ارګ: د ډاکټر عبدالله خبري د دولتدارۍ موازینو او روحیې سره برابري نه دي

نن ټکی اسیا (جمعه، زمري ۲۲مه ۱۳۹۵ل): د ډاکټر عبدالله د تیري ورځي خبرو په غبرګون کې د ارګ څخه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د نوموړي خبري د د دولتدارۍ موازینو او روحیې سره برابري نه دي.

د ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د هیواد حساسو شرایطو درک پر ټولو لازم دی، سیاسي قشر، دولتي مقامات ، علما کرام، قومي مشران او شریف هیوادوال دي د نظر یووالی او اجماع وساتي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ملي یووالي حکومت به بیا هم ادامه مومي، خو د ډاکتر عبدالله پر څرګندونو به ډېر ژر جدي او موثر بحثونه وشي.

د یادوني وړ ده چې تېره ورځ د ګډحکومت اجراییه رئیس ډاکټر عبدالله په ولسمشر اشرف غني کلکي نیوکې وکړې او وې ویل چې نوموړی د مباحثې او خبرو اترو حوصله نه لري. ډاکټر عبدالله زیاته کړه: «هغه څوک چې له مقابل لوري سره د بحث حوصله نه لري هغه به د ولسمشرۍ څه اهلیت ولري».

ډاکټر عبدالله چې د ځوانانو نړیوالې ورځې په مناسبت یې پرون په سپېدارماڼۍ کې وینا کوله، وویل چې په ځلونو یې د روانو حالاتو په اړه د اشرف غني عدم میلان زغملی دی، خو زیاته یې کړه چې نوره یې د صبر کاسه ډکه شوې.

نوموړي په خپلو خبرو کې اشرف غني ته په خطاب کې وویل:

«د افغانستان ولسمشره! تا په دریوو میاشتو کې له ما سره دوه په دوه ملاقات ته وخت رانکړ، نو بیا ستاسو قیمتي وخت په څه تیریږي؟».

اجراییه رئیس همداراز وویل چې اوسني حکومت ته ده مشروعیت ورکړی او د ده په لاسلیک دغه حکومت قانوني بڼه خپله کړې. نوموړی وویل: «اولنی کس زه وم چې دې نظام ته مې مشروعیت ورکړ او امضاء مې وکړه چې اشرف غني د افغانستان ولسمشر دی، زما له امضاء څخه د دې نظام مشروعیت پیل شو».

ډاکټر عبدالله په تاکنیزو اصلاحاتو ټینګار وکړ او ویې ویل چې په هر قیمت به دغه اصلاحات رامینځته کیږي. هغه زیاته کړه: «په یوه سترګه به ژاړي او په بله خاندي او ټاکنیز اصلاحات به راشي».

اجراییه رئیس د بریښنايي تذکرو د ستونزې په حل کې ولسمشر اشرف غني په ناغیړۍ تورن کړ او ویې ویل چې د دې ستونزې لپاره لسګونه داسې حل لارې وموندل شوې چې د هیواد د ټولو پرګنو تشویشونه په کې رفع کیدل خو دا کار څوک پرمخ نه وړي او نه پرې بحث کوي.

ډاکټر عبدلله وویل چې په کابینه کې له وزیرانو سره د مور او میری سلوک کیږي او پرته له دې چې د یو وزیر کاري لاسته راوړنې وکتل شي د «وزیراکبرخان» مډال ورکول کیږي. هغه زیاته کړه چې د وزیر اکبرخان د مډال په ورکړې باید په حکومت کې بحث وشي او د کابینې تر موافقې وروسته ورکړل شي، خو په وینا یې، اشرف غني په خپل سر خلکو ته مډالونه ورکوي.

اجراییه رئیس دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې ولسمشر اشرف غني نن په ګلخانې ماڼۍ کې د حشمت خلیل کرزي زوی «صفي الله کرزي» ته د وزیراکبرخان مډال ورکړ.

ډاکټر عبدالله په ولسمشر د نیوکو په لړ کې وویل چې پس له دې صبر نه شي کولی او د راتلونکې شنبې په ورځ به له اشرف غني سره جدي خبرې وکړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غوربندی
میلمه
غوربندی

دا تول د اشغالگرانو د دسيسي برخه ده

دوي د خبل شوم بلان له مخي راتلونكي تجزیه شوي افغانستان لباره سر له اوسه دوه مشران كومارلي دي او اوس حالات د همدي بلان به لوري تيله كوي خو افغان غازیان به د خبل خالق به نصرت د دوي د شوم بلانونه د تير به شان له ناكامي او شرمساري سره مخ كوي.