نظــر

د بغلان قاتل په هلمند کې

ډاکټر پارسا

تیر ژمی، هغه مهال چې د څیلې زړه له ډیرې یخنۍ په چاودون و، د لوی درستیز  د مرستیال مرادعلي مراد تر مشرۍ لاندې د اردو ځواکونو د بغلان په ډنډغوري او ډنډ شهاب الدین سیمو خونړي عملیات پیل کړل،ددې عملیاتو په مهال د مرادعلي ځواکونو له طالبانو سره د مخامخ جنګ په ځای ولسي سیمو او کلیو ته یې د لویو توپونو او هاوانونو  خولې سمې کړې.

څو اونۍ پرلپسې د د بغلان په یادو سیمو د توپونواو درنو مرمیو باران روان و،دغه یرغل دومره بې رحمانه او پراخ و چې له ډنډ شهاب الدین نه تیرې شوې د کابل د بریښنا پایې هم په کې له منځه لاړې او د افغانستان پلازمینه کابو تر یوې میاشتې پورې په تیارو کې ډوبه شوه. د مراد علي مراد تر مشرۍ لاندې د څو اونیو په ترڅ کې په ډنډغوري او شهاب الدین سیمو کې یو تمام عیار جنګي جنایت ترسره شو،  په سلګونو کورونه،جوماتونه،دوکانونه او عام المنفعه تاسیسات د توپونو په لمبو کې لولپه شول، په سخت یخ کې د بغلان په زرهاوو کورنۍ کډوالۍ او بې کورۍ ته مجبورې شوې، په سلګونو اولسي ځوانان، سپين روبي، ښځې او ماشومان د مراد علي مراد د چنګیزي هوس قربانیان شول.

په بغلان کې د جنرال مراد بې رحمانه عملیات له شک پرته یو سوچه انتقامي او جرمي عمل و، چې د بغلان اوسیدونکو ته یې د سراومال درنې ضایعې واړولې. له همدې امله هغه مهال چې مرادعلي مراد په بغلان کې په قتل عام او اولسي تصفیه بوخت و، د زیاترو افغانانو ورته  زړونه جوشېدل او د نوموړي د محاکمې او په جزا رسولو خواست یې درلود.مګر دا چې مرادعلي د امریکایانو سره نږدې تعلقات او پخه یارانه لري، د بغلان له جنایت وروسته نه خو نوموړی محاکمه شو او نه هم په حکومتي کچه ترې د جنګي جرایمو پوښتنه یا بازخواست وشو.

ویل کیږي چې مرادعلي مراد په دې ورځو کې هلمند ته تللی او غواړي په دې ولایت کې جنګي عملیات ترسره کړي.

لومړی خو که د دغه قساوت ګر او متعصب جنرال کاري سابقه وکتل شي باید د هلمند حتی ځایي حکومتي چارواکي او محلي عساکر هم نوموړي ته په هلمند کې د مداخلې او انتقامي عملیاتو اجازه ورنکړي، دا به شاید د حکومتي چارواکو ضمیر هم نه ومني چې د هلمند ددرانه اولس کورني حریم ته د جنرال مراد په نوم یو سپک او مجرم  ټوپکمار داخل شي. که نوموړي ته په هلمند کې د عملیاتو مخه ورکړل شي دا به د هلمند او هلمندیانو ستر سپکاوی او له دې درانه اولس سره د حکومتي سروالانو لویه جفا وي.

ځکه د جنرال مراد له کاري سابقې څخه په څرګنده معلومه ده چې نوموړی د طالبانو په خلاف عملیات نه بلکې یوازې د اولس وژنې جګړه ترسره کوي او د عملیاتو په بهانه له درانه اولس نه له قومي او نژادي تعصباتو د راپاریدلې کینې د سړولو لپاره انتقام اخلي.

که په هلمند کې جنرال مراد ته د عملیاتو اجازه ورکړل شي دا به د هلمند عام اولس نور هم د طالبانو سره همکارۍ ته سوق کړي او جګړه به کاملا یوه انتقامي بڼه غوره کړي،ځکه عام کلیوال چې د امریکایانو بالادستی او انتقامي عملیات یې ونه منل د جنرال مراد جرمي اعمال یې هم شاید د ضد او کینې اور په غرغنډو کړې چې بیا به یې سړول د حکومت د وس کار نه وي.

دا د هلمند د هر اوسیدونکي او هر هغه چا چې د هلمندیانو په سر او مال یې زړه درد کوي هغه که حکومتي چارواکی یا عسکر وي او یا هم طالب او د دولت مخالف.  دا یې  ایماني، افغاني او وجداني دنده ده چې د مجبور اولس څخه دغه متعصب جنایت کار راوګرځوي. حتی که یې په وس پوره وي دغه د اولس قاتل دې د بغلان دجرایمو له امله محاکمه او همالته په هلمند کې د خپل عمل په سزا ورسوي چې دا به د دا ډول جنایت کارانو لپاره یو عبرتناک درس شي.

ددې لپاره چې بیا څوک په دې وطن کې قومي جګړې ته لمن ونه وهي او د ولس وینې ته په سپکه ونه ګوري باید  د جنرال مراد غوندې قاتلین په مرمیو غلبیل او د خپلو زشتو اعمالو په سزا ورسول شي.

baghlan baghlan (1)

په ډنډغوري کي د دولتي ځواکونو په توپونو او درنو ډزو لګېدلي کورونه
په ډنډغوري کي د دولتي ځواکونو په توپونو او درنو ډزو لګېدلي کورونه
بغلان؛ د دولتي ځواکونو له لوري نړول شوی کورونه
بغلان؛ د دولتي ځواکونو له لوري نړول شوی کورونه

baghlan (3)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x