په طبابت کي د مسلمانانو وياړلی تاريخ او زموږ افغانانو اوسنی بد حالت

لیکوال: استاد عبدالمالک همت

لیکوال: استاد عبدالمالک همت

عبدالمالک همت

روغتيا پالنه (طبابت) ډېر غوره او له فضيلته ډک مسلک دی او لوی څښتن جل جلاله ډېر سترتوب او ارزښت ورکړی دی. دغه غوره مسلک او د انسانانو د ژوندانه د سمبالښت، رغښت او سمښت شغل داسي علم دی چي هم به له پوهنتونونو او طبي زده کړو له لوړو مرکزونو ترلاسه کيږي او هم به د اوږدو مطالعو، څېړنو، عملي کارونو، ممارست، تمرين او تکرار څخه ترلاسه کيږي.

طبابت د دې تر څنګ چي زښت زيات ګټور علم او وياړلی مسلک دی، ستر انساني رسالت هم باله سي. طبيب دنده لري چي خپله پوهه اړو کسانو ته دوست وي که دښمن، بې وزلی وي که شتمن په ډېره مينه، حوصله او اخلاص وړاندي کړي.

دا شريف مسلک دوې برخي لري:

يوه برخه يا څانګه يې د روغو کسانو د روغتيا ساتني (حفظ الصحې) په باب بحث کوي چي دې ته وقايوي طب وايي.

بله څانګه يې هغه ده د ناروغو روغتيا بيرته ورګرځوي او روغوي يې او دې برخي ته يې معالجوي طب وايي.

د طبابت په اړه پوهان او عام خلک ټول پر دې متفق دي چي دغه مسلک پر نورو ټولو مسلکونو باندي لوړ او غوره دی. د اسلام سپېڅلي دين طبابت ته زښت زيات ارزښت او درنښت ورکړی دی. د قرآن کريم په ډېرو آيتونو کي د طبابت درنښت او ارزښت ته زياتي اشارې سوي دي او رسول الله صلی الله عليه وسلم ، صحابه وو او اسلامي عالمانو او مجتهدينو د طب او طبيب د مقام په هکله ډېر څه ويلي او ليکلي دي، تر دې چي خپله اسلام د طبابت او روغتيا پوهني بېلو بېلو څانګو ته ستر خدمتونه کړي، د مسلمانو واکمنو او پوهانو په پاملرنه او زيار ډېر طبي آثار عربي او نورو اسلامي ژبوته ژباړل سوي دي، ډېر پوه او نامتو طبيان يې خپلو مسلمانانو او نړيوالو ته وړاندي کړي دي، لکه : ثاودون، ابن ماهان، یعقوب سيرافی، خصيب بصری، سهل کوسج، مُهذّب الدین دَخوار ، اِبن ِ قُف، ابن ماسویه او شاگرد يې حُنین بن اسحاق ، علی بن عیسی، ابوبکر محمد بن زکريا رازي، شيخ الرئيس بو علی سینابلخي، جابربن حیان، ابن زهر اندلسی، ابن رشد، ابوالقاسم اندلسی، ابوالحسن علاء الدين بن ابي الحزم، ، ابن نفيس، ابوالقاسم الزهراوي، علی بن عيسی الکحال، ابن زهر، رشيدالدين الصوري، ابن البيطار الاندلسي، احمد بن ابي الاشعث او بېخي ډېر نور.

په اسلام کي د طبابت د ودي ، پرمختيا او په هغه کي د نوي توب راوستلو په اړه تر دې کچي کار پرمخ ولاړ چي بالاخره د ”اسلامي طبابت“ په نامه طب رامنځ ته سو. د روغتيا پوهني عالمانو ډول ډول څېړني وکړې، بېلابېل کتابونه يې وليکل، ډول ډول طبي کشفونه يې وکړه او نوي طبي آلې او وسيلې يې رامنځ ته کړې او د اسلامي هيوادونو په بېلو بېلو ښارونو کي يې ګرځنده او ثابت روغتونونه او نور په طبابت پوري اړوند مراکز ايجاد کړل.

که موږ د مسلمانو طب پوهانو آثار او کتابونه مطالعه کړو، نو موږ به د ډېرو په سريزو کي د قرآني آيتونو، نبوي حديثونو، د فيلسوفانو او حکماوو د ويناوو او اقوالو په استشهاد د طبابت د شرف او ارزښت په اړه زياتي څرګندوني ولولو. په دې اړه خبري بېخي ډېري دي، خو له بده مرغه اوس سره د دې چي په نړۍ کي طبابت بېخي ډېر پر مخ تللی دی، زموږ په هيواد کي زموږ هيواد وال د روغتيا په برخه کي د زښتو زياتو ستونزو سره مخامخ دي. تر ټولو دمخه خو درمل بې کیفيته او بې اغېزي دي او ان ځيني کسان ادعا کوي چي ځيني درمل چي له پاکستان، هند، چين او نورو ځايونو څخه راځي هغه درمل دي چي په دغو هيوادونو کي په پټه او په زېرزمينيو کي جوړيږي او زموږ هيواد ته له قاچاقي لارو راوړل کيږي. بل موږ متخصص ډاکټران ډېر لږ لرو. په دولتي روغتونونو کي د ناروغانو په وړاندي د ډاکټرانو او طبي پرسونل بې پروايۍ يوه معمول خبره ګرځېدلې ده او له بلي خوا ډېر لږ طبي تسهيلات او وسايل ور سره دي. د مثال په توګه کله چي زموږ د کورنۍ يو ناروغ د کابل انتاني روغتون ته چي د هيواد په مرکز کي د انتاني ناروغيو د درملني يوازني روغتون دی، ورغی او ډاکټر د CBC معاينې توصيه ورته وکړه، د دغه روغتون لابراتوار ان د CBC د معاينې لازم مواد نه درلودل، خو د دغه روغتون د دروازې د باندي څو ګامه ليري شخصي لابراتوار ته دغه معاينات يوه ډېره عادي او کوچنۍ خبره وه.

په شخصي روغتونونو کي بيا بالکل تجارت روان دی. نه پوهېږم چي په دغو روغتنونو کي به کوم روغتون استثناءً ښه خدمات او په مناسبه بيه وړاندي کوي که څنګه؟ خو تر کومه ځايه چي جوتيږي په افغانستان کي د ناروغ درملنه زياتره هم بې کيفيته او ناسمه ده او هم ګرانه او ستونزمنه ده، ځکه نو زموږ ډېر بې چاره او بې وزلي ناروغان ناروغۍ ته تن ورکړي، ځان پر خدای وسپاري او د زړه د ډاډ لپاره سپېرکۍ او هريړې خوري او يا په ملا صاحبانو ځانونه دموي اوڅاښتونه او تعويذونه ځني اخلي. ځيني چي څه پيسې په پور يا بل ډول برابرولای سي د درملني لپاره هند او پاکستان ته د ډېرو ستونزو په زغملو ځي. هلته بخت اوشنې که باوجدانه ډاکټر پر پېښ سو که قصاب.

نو ګرانه لوستونکې! زموږ د طبابت او درملني په برخه کي زموږ مسلمانانو د تېرو روښانو لاسته راوړنو او وياړونو سره سره او د نننۍ نړۍ د پرمختللي طبابت باوجود زموږ افغانانو دغه حال دی ته به وايې چي په نورو برخو کي خو مو تر دې لا حالت وران ويجاړ دی. هو، داغسي دي، نو لوی څښتن مو دي وزله وکړي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمد نعیم سادات
میلمه
محمد نعیم سادات

محترم همت صاحب ستونزه پدی کی ده چی زموږ په هیواد ګی خلګ د طبابت دمسلک زده کړی ددی لپاره نکوی چی دوی ددی مسلک سره مینه یا علاقه لری بلکی زموږ ‌‌‌‌‌‌ډیر ځوانان د طبابت د مسلک زدکړی ددی لپاره کوی چی ددی مسلک په واسطه خپله او د خپلی کورنی اتوریته په ټولنه کی لوړه کړی . په همدی خاطر زموږ اکثره سیاستوال ‌‌‌‌‌‌ډاکټران یا انجینران دی. دوی لومړی ددی لپاره چی د ‌‌‌‌‌‌ډاکټر یا انجینر نوم راخپل کړی د طبابت یا انجنری زدکړی کوی او وروسته بیا کار په سیاسی یا نورو اجتماعی یا ټولنیزو برخو کی… نور لوستل »