نظــر

ليكنه او پوښتنه – ابو خليل قدوسي

زما درنو او قدرمنو وروڼو او دوستانو!

السلام عليكم ورحمة الله وبرکاته

نن سهار چي مي دسهار له لمانزه وروسته فیسبوک خلاص کړ نو پخپله پاڼه کي مي دقطب الدین هلال صیب او سیف الدین عمرخیل صیب لخوا خپاره شوي بلن لیکونه ولیدل چي دفیسبوک له ملګرو يې ددوی دپاڼیو خوښول غوښتي وو ما لایک نکړې او خپل همدغه نظر چي لاندي به يې تاسي هم ولولئ په لنډو ټکو کي هلته دهلال صيب په پاڼه کي هم ورکړ .

زما لاندي ليکنه په غور ولولئ او زما دپوښتني او استفهام ځواب ووایاست الله تعالی شاهد دی چي دا ډول منفي سلوک مي په هیڅ یوه اسلامي ګوند هم نه لورېږي ، تېروتني هم یو حد لري خو چي تېروتني مکرري او متکرري شي له خلګو سره پوښتني پیدا کوي، بيا دخپل نظر څرګندول، پوښتنه کول او سپیناوی غوښتل زمونږ حق دی .

زه له هغه بشپړ درناوي سره چي حزب اسلامي افغانستان ته يې دهغه دپاکو او سپېځلو اسلامي اصولو په اساس چي متأسفانه اوس ترکاغذونو, شعارونو او کتابونو پوري محدود پاته دی لرم خو دې ګډ وډ سیاست ته حیران يم چي حکمتیار صیب په راتلونکیو انتخاباتو کي دحزب ګډون په هره سطحه او ترهرنامه لاندي په کلکو ټکو غیندي اوردوی چي په نن ټکی اسیا کي وروستۍ خبرتیا یې ددې ګواهی ورکوی ، خو هلال صیب بیا دلته دجمهوری ریاست دخپلواکي نوماندئ لپاره په فیسبوک کي دحزب اسلامی افغانستان تر شعاراونامه لاندي ځانته پاڼه خلاصه کړي او انتخاباتي مبارزه پرمخ پیايي ځکه خو مي لایک نکړه او خپل همدغه نظر مي هلته هم ورکړ الله تعالی دي نکه چي هلال صیب او ورسره شریک او هم نظره دحزب اسلامي نور وروڼه اصحاب المحجن شي کوم چي رسول الله (ص) لیدلی وو چي په خپلو کولمو کي يې لکړه بنده کړي وه او په دوزخ کې کشولې،

په عین وخت کي دلته او هلته هلال صیب لکه چی ټولوته جوته ده بیا دحزب په نامه رسمي او غیر رسمي لیدني او کتني دهېواد په بهر او دننه کي سرته هم رسوي همدا راز ډاکټر سیف الدین عمرخیل صيب دحزب اسلامي په نوم او دحزب دشعار په کارولو سره دکابل ولایتي شوروا ته نوماند دی کېدای شي په نورو ولایاتو کي هو شورواګانو ته نوماندویان ولري خو مونږ ته معلوم نه وي.

دومره داقتدار هوس خو هم والله که له یوه متعهد مسلمان فرد اوډلي سره ښايي او یاهم شرعاً جواز لري چي دهېواد زمکه او فضا دي له یرغلګرو سره وي او یرغلګر دي له لاسپوځو سره دتړلیو دروازو شاته دهیواد دخرید وفروخت په سودا اوددایمی اشغال لپاره دقبالې په لاسلیک کولو اخته وي او هلته دي بیا هغه ځوک چي دجهاد په فرضیت هم عقیده لري او هم تر هرچا دزیاتي سوچه مسلماني لاپی هم وهي, اودجهاد او مبارزې دسابفې افتخارات هم ځانته ورکوي او ددې هرڅه باوجود دهمدغي یرغلګري ادارې تر چتر لاندي په تش په نامه انتخاباتو کي ګډون هم کوي تر دې به لوی دڅان شرمول بل ځه وي ؟؟؟؟

زه پدې هم بشپړ باور لرم چي یرغلګر کله هم هلال او هغه ته ورته کسانوته چي اسلامپالو ډلوته منسوب وي دجمهوري ریاست په انتخاباتو کي دبري چانس هېڅکله هم نه ورکوي (مګر که دلاسپوڅیتوب یو پټ سازش ورسره وکړي خو هغه بېله خبره ده) دا یو مسلم حقیقت دى, دنړۍ اوسیمي روان جریانات ددې ګواهي ورکوي  نو بیا حزب اسلامي په ښکاره او یا پټه کي ولي پداسي یوه کار لاس پوري کوي چي پایلي به یې له خجالت او رسوايي څخه پرته بل شی نه وي؟

ایا دا له څلوېښت کلن جهاد، راز راز قربانیو، په زرهاوو شهیدانو او معیوبینو، او په خپله له شهید پال حزب اسلامي افغانستان سره غدر او خیانت او دهغه له اسلامي منشور او اصیل خط السیر څخه تخلف او سرغړونه نده؟

فاتقوا الله یا أولي الألباب .

تاسو يې ځه ډول توجیه کوﺉ ؟؟؟؟؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x