nato meeting1

د افغانستان لپاره د ناټو د کلنۍ غونډې نامطلوبې پایلې!

نن ټکی آسیا – سرمقاله: په بروکسل کې د ناټو تړون د ۵۷ هیوادونو د دفاع وزیرانو په کلنۍ غونډې کې بیا هم اساسي خبره د افغانستان موضوع وه .

په یاده غونډه کې د ناټو تړون عمومي سرمنشي انډرس فوغ راسمون دا خبره د ناټو په لاسته راوړنو کې وشمیرله چې د دوئ په لاس روزل شویو افغان ځواکونو وکړای شول په بریالیتوب سره د طالبانو له جګړییز موسم څخه را ووزي .

سړی نه پوهیږي چې ښاغلی راسموسن د دغو ځواکونو کوم بریالیتوب ښیئ چې دی یې په یادولو ویاړي او هغه د ناټو په لاسته راوړنوکې حسابوي؟

ایا ښاغلي راسموسن دا د افغان ځواکونو بریالیتوب بولي چې هغوئ په اوسط ډول د ورځې ۱۵ تنه ځاني تلفات لري؟

ایا دا هم د افغان ځواکونو په بریا کي حسابیږي چې په یوه ورځ یې په ننګرهار کې ۶۵ تنه له وسلو سره اسیران کیږي؟

ایا داهم د بریالیتوب مانا لري چې په غزني، نورستان او بدخشان کې مکملې ولسوالۍ د هغوئ له کنټروله وزي؟

د امریکایانو لخوا د افغانستان د اشغال تیره ۱۲ کلنه دوره ټوله په دې خوشباوریو کې تیره شوه چې هم دکابل چارواکي او هم د هغوئ بهرني حامیان تل په خپلو غونډو او کانفرانوسو کې په افغانستان کې هر څه ګلګزار تعریفوي، نه په خپلو څرګندونو کې د دې هیواد امنیتي ستونزې یادوې، او نه هم په افغانستان کې د موجود اداري او مالي فساد په ناخوالو خوله چوله کوي .

سږنی کال په افغانستان کې هم د طالبانو او هم د بهرنیو ځواکونو لپاره له سیاسي او پوځي اړخه برخلیک ټاکونکی کال وه .

خو له دغه اهمیت سره سره بیا هم د ناټو او په مجموع کې د بهرنيو ځواکونو رول هم له پوځي او هم له سیاسي پلوه ډیر کمزوری او له هره جانبه د پوښتنې وړ دی.

په پوځي برخه کې د ناټو ځواکونو اقلا دومره ونکړای شول چې د ارګ په خوله کې د سي، آی، اي تر ټولو مهم مرکز د طالبانو له برید څخه وژغوري، خو طالبانو بیا د دوئ برعکس د خپلو تکتیکي بریدونو په ترڅ کې وکړای شول چې په کابل ، غزني او هلمند کې د ناټو پر ځواکونو هیښوونکي بریدونه ترسره کړي چې له امله یې دغو ځواکونو ته درانه ځاني او مالي تاوانونه ور واړوي .

په سږ کال کې د ناټو لپاره تر ټولو له شرمه ډکه خبره دا وه چې خپله د دوئ تحت الحمایه کرزي هم په افغانستان کې د هغوئ له کړنو ناراضه او تل یې په خپلو څرګندونو کې ورباندې نیوکې کړې.

په افغانستان کې د ناټو د رول په اړه د حامد کرزي نیوکې د ناټو تړون په کلنۍ غونډې کې هم یادې شوي او د انګلستان او المان د دفاع وزیرانو ورباندې خپل تأثر ښکاره کړ.

د المان د دفاع وزیر توماس دی ‌میزیری وویل چې حامد کرزی به نور کله تل د ناټو د فعالیتونو ستاینه کوله، خو سږنیو نیوکو یې مونږ ټول په تعجب کې اچولي یو چې ده ولي په افغانستان کې زمونږ دځواکونو په رول انتقاد کړی؟

خلاصه دا چې د ناټو تړون دغه کلنۍ غونډه په داسې حال کې پای ته ورسیده چې د هغې د دوه روځني بهیر په مهال کې نه د ناټو سرمنشي او نه هم د کرزي د دفاع وزیر په دې وتوانیدل چې د خپل پرمختګ او یا لاسته راوړنو یوه بیلګه هم د غونډې برخوالو ته وړاندې کړي، یواځنی هغه څه چې د غونډې برخوالو ته یې د خوښۍ زیری ورکاوه هغه په یاده غونډه کې له افغانستان څخه د دوئ د ځواکونو د بیرته ایستلو موضوع وه چې د ټولو له خوا به د لاسونو په پړکولو سره بدرګه کیدله.

د نن ټکی آسیا سرمقاله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د