ادبي لیکني

زویه! ستاسې ساتل پر مونږ فرض دي «لنډه کیسه»

سعید احمدي

ولس له چا سره دی؟

په کلي کې اوازه خپره شوه، چې چاپه ده.

د شپې یوولس نیمې بجې وې، چې امریکایان او داخلي عسکر پر کلي راننوتل، دوی سره ټانګونه او نور موټر هم بدرګه ول.
په لوډسپېکر کې یې چیغې وهلې له کورونو بهر راووزئ! هیڅوک هم د تښتېدلو هڅه ونکړئ…

پر کلي واویلا ګډه شوه، د ماشومانو کړیکو او ژړاوو کلی پر سر واخیست، هر ماشوم د خپلې مور په سینې پورې کلک نښتی و او د خپل برخلیک په انتظار ول.

د کلي په منځ کې د خیرالله کور و، خیرالله له طالبانو سره و، خپل کور ته په میاشت کې یو وار یا دوه میاشتې وروسته راتلو، یا به هم کله کله ناڅاپه پټ کور ته راغی، د کور احوال به یې واخیست، کله کله به یې شپه هم شوه…

خیرالله خپل قسمت نن د چاپې په شپه هم کور ته راوستی و، سم ارام شوی لا نه و، چې د چاپې زړه لړزوونکي خبر راویښ کړ او په یو ټوپ د کلا تر دروازې ورسید.

د خیرالله مور ور چیغې کړې، چې زویه ځان باسه کنه دا ظالمان به دې اوس راته وځوروي او رانه بندي به دې کړي!

خیرالله د کلي بر سر ته په منډو شو، له کلي روغ ووت، دوه میله وړاندې یې د یو بل کور دروازه وټکوله، د کور څښتن چې خیرالله ولید، پوه شو چې څه پېښې پسې را اخیستی دی.

د کور څښتن زر تر زره تر لاس ونیوه او کور ته یې دننه کړ، چې زر رازه څوک خبر نشي.

د کور څښتن بهر ته ووت او شاوخوا یې نظر واچولو، چې څوک یې تر سترګو نه شو نو د ارام ساه یې واخیسته؛ خیرالله یې د کور په یوه خوندي ځای کې پټ کړ، د کور څښتن د خیرالله نوراني څیرې ته ځیر ځیر کتل…

خیرالله ښایسته ځواني درلوده، تور پټکي یې ښایست لا دوه چنده کړی و، تورې غټې سترګې او ښایسته څېرې یې انسان ته خوښي وربښله.

د کور څښتن خیرالله ته ویل، چې همدا مونږ ستاسې خدمت ونه کړو، نو د چا خدمت به وکړو، ارام اوسیږه تا به زه داسې پټ وساتم چې هیڅ یو دښمن به دې رانه ونه ویني او…

د کور څښتن لا خبره نه وه ختمه کړې، چې د کلا دروازه په درز سره وټکېده، او نارې یې کړې چې طالب راوباسه…!

د کور څښتن په منډه ور ووت.

بهر د ملي اردو عسکر او امریکایان ولاړ ول.

د کور څښتن وار له مخه ورته داسې ځواب ووایه او عسکر یې قانع کړل، چې دلته څوک نه دي راغلي، چا غلط راپور درکړی دی.

د کور څښتن د خپل وطني او ایماني غیرت په درلودلو سره یو پوه او کلیوالي تجربه کار سړی و.

ترجمان امریکایانو ته مخ ور واړاوه او د راپور په غلط ورکولو یې سر وخوځاوه…

د چاپې وحشي عسکر چې بېرته ستانه شول، د کور څښتن په منډه منډه او خوشاله بڼه د خیرالله پر خوا روان شو، خیرالله یې په ټنډه مچې کړ، او ورته وې وویل:

زویه! ستاسې ساتل پر مونږ فرض دي، دا فرض مې اداء کړ او اداء کوم به یې.

زویه! ډاډه اوسه زمونږ ټول ولس له تاسې سره دی، دا خارجیان او داخلي مزدوران به یې الله تعالی زمونږ له ګران هیواده شرمنده وباسي.

ان شاءالله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x