نظــر

د ناټو ډاډ او د رژیم د عسکرو واقیعت

تیره ورځ په بروکسل کې د ناټو د اشغالګرو هیوادونو د دفاع وزیران د دې لپاره سره راټول شوي وو ترڅو د ۲۰۱۴ میلادی کال وروسته د افغانستان په اړه په خپلو پلانونو خبرې وکړي. د ګوډاګي رژیم ځواکونو ته د امنیتي مسئولیتونو  انتقال او امریکا سره د ستراتیژیک امنیتي تړون لاسلیک د دوی د خبرو اساسی موضوعات وو. د دغو خبرو په پای کې د ناټو سرمنشي  انډرس فوګ راسموسن د امنیتي مسئولیت په اخیستلو کې د اوسني رژیم د امنیتي ځواکونو په وړتیا او د ستراتیژیک تړون د لاسلیک په اړه خپل ډاډ څرګند کړ.

څو ورځې وړاندې هم راسموسن د الجزیرې ټلویزیون انګریزي څانګې سره د افغانستان په اړه ځانګړې مرکه کړې وه. ستراتیژیک امنیتي تړون، انتخابات، د ۲۰۱۴ کال تر پایه د اشغالګرو قواوو وتل، د دغه کال وروسته په افغانستان کې د ناټو د یو شمیر ځواکونو شتون او د امنیتی مسئولیت په اخیستلو کې د کرزي د عسکرو وړتیا ځینې هغه موضوعات وو چې په دغه مرکه کې راسموسن ورباندې خبرې وکړې.

ښکاره خبره ده چې راسموسن د ناټو د اشغالګرو ځواکونو د سرمنشي پتوګه دا دنده لري چې پر افغانستان خپل یرغل په نظامي او ملکي برخه کې کامیابه وښیی. راسموسن خپله ترټولو لویه لاسته راوړنه د اوسني رژیم د ۳۵۰۰۰۰ امنیتي ځواکونو جوړیدل وبلل او پدې یې تاکید وکړ چې افغان امنیتي ځواکونه د دې وړتیا لري چې د ۲۰۱۴ میلادی کال وروسته امنیتي مسئولیت په لاس کې واخلي. دادی نوموړي یوخل بیا د ناټو په دې غونډه کې د امنیتي مسئولیتونو په اخیستلو کې د اوسني رژیم د عسکرو په وړتیا تاکید کوي.

نوموړی دا څرګندونې پداسې حال کې کوي چې څه موده وړاندې په افغانستان کې د ناټو د اشغالګرو ځواکونو قومندان جنرال جوزف ډانفورډ ویلي وو چې د افغان امنیتي ځواکونو تلفات د تحمل وړ ندي. هغه ویلی وو چې د افغان ځواکونو او د ناټو د قوماندانو لپاره د اندیښنې وړ ده چې هره اونۍ تر سلو زیات پولیس او عسکر وژل کیږي. پوښتنه دا ده چې دغه ځواکونه چې د شاوخوا یونیم لک اشغالګرو عسکرو په شتون کې د ماتې سره مخ دي څنګه به وکولای شي چې د خارجي عسکرو پرته جګړه تحمل کړي؟ راسموسن کوم واقیعت ته په کتو د دغو ځواکونو په وړتیا ډاډمن دی؟ د ننګرهار د شیزادو د ولسوالۍ او د بدخشان د وردج او کران ومنجانو ولسوالیو په عملیاتو کې چې دغو ځواکونو کومه ماتې وخوړه د هغه  وروسته بیا څوک ځنګه دا دعوه کولای شي چې د کرزي اردو او پولیس د امنیت د ساتلو جوګه دي.

راسموسن همدارنګه د ۲۰۱۴ کال وروسته د دغو ځواکونو د تمویل ژمنه وکړه خو یوازی ډالر به څنګه وکولای شي چې دغه مرتزقه ځواکونه د جنګ په میدان کې لاسبري کړي؟ جنګ خو په تسلیح او تجهیز او مادیاتو نه ګټل کیږي بلکه د جنګ مورال، معنویات او ایمان د جنګ په ګټلو کې بنسټیز رول لري کوم چې د ګوډاګي رژیم په پوځونو کې نه لیدل کیږي.

د ګوډاګي رژیم د امنیتي ځواکونو په اړه ځینې واقیعتونه:

•    اکثریت ځوانان د کرزي د رژیم په امنیتي ځواکونو کې د کوم اسلامي یا ملي احساس له کبله نه بلکه د اقتصادي مجبوریتونو له وجې شامل شوي.
•    د ګوډاګي رژیم په امنیتي ځواکونو کې قوم پرستي او تعصب تر ټولو نورو ادارو لوړ دی چې لدې کبله هم د ملی ځواکونو اطلاق ورباندې ناسم دی.
•    په دغو امنیتي اورګانونو کې اداري فساد او غلا په لویه کچه شتون لري.
•    دغه ځواکونه لدې کبله چې د اشغالګرو ترڅنګ د خپلو مسلمانو ورڼو به مقابل کې جنګیږي، کومه ملی یا اسلامي روحیه نلري او برعکس د زلت او شرم احساس کوي.
•    په افغاني ټولنه کې ورته هم په سپکه سترګه کتل کیږي تردې چې په ډیرۍ سیمو کې خلک د دوی جنازې نه کوي.
•    دغه عسکرو سره د یرغلګرو ځواکونو له خوا د ګوډاګیانو په څیر د اهانت نه ډکه رویه کیږي.
•    د نظامي قوماندانو لخوا د دوی په مادي حقوقو او امتیازاتو تېری کیږي.
•    د دغو ځواکونو تلفات خورا لوړ دی.
•    د پوځ او پولیسو د لیکو څخه د تیښتې کچه ورځ تر بلې زیاتیږي.
•    ډیرۍ هغه ځوانان چې د ناپوهۍ یا هم د دروغجنې میډیا د تبلیغاتو له کبله غولیدلي وو اوس پدې پوهیدلي چې دوی د یرغلګرو کفارو تر څنګ د خپل مسلمان ملت په وړاندې جنګول کېږي او د یو داسې ګوډاګي نظام ساتنه کوي چې چارواکې یې ټول بې دینه سیکولران، کمونستان، رشوت خواره، غله او جنایتکاره ټوپکماران دی. په نتیجه کې د دوی اسلامی او افغاني احساسات را پاریږي او د خپلو ټوپکو شپیلۍ د یرغلګرو په خوا اړوي چې پدې توګه یې په تیرو څو کلونو کې لسګونه یرغلګر عسکر وژلي. همدارنګه یو زیات شمیر نور د خپلو وسلو او مهماتو سره یوځای د مجاهدینو لیکو ته ورغلي.

پورته واقیعتونو ته په کتنې ویلی شو چې د ناټو اعتماد په دغو ځواکونو ریښتونئ او واقیعي ندی او هدف ئې یواځې د افغانستان د جګړې اوږدول دي. دا چې نن ناټو د خپل ټولو عسکرو په موجودیت کې او د پرمخ تللو جنګي وسائلو په کارولو سره د افغانستان د ولس د مجاهدو بچیانو په وړاندې د ماتې سره مخ ده څنګه امکان لري د دوي د تیښتې وروسته ګوډاګي ځواکونه د مجاهدینو د ګوزارونو پر وړاندې مقاومت وکړي.

ستراتیژیک امنیتي تړون

راسموسن د امریکا او د کرزي د رژیم ترمنځ د ستراتیژیک تړون لاسلیک او د ۲۰۱۴ وروسته د یو شمیر اشغالګرو ځواکونو پاتې کیدو باندې هم ډاډ څرګند کړ. هغه وویل: “زه ډاډه یم چې مونږ به د ۲۰۱۴ کال وروسته هم دلته پاتې یو او افغان ځواکونو ته به روزنه، مشوره او مرسته ورکوو. نوموړي زیاته کړه: ډاډه یم چې کزرئ او امریکان به د ستراتیژیک تړون په اړه پریکړې ته ورسیږي او هغه به لاسلیک کړي.”

دا خو ښکاره خبره ده چې کرزئ د همدې لپاره د دولس کلو راهیسې په افغان ولس تپل شوی تر څو د یرغلګرو پلانونه عملي کړي او د دغه تړون لاسلیک هم د نوموړي د ماموریت یوه اساسی برخه ده. کرزئ په دې اړه بې واکه دئ خو یوازې د دې لپاره چې د افغان ولس په سترګو کې خاورې وشیندي، د اشغالګرو د هدایت مطابق د ګوډاګیانو لویه جرګه جوړوي او یا دې ته ورته نور مداریتوبونه کوي کنه خو د راسموسن د خبرو څخه په ډاګه ښکاري چې د یو پخواني طرح شوي پلان سره سم  د یرغلګرو لخوا د دغه تړون د ترسره کیدو او د خارجی عسکرو د پاتې کیدو تصمیم نیول شوي.

په هر صورت د ناټو دا غونډې او څرګندونې ښیي چې اشغالګر د افغانستان د جګړې د پای او د افغان ولس د آرامۍ او سوکالۍ نیت نلري او لاغواړي چې د دغه بدمرغه تړون په پلمه د ۲۰۱۴ کال وروسته هم د افغانستان د اشغال د دوام هڅه ورکړي. اشغالګر په پام کې لري چې جګړه پلان او تمویل کړي او د مرتزقه ځواکونو په واسطه یې پرمخ بوزي او پدې سره په هیواد کې د بدبختیو او وژنو لړۍ او افغان ولس کړاونو ته دوام ورکړي.

مجاهدینو په وار وار پدې اړه خپل دریځ روښانه کړی او اعلان یې کړی چې ترڅو یو خارجي عسکر هم په افغانستان کې پاتې وی خپل مسلح جهاد ته به ادامه ورکوي. افغان مسلمان ولس ته  هر هغه تړون چې د اشغالګرو او د هغوی د تپل شویو ګوډاګیانو ترمنځ لاسلیک کیږې د منلو وړ ندی. افغانان پدې باور دی چې د هیواد یووالی، سوکالي او پرمختګ د خاورې په بشپړې ازادئ او د اسلامي نظام په حاکمیت کې نغښتی دی. لکه څنګه چې په تیرو دولسو کلونو کې د یرغلګرو بیلابیلو پلانونو او ستراتیژیو کومه ګټه ونکړه دغه ډول به د دوی راتکونکي پلانونه هم د الله (ج) د نصرت او د افغان ولس د عزم، ایمان او ثبات په وړاندې ناکامه وي او د پښیمانۍ پرته به ورته کومه بله پایله ونلري.

د افغانستان د خپلواکۍ په دعا!

لیکوال: عمر محتسب – ۲۴ اکتوبر ۲۰۱۳

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x