ادبي لیکني

شعر او څرګنده وينا – لیکوال: صدیق الله بدر

شعر مخيل کلام دی او د عادي وينا په پرتله په هغه کې ډېر اثر، نظم، تناسب او د ژبنيو جوړښتونو توپير ته ډېره توجه او پاملرنه كېږي. شاعر په نورو باندې(لوستونکي او اوريدونکي) د يوه ځانګړي اغېز پرېباسلو لپاره پخپله وينا کې يو ځانګړی هدف د ښکلو لفظونو په اوډلو سره رانغاړي او هغوی فکر کولو ته اړباسي. له دې خبرې دا مفهوم اخستل کېږي، چې شعر د فکر او خيال يو ګډ ترکيب دی.

داسې يو ترکيب چې توازن په کې موجود وي او تر ډېره زموږ د خپل ژوند او عصر انځور په کې موجود وي. زموږ يو زيات شمېر شاعران چې د شعر او ژوند مسالې ته ډېر ارزښت ورکوي، هڅه کوي چې پخپلو شعرونو کې د ژوند يو حالت او يوه شېبه په انخوريزه بڼه انځور کړي. ادبپوهان په دې نظر دي چې داسې يوه وينا ډېر ژر د چا زړه ته لاره کوي.

انسان چې فطرتا د ازاد طبيعت څښتن او د مينې محبت تږی دی، ډېر ځله يې ناسم حالات دومره متاثره کړي چې  په شعر کې د کنايي او څنګزن بيان په ځای صريح بيان غوره ګڼي او خوند ترې اخلي. ډېر ځله داسې هم کېږي چې د يو عادي وګړي په نسبت يو متفکر او د لوړ ذوق څښتن هم داسې يوې پايلې ته رسېږي. د دې موضوع د ثبوت لپاره غواړم دلته يوه خبره درسره شريکه کړم.

د روان کال د نوروز په ورځ مې دا درې لنډ ازاد شعرونه وليکل:

اوښکه

منم د اوښکې په څېر

به مې له سترګو توی کړې

خو زړه مې وايي راته

چې اشنا هیڅکله به

د هغې اوښکې

مخه و نه شې نيوای

چې سم له تلو سره مې

ستا له لېمو نه څاڅي

***

ورېځ

غواړمه ورېځ واوسم

ځکه چې هرکله يې زړه په تنګ شي

ژاړي په زوره د هر چا مخې ته

***

مينه

مينه ګل ده

مينه ګل ده

ګل ته لاس چېرې ور نه وړئ

ګل که شولو پاڼې پاڼې

بېرته ګل ترې نه جوړېږي

د نوروز په سبا مې دغه شعرونه خپلو قدرمنو استادانو نجيب منلي او اسدالله غضنفر ته ايمېل کړل. منلي صاحب په هماغه ورځ د دې شعرونو په اړه خپلې مشورې راسره شريکې کړې. غضنفر صاحب دوه ورځې وروسته راته وليکل:

سلام، مننه چې خوندور شعرونه دې راباندې ولوستل. دا هغه شعرونه دي چې د قافيې په خاطر نه دي ويل شوي بلکې د ژوند تجربه او مفکوره په کې شته. دوهم شعر دې کاشکې داسې وای:

ورېځ

غواړم ورېځ واوسم

ژاړي خو کرکه نه،  الفت وروي

قهر نه، وينه نه، رحمت وروي

ما ډېر ژر ورته وليکل:

مننه؛ زه ستا له زړه نه راځم. دا جمله مې پرته له دې چې پرې فکر کړی وي، ليکلې وه. خو وروسته په وطن کې روان ناورين او د خپلو افغانانو بده ورځ مې په سترګو کې اوښکې شوې.

د غضنفر صاحب د خبرې معنی دا نه وه، چې زه خپل کلام واړوم. هغه د ((کاشکې)) کلمه کارولې. کاشکې يوه هيله ده يوه ارزو ده، داسې يوه هيله او ارزو، چې له ډېرې نهيلۍ او مايوسۍ سرچينه اخلي. استاد غضنفر له روانو حالاتو ستړی شوی، نور دا زغم نه لري، چې خپل افغانان په وينو ليت پيت، کورونه يې ړنګ او ژوند يې خوار وزار وويني. هرڅوک چې انساني مينه يې په زړه کې موجوده وي، همداسې انساني فکر کوي او له هرچا سره د خواخوږۍ څرګندونه.

د ورېځ د شعر د کلماتو په اړولو سره غضنفر صاحب د روانو ناخوالو په اړه خپله کرکه څرګندوي او دا راته وايي، چې نور نو دومره له دې وضعيت او ناورين نه ستړی شوی دی، چې شاعران بايد د شاعرانه بيان پرځای خپل خبره په صريح ډول بيان کړي او د دې لپاره، چې مينه او محبت پر زړونو واکمني وکړي او نفرت او کينه ترې په کډه شي پروا نه کوي، چې که موږ خپل شعر په ښکلو الفاظو ونه پسولو.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx