د مهاجرینو د ستونزو د حل کمیټې له عمران خان سره ولیدل – خبرپاڼه

پرون ۱۱/۸/۱۶م نیټه  له غرمي وروسته د افغان مهاجرينو د ستونزو د حل د كميټې مخـورو مشرانو د تحريك انصاف له مشر عمران خان سره په اسلام اباد كي د هغوي په هستوګنځاې  كي وليدل او د مهاجرينو د ستونزو په رابطه ورسره تفصیلې خبري وشوي او له عمران خان څخه جدي غوښتنه وشوه چي د صوبه پښتونخوا حكومت لخوا بايد نور په لويو لارو  او کلو كي د كارت او بې  كارته مهاجرينو تنګول او په كورونو د چاپو وهل  بند شي.

عمران خان د مهاجرينو دي وفد ته د پوره همكارۍ ډاډ وركړو او د تيرو كميو بښنه يې وغوښته او دا يې د مهاجرينو انساني حقوق وبلل، چي په مطمئنه فضاء كي په صوبه پښتونخواه كي د ژوند چاري پر مخ بوځي . په پاي كي عمران خان ته غوښـتـنلـيك وسپارل شو.

همداراز د همدي اونۍ  په دوران كي ددې  كميټۍ غړو د مرحوم  جنرال ضياءالحق د زوي اعجازالحق او جماعت اسلامي د مشر سراج الحق سره هم وليدل او د مولانا فضل الرحمن سره هم له تفصيلي ملاقات وروسته  دمهاجرينو مشرانو  ته ډاډ وركړل شو چي ددوي پيغام به وزير اعظم ته رسوي او د مهاجرينو په حمايت كي به د صوبه پښتونخوا په ټولو أضلاعو كي مظاهري وباسي، او همدارنګه نوموړو سیاسي مشرانو ته د مهاجرينو غوښـتـنـلـيـك وسپارل شو  اود ليدنو كتنو سلسله دوام لري.

د کمېټې له لوري را لیږل شوې خبرپاڼه (کټ مټ)

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ګل زمان
میلمه
ګل زمان

د حکمتيار ځويد مهاجرو پر سر سياست کوي ،دا هسې خبرې دي تر څو چې تورخم بند وي که څوک نه ځي هم اوس به ځي ځکه کار په افغانستان او خوراک په پاکستان کې نه کيږي بايد لاړ شو.

ظمیر
میلمه
ظمیر

گل زمان صیب دلته خو دحکمتیار زوی نه شکاری په هر حال الله د دی کسانو ته خیر وکری لا اقل لژ درد خو لری چی خپل تر وسه منده وهی ستا خبره هم سمه ده سوک چی کار افغانستان کی کوی باید ولار شی او هلته زوند وکری او هلته هیڅ مشکل نلری خو تاسره باید د هغه خلکو احساس هم پیدا شی چی وطن کی نه ځای لری نه هم د ورتګ امکانات یاخو یی کلی کور د اربکیانو له خوا غصب شوی یا خو کوم بل ملیشه یی کلی که حاکم دی چی نه قانون ته ژمن… نور لوستل »