افغانستان

امريکا: افغانستان کې د داعش مشر حافظ سعيد خان وژل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۲۳مه ۱۳۹۵ل): امريکايي چارواکو منلې، چې په افغانستان کې د داعش ځان منلی مشر حافظ سعيد خان د امريکايي بې پيلوټه الوتکې په بريد کې وژل شوی دی.

تېر کال هم د افغانستان امنيتي ادارو ويلي و، چې حافظ سعيد خان د بې پيلوټه په بريد کې وژل شوی، مګر داعش د نوموړي وژنه رد کړې وه.

د امريکا دفاع وزارت په خپله وروستۍ اعلاميه کې ويلي، چې حافظ سعيد خان د تېرې جولای په ۲۶مه د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې وژل شوی دی.

امريکايي چارواکي زياتوي، چې حافظ سعيد خان د افغانستان او سيمې امنيت لپاره ګواښ و او په ځانګړې توګه د ننګرهار ولس سره يې «ډېر وحشي چلند کاو.»

داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

له تېرو دوو کالو راهيسې د داعش وسله وال په افغانستان کې د ولسي خلکو او طالبانو سره په جګړه کې ښکېل دي.

يو شمېر افغان چارواکو او د پارلمان وکيلانو د ملي امنيت شورا پر رييس حنيف اتمر تور لګولی و، چې «د داعش پروژې ملاتړ کوي.»

د پکتيکا پخواني او د غزني اوسني والي عبدالکريم متين ويلي و، چې په پکتيکا کې د ملي امنيت مسوولين د داعش ملاتړ کوي او کورونو ته يې هر ډول مرستې ورکوي.

د ولسي جرګې لومړي مرستيال حاجي ظاهر قدير هم د ولسي جرګې په څو غونډو کې پر حنيف اتمر تور لګولی و، چې د داعش جګړه مارو ملاتړ کوي او ادعا يې کړې وه، چې داسې دلايل او سي ډي هم لري، چې ښاغلی اتمر د داعش ملاتړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x