د حکومت پیل، دواړه شریکان له جان کېري سره

روان کړکېچ که د واک تشه؟

غورځنګ سیال   

له نن څخه کابو دوه کاله وړاندې د جان کيري په منځګړتوب ملي وحدت حکومت بنسټ کېښودل شو او همدغې سترې تېروتنې نړیوال او افغان سیاستوال نن ورځ ګوته په غاښ کړي دي.

د حکومت دواړو مشرانو و نه شو کړای چې د خپلو کمپایني وعدو (لس زره کورونه جوړوو، یو میلیون شغل ایجادوو او د ځوانانو لپاره د ځوانانو وزارت جوړوو؛ اصلاحات او همپالنه د ښې حکومتولۍ په موخه) لس سلنه په عمل کې خلکو ته ور وښيي. په تېرو دوو کلنو کې د دوی د حکومت ټول عمر د مقرریو پر سر شخړو او نیابتي جګړو په مهارولو کې تېر شو، ښه حکومتولي، عامه خدمات، سوله، کار، د کډوالو ځای پر ځای کول او د ځوانانو د تېښتې مخنیوی، هغه څه وو چې د دوی حکومتولۍ ته پر لوی ګواښ بدل شول.

له بلې خوا د ملي وحدت حکومت وخت مخ پر خلاصېدو دی (یوه میاشت یې پاتې ده) تقریباً په نږدې ټول هېواد کې د جنګ تنور ګرم دی (په ۱۸ ولایتونو کې جنګ روان دی)

نوې تروریستي ډلې رامنځته شوې، له پاکستان سره په تفاهماتو کې له بېغورۍ څخه کار واخيستل شو او بالاخره نن افغانستان یو ځل بیا په څلورلارې کې موقعيت لري، ټول سیاسیون ان نړیوال هم د حل لارو پيدا کېدو لپاره چوپ پاتې دي چې څنګه کولای شي له یوې بلې سترې ازموینې څخه ګران هېواد افغانستان سلامت وباسي. ځیني بیا وړاندیزونه هم لري چې (عنعنوی لویه جرګه، د اساسي قانون لویه جرګه، ژر تر ژره ټاکنې، ملي وحدت حکومت تمدید په همدې حالت سره، جنرال دوستم ته قناعت ورکول تر څو له لومړي معاونیت څخه لاس پر سر شي او عبدالله د لومړي معاون په توګه خپله دنده پر مخ یوسي) دا هغه نسخې دي چې نړیوال او په کور دننه سیاسیون یې سره ښکته پورته کوي.

غواړم په پورتنیو وړاندیزونو لنډ اند له تاسو لوستونکو سره شریک کړم بیا به نور بحث ته ادامه ورکړو:

۱- عنعنوي لویه جرګه

عنعنوي لویې جرکې څو ځلې په افغانستان کې د سترو او مهمو مسئلو لپاره راغوښتل شوې دي چې تل د تقریبي نفوس په سطحه کابل ته د مشخصو اجنډاوو لپاره له یوې څخه نیولې تر څو ورځو په مخه راغوښتل کېږي، په اوس وخت کې د داسې جرګې جوړول یو څه مناسب پر دې ښکاري چې نوموړې جرکې ته به قومي مشران، متنفذین او داسې خلک چې یو څه اعتماد په ټولنه کې لري، را وغوښتل شي.

په اوسني وخت کې دا ډول جرګه راغوښتل له ښېګنو سره سره ځینې ستونزې هم لري او که چېرې سمه رهبري نه شي کېدای، د ولسونو غوښتنه په سمه توګه تمثيل نه شي کړای او که برعکس یې وه نو د ښې راتلونکې امکانات یې ډېر دي، یعنې که حکومت او ځیني مخور سیاسي مشران یې په خپلو سیاسي غوښتنو او سلیقوي موخو ونه څرخوي.

۲ـ د اساسي قانون لویه جرګه

د اساسي قانون لویه جرګه کومه چې د اساسي قانون په ۱۱۱مه ماده کې تعریف شوې ده، د همداسې کړکېچونو او سترو ناخوالو د مخنیوي لپاره نسخه ده، خو متاسفانه چې د اساسي قانون ډیموکراتیک ریاستي نظام تر جوړېدا دا دی تقریباً ۱۶ کاله تېر شول خو بیا هم حکومتونه ونه توانېدل چې د اساسي قانون له مخې د تعریف شوې لویې جرګې نصاب پوره کړای شي، کنه نو د اوس لپاره ورته ډېره اړتیا وه، اوس چې نوموړی نصاب نه پوره کېږي موږ په هېڅ صورت د اساسي قانون جرګه نه شو راغوښتلی.

له بل پلوه د ولسي جرګې ولایتي شوراګانو غړو او پر حکومتي مشرانو باندې دا نیوکه ده چې د دغو خونو ډېریو غړو د رایو صندقونه ډک کړي دي او دوی د خلکو حقیقي استازولي نه شي کولای. تر ټولو لویه ستونزه د ولسي جرګې قانوني وخت پوره کېدل دي چې اوس د ولسمشر ځانګړي فرمان له مخې په غیر قانوني توګه شتون لري.

۳- ژر تر ژره ټاکنې

دا هم د نوې ملي جبهې سیاسي اپوزېسیون طرحه ده؛ که هر څو ژر چې کېدای شي حکومت دې د ټاکنو لپاره لار هواره کړي او اماده ګي دې ورته ونیسي. زما په اند په دا اوس بحراني حالت کې د ټاکنو لپاره هېڅ داسې دلیل نشته چې راوړل شي، تر څو د رڼو ټاکنو تضمین وکړي، تقریباً په ۱۸ ولایتونو کې شدید جنګ روان دی، په لسهاوو ولسوالۍ د مسلحو مخالفینو په لاس کې دي.

د تېرو ټاکنو درغلیو له امله رامنځته شوی جنجال ورځ تر بلې ترینګلی کېږي، د ولسمشر دوه فرمانونه په نوموړې برخه کې د ولسي جرګې او حتا د ګډ کمېسیون له لوري هم رد کړای شول، ولسمشر په دې هڅه کې دی چې د درېیم ځل لپاره بل فرمان هم صادر کړي.

نو پورتنیو ستونزو ته په کتو سره د اوس لپاره دا غوښتنه ډېره عملي نه ښکاري.

۴ـ د ملي وحدت حکومت تمدید پر همدغه حالت سره

د ملي وحدت حکومت چې په نږدې راتلونکي کې د جان کيري نا مشروع طرحې مشروعیت یو ځل بیا تر پوښتنې لاندې راځي، ځیني په واک کې شریک افغان سیاستوال او امریکایي چارواکي غواړي چې دغه حکومت په همداسې ډول مخې ته ولاړ شي.

امریکایي چارواکي د دې طرحې د عملي کولو په موخه پر افغان سیاستوالو فشار راوړي او مجبوروي تر څو د دوی ترسیم شوې نقشه ومني چې ان د امتیاز خبره هم ښکته پورته کېږي، د حکومت سیاسي مخالفینو ته په واک کې د ګډون بلنه هم ورکول شوې، تر څو حکومت په همدې شکل مخې ته یوسي، حتا جان کيري چې څو میاشتې وړاندې کابل ته په یو رسمي سفر راغلی و، رسنیو ته وویل چې د حکومت موده د اساسي قانون له تعریف سره سم باید ختمه شي، صرف د ریاستي نظام بدلول پارلماني نظام ته به لویه جرګه را غوښتل کېږي او که را ونه غوښتل شي نو پر حکومت یې داسې کوم خاص اغېز نشته.

دا په داسې حال کې ده چې د حکومت سیاسي مخالفین د جان کيري دا خبره یوه سیاسي چالاکي او ستره تېروتنه بولي.

له بل پلوه حکومت ځیني کارونه په جبري او عمدي توګه د ځان لپاره د سیاسي مخالفینو تبر ته لاستی اچولی دی، لکه د (ټاپي پروژه، پېژندپاڼو، تورخم دروازې …) او داسې نورو پروژو سرته رسول او یا دې ماجرا ته په لمن وهلو سره هغه څه دي چې نه یې نور ولس منلی شي او نه یې هم سیاسي مشران.

په هر صورت امریکایان ولې مجبور دي چې حکومت دې پر همدغه حالت مخې ته ولاړ شي؟

په امریکا کې ټاکنې روانې دي او د حاکم ټېم مخالف لوری جمهوري غوښتونکو کاندید ټرمپ تر کلنټنې بریالی برېښي او دوی هم له داسې نقطو څخه په ډېره زیرکۍ سره ګټه پورته کوي، حاکمه ډله په افغانستان کې د کړکېچ له را پيدا کېدو سره وېره لري چې ګواکې جمهوري غوښتونکي یې بهرنۍ پالیسي ونه ننګوي او موږ تاسو د دوی د هڅو شاهدان یو.

دا په داسې حال کې ده چې ځیني حکومت ضد سیاسي مخالفین پر دې اند دي چې د ملي وحدت حکومت موده له دوو کلونو وروسته د لویې جرګې په راغوښتو سره یا تمدید او یا به ختمه اعلانېږي او پر یو بل میکانیزم به بحث پيلېږي.

دوی وایي، د ملي وحدت حکومت د جان کيري په منځکړیتوب او اجرایي ریاست په منلو سره د حکومت د دواړو مشرانو تر منځ د ۵۰/۵۰ وېش په منلو رامنځته شوی او اساسي ټکی یې د لويې جرګې را غوښتل دي، که جرګه نه راغوښتل کېږي نو د ډیموکراسۍ اصول لکه د پخوا په څېر تر پښو لاندې کېږي او حکومت د استبداد خوا ته ځي.

۵- ازبک مشر جنرال دوستم ته قناعت ورکول تر څو د ولسمشر له لومړي مرستیالۍ لاس پر سر شي او د ده ځای ناستې ډاکتر عبدالله عبدالله وټاکل شي.

دا خبره ډېره کره نه ده خو وخت ناوخت د ځینو سیاسیونو تر منځ دا طرحه هم ښکته پورته کېږي او مخالف لوری یې بیا په شدت سره ردوي چې ګواکې دا هم له اساسي قانون څخه په ښکاره توګه سرغړاوی دی.

ویل کېږي چې خپله جنرال دوستم هم دې طرحې سخت مایوسه او ناهیلۍ کړی دی.

په هر حالت کې پورتنۍ حل لارې د افغانستان تنکۍ ډیموکراسۍ ته پر مخ کلکه څپېړه ګڼلی شو، خو له دغو پورتنیو لارو څخه بغیر بله داسې کومه لاره هم نه ده پاتې چې پر هغې دې فکر وشي او افغانستان دې له ننني بحران څخه سلامت را وګرځوي، د تېر حکومت مشران او ان پخوانی ولسمشر هم پر دې عقیده دی چې باید لویه جرګه را وغوښتل شي او یو ځل بیا ولسونو ته مراجعه وشي؛ ځکه په افغانستان کې تل د سترو بحرانونو او کشمکشونو څخه د وتلو لپاره لویې جرګې، عنعنوې لویې جرګې را غوښتل شوې دي او همدغو سترو ملي پروسو ته مراجعه شوې ده.

د نوي اپوزېسیون مشران بیا ژر تر پر ژره ټاکنو باندې تاکید کوي چې زما په نظر اوس عیني واقعیتونو ته په کتو سره دا طرحه شوني نه ده، حکومت هم په شته نیمژوانده حالت کې د حکومت بقا غواړي.

نو که چېرې غواړو شته بحران ته د پای تکې کېږدو مجبور او مکلف یو چې د تېرو بېغوریو جبران وکړو او ځیني ارزښتونه بیا له لاسه ورکړو سولې ته د اولویت حق ورکړو او په همدې سره هوکړه وکړو چې د ګوتو په شمار سیاسي مشران (طالبان، حکومت او سیاسي اپوزېسیون) هر څه ژر چې کېدای شي جرګه شي.

او د حل لارو په موخه دې خپلې سیاسي سلیقوي او شخصي غوښتنې یوې خوا ته پرېږدي او د یوه داسې افغانستان په فکر دې سره راټول شي چې شته ستونزو ته د عیني واقعیتونو په لید سره موثره حل لار پېدا کړو، تر څو پټ او ښکاره دښمن ته غاښ ماتوونکی ځواب وي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د