ګډ حکومت د سقوط په درشل کې

نن ټکی اسياـ سرليکنه

په داسې حال کې چې د هیواد له لراوبر څخه د سیمو او ولسوالیو د سقوط خبرونه اوریدل کیږي د ملي یووالي حکومت سیاسي وضعیت دې حدته ته رسیدلی چې په مجموع کې د ټول حکومت د سقوط او شړیدو ښکارندويي کوي.

د ملي یووالي حکومت د جوړیدو د دوهمې کلیزې له پوره کیدو سره په داسې حال کې چې باید د حکومت دواړه رهبران ولس او خلګوته د خپلو راتلونکو پروګرامونو او فعالیتونو معلومات ورکړي هغوی هر یو مقابل لوري په نا اهلي، بي حوصلګي او کارشکني تورنوي.

د پنجشنبې په ورځ د ولسمشرغني او ډاکټر عبدالله ترمنځ چې کوم الفاظ او تورونه په رسنیو کې تبادله شول فکر نه کیږي چې نور دي دغه دواړه ښاغلي د یوه حکومت په چوکاټ کې ګډ کار کولو ته دوام ورکړي.

ښکاره خبره ده چې د هغوی د اختلافاتو لامل هم ټول د هغوي فردي ، قومي او تنظیمي مصالح دي چې په نه رعایت سره يي د دوی ترمنځ د ناندریو او اختلاف فضا پراخه او یو پربل یې بي اعتمادي زیاته کړې.

د هلمند وروستی وضعیت چې په جدي ډول یې د حکومت د دوام او سیاسي حاکمیت لپاره یوسترچلنج رامنځته کړی دی د دې په ځای چې د هغه په ښه کولو او کنټرول کې اقدام وشي د حکومت مشران په داسې کارونو لګیادي چې هیواد نورهم د بحران لوري ته بیايي.

هغوی د دې لپاره چې د خپلو ستونزو د هواري لپاره د خپل ولس رایو ته مراجعه وکړي بیاهم له بده مرغه د امریکا سفارت دروازې ټکوي او له هغوی څخه د خپلو ستونزو حل غواړي.

د حکومت د مشرانو ټول ترکیز پردې خبره دې چې څرنګه هر یو خپل نیږدې کسان پر لوړو حکومتي دندو وګماري ، صرف نظر له دې چې یاد کسان ادارې لیاقت او یا د هیواد لوړو ګټوته د وفاداري وړتیا لري که يي نه لري.

همدا اوس اوس د حکومت دواړو لوریو لخوا یوشمیر داسې معلوم الحاله فاسد عناصر د هیواد په داخل او له هیواده بهر پرلوړو اداري او دیپلوماتیکو عهدو ګمارل شوي چې هغوی په اداري او اخلاقي فساد کې ډیره توره سابقه لري او باید پر دولتي مناصبو باندې د ګمارل کیدو په ځای هغوی د هیواد قضايي اوعدلي مقاماتو ته د محاکمې لپاره وروپیژندل شووي وای .

که د ملي یووالي حکومت نورهم پر دې غیر مستقر وضعیت دوام کوي هغه وخت لیري نه دی چې ولس به د هیواد دلیرو پرتو ولسوالیو د سقوط پرځای ډیر ژر په کابل کې د ټول حکومت د سقوط خبره واوري اوهغه مهال به بیابه هیواد نورهم له مزید اداري او امنیتي بحران سره مخ وي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د