله سپکه وي چې د پنجاب لخوا د یادې څرخکې په ټوله لانجه کې ورته په هیڅ دیپلو ماتیک حیثیت ونه کتل شول او هغوی د افغانستان په داخل کې خپله ټوله موضوع له محلي خلګوسره حل اوفصل کړه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د