شعـــــرونه

د مرميو باران

دمــــــــرمــــــيــو بــــارانـــــونه دي اوريــــــږي
څــــه زخمـــونه څــــه مــرګونه دي اوريــــــږي

بې ګـــناه دګـــنهــګار په نامـــه تــــوردى
له هــــر لــــوري پرې اورنه دي اوريــــــږي

دپاك خــداى دپاك نامه قـدرچي ډېر كړي
پر هغـــويو بمــــبـارونه دي اوريــــــږي

ترې درد او غــــم ســـيـلاب دى بهېدلى
زولنې دي اولچكـــونه دي اوريــــــږي

دشـــېطــــــان او دايـمـــــان مقــــــابلــه ده
پر مــــؤمــن امــتــحـــانونه دي اوريــــــږي

وطـــن ډك شــــــو په شهــــيـــدو مــــــزارونو
بې حـــســـابه انـــوارونه دي اوريــــــږي

كه يورنګ يې دى زحمت بل يې رحمت دى
پر مظلـــــوم باندي ظلمـــونه اوريــــــږي

ورځ په ورځ دمېړنوشمېركي زياتوب دى
قربانـــۍ دى غـــيرتــونه دي اوريــــــږي

هرغــــازي زلــمى چــي ويـــنـــم دلاور دى
نصــــــرتونه الهـــــامــونه دي اوريــــــږي

۱۳۹۲. سرطان .۱۷دڅرخ ولسولي په نقشبنديه خانقاه كي وليكل شو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x