عبدالله عبدالله د بي بي ګلې داعیه وننګوله

نظرمحمد مطمئن، لیکوال او شناند

نظرمحمد مطمئن، لیکوال او شناند

نظرمحمد مطمئن

د ولسمشر غني نږدې دوستان وایې  چې په دي راز خلک نه پوهیږي چې ولی ولسمشر غني په ارګ کې دده د ولسمشر کیدو د اعلان په غونډه کې د بي بي ګلې (رولا غني) څخه مننه وکړه.

دوی وایې چې امریکایان په غني بې باوره وو چې په خپل سر به په هیجاني ډول کله ناکله پریکړي کوي،‌او نشي کولای چې د افغانستان د خلکو او ولس کلتور او دود ته په کتلو سره زغم ولري او یا هم له خلکو سره تعامل کې نورمال و اوسي، همدا ډول د نړیوالو سره په تعامل کولو کې به هم هیجاني او احساساتي وي. او د بهرنیو پوځیانو د قومندانانو سره به هم په همږغي کې وړتیا ونه لري.

بي بي ګله له ډیرو هڅو او کوششونو وروسته وتوانیده چې امریکایانو ته دا ګرنټي کړي چې غني ولسمشر کړئ زه به دهغه ترشا ولاړه یم، او ټول کارونه او حرکات به یې څارم او کنټرولوم. او که کومه ستونزه راتله هغه به په پټه په ګډه سره حل کوو،‌او د اړتیا په وخت به د حساسو او مهمو مسایلو اړوند ډیر ژر تاسي‌ ته هم خبر درکوم.

امریکایانو د بي بي ګلي سره توافق وکړ او دهغې په غوښتنه او له امریکایانو سره د شرایطو په منلو سره یې ومنل چې غني به ولسمشر کړي.

کله چې غني کوم بهرني هیواد ته سفر کوي، نو مخکې له مخکې بي بي ګله هغه هیواد ته سفر وکړي، ترڅو هلته د غني لپاره لابي وکړي او د هغه هیواد خلک د غني په خواصو پوه کړي او هغوی ته ډاډ ورکړي که چیرته کومه تیروتنه کیږي، وروسته به دهغې جبران او جواب ویونکي یو. چې په ځینو مواردو کې همداسي وهم شول، او بیا غني‌وویل چې دده هدف داسي نه وو، بلکې د رولا غني‌لخوا ترمیم شوې بڼه یې په وروسته کې وړاندي کړي. بیلګه یې په جرمنې کي د افغان مهاجرو او اروپا ته د تلونکو افغانانو اړوند د غني څرګندونې.

د امریکایانو اندیښنې بې ځایه نه وي:

د ګډ حکومت د ۵۰٪ سلنې برخې شریک اجرایه رئیس عبدالله عبدالله شکایت کوي چې دغسي سړی لکه اشرف غني ‌د ولسمشري وړتیا نه لري.

د ولسمشر لومړی مرستیال رشید دوستم شکایت کوي چې ولسمشر غني پر کړو ژمنو وفا ورسره نه ده کړي او دده صلاحیتونه یې محدود کړي.

د ولسمشر دویم مرستیال د ټوټاپ پروژې له کبله له ولسمشر غني څخه خفه دي.

د اجرائیه رئیس دویم مرستیال په وازه خوله پر ولسمشر غني توندې نیوکې کوي.

د اجرائیه رئیس لومړی مرستیال په پټه خوله د ولسمشر غني تخریب کوي.

د کابینې ډیری وزیران له دي کبله چې ولسمشر غني ورسره سپک چلند کوي، ‌پر ولسمشر غني بې باوره دي.

د دولسمشر ځینې سلاکاران غني ته د نظر ورکولو پرمهال سپک شوې،  ورته ویل شوې چې ته تر ما ښه پوهیږي، ‌ته یې ماته راښیې، ته ښه پوهیږي که زه، ته پوهیږي چې له یو ولسمشر سره خبري کوي، هغوی ورڅخه خفه دي.

پخواني ولسشمر غني مخکې له ولسمشریزو انتخاباتو ویلي وو چې که غني ارګ ته ننوت،  یو شمیر امبولانسونه چمتو په ارګ کې باید ودرول شي چې ډیر جنګونه به له خلکو سره کوي، تر څو ژوfل کسان په وخت سره روغتون ته ورسول شي.

د ولسې جرګې او مشرانو جرګې رئیسان او مرستیالان په توند ډول په ولسمشر غني ‌نیوکې کوي.

د ملي شورا ډیر غړي د ولسمشر څخه ناراضه ښکاري، او د ځینو وکیلانو خو د خولي خوند هم ورسره په مهمو مجلسونو کې بد شوی، خبره تر ښکنځلو رسیدلي  ده، یو هم له دي ډلې عبیدالله بارکزی یادولای شو.

د سیاسي ډلو مشران او اپوزیسون مشران وایې چې ګډ حکومت دوه کاله پوره کیږي، مشروعیت نه لري.

د احمدزیو شورا د مشرانو سره خبره تر ښکنځلو رسیدلي ده، هغوی ورڅخه وتلي او د عبدالله عبدالله خبره یې ډیره مخکې ورته کړی وي چې د ریاست وړ نه یې

د ولایتي شوراګانو ډیری مشران او غړي پر ولسمشر نیوکې لري.

د عبدالله اړوند وزیران، مرستیال وزیران، ‌والیان، مرستیال والیان او ښاروالان خو بیخې غني خپل ولسمشر نه ګڼي.

د عام ولس سروې خو په ټلویزونو کې خپره شوه چې تر اتیا سلنه ډیری خلک له ګډ‌ حکومت چې مشري یې غني کوي ناراضه دي.

د قومونو ډیری برخه ناراضه دي،‌ پښتانه، تاجک، هزاره،‌ ازبک، ترکمن،‌ نورستانیان او …

اسلامي حزب یې هم پرځان بې باوره کړی، ځکه له ښاغلي حکمتیار سره یې په کړو ژمنو وفا ونشوای کولای، طالبان بې حده زیات پرې بې باوره شوي.

دا ټول ددي معنی نه ورکوي چې غني‌ د ولسمشري په چوکۍ کې ستونزه لري او عبدالله عبدالله به وړ او مناسب وي،‌ بلکې تر غني عبدالله عبدالله زیاتي ستونزې لري، د هغه د اجرائیه ریاست پر چوکۍ هم خلک راضي نه دي، پاتې شوه د ولسمشري چوکۍ.

عبدالله عبدالله او د سیاسي ډلو مشران د هغې ورځې انتظار کوي چې جان کیری هم اعلان وکړي چې غني د ریاست جمهوري وړ نه دی او بالاخره به بي بي ګله هم ومني چې په رښتیا سره د ولسمشري لپاره وړ او مناسب شخص ته اړتیا وي، هر څوک د ولسمشر کیدو وړتیا نه لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د