افغانستان

هلمند: تر ناوې وروسته؛ ګرمسېر ولسوالۍ هم سقوط وکړ

نن ټکی اسیا (جمعه، زمري ۲۲مه ۱۳۹۵ل): د هلمند امنیتي چارواکي وايي چې د ګرمسېر ولسوالۍ نن ماسپښین د طالبانو لاسونو ته لوېدلې ده.

د هلمند امنیه قومندان مل پاسوال اغا نور د ګرمسېر ولسوالۍ څخه د امنیتي ځواکونو د وتلو تایید کړی دی او ویلي یې دي چې امنیتي ځواکونه د ولسوالۍ او امنیه قومندانۍ څخه وتلي او د ولسوالۍ ته څېرمه په دوه کیلومترۍ کې پروت د نظم عامه په یوه کنډک کې یې اړولي دي.

خو امنیه قومندان ادعا کړې چې اوسمهال د ولسوالۍ ودانۍ کې طالبان حضور نه لري او امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې زر تر زره د ولسوالۍ او امنیه قومندانۍ ودانۍ بېرته ونیسي.

په عین حال کې د هلمند ولایتي شورا رییس کریم اتل ویلي چې امنیتي ځواکونو د ګرمسیر ولسوالۍ د کوم مقاومت پرته پرېښې ده.

بل لوري ته پژواک خبري اژانس د یوې معتبرې سرچېنې له قوله چې نه غواړي نوم یې ذکر شي لیکلي چې ګرمسير ولسوالۍ نن غرمه طالبانو نېولې ده.

طالبانو لا تر دې دمه د ګرمسیر ولسوالۍ د نېولو په اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې طالبانو د هلمند ناوه او خانشین ولسوالۍ هم ونېولې چې دولتي ځواکونه یې د بېرته نېولو ادعا کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x