
کابل بازانو د مس عینک اتلانو ته سخته ماتې ورکړه
نن ټکی اسیا (شنبه، زمری ۲۳مه ۱۳۹۵ل): د کابل بازانو او مس عینک اتلانو تر منځ لوبه د کابل بازانو په بریا پای ته ورسیده. مس عینک لوبډلې دغې لوبې کې د ۶۶ منډو په ستر توپیر سخته ماتې وخوړه.
د کابل بازانو لوبډلې د لوبې پچې ګټلو سره د توپ وهنې پریکړه وکړه. که څه هم د دغې لوبډلې د لوبې پیلوونکي لوبغاړي ونه ځلیدل خو بیا هم دغه لوبډله د اصغر ستانکزی پیاوړې توپ وهنې په مرسته د یو ستر هدف په ټاکلو بریالۍ شوه.
د کابل بازانو لوبډلې په ټاکلو شوو شلو اورونو کې خپل شپږ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۶۴ منډې جوړې کړې. د کابل بازانو لوبډلې لپاره یوازې اصغر ستانکزی پیاوړې توپ وهنه وکړه. اصغر ستانکزی په ۴۹ توپونو د اوو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۷۰ منډې جوړې کړې.
د مس عینک لوبډلې لپاره دولت ځدران، ضیاء الرحمن، مجیب او رحمت شاه یوه یوه ویکټه واخیسته. ضیاء الرحمن خپل ۴ اورونو کې ۱۵ منډو ورکولو سره تر ټولو لږې منډې ورکوونکی توپ اچوونکی و.
د مس عینک لوبډلې د لوبې پیلوونکی لوبغاړی نور علي ځدران د ټپي کیدو له امله له ډګر څخه ووت چې له هغې وروسته نور لوبغاړي هم ونه توانیدل غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړي.
د مس عینک لوبډلې په ځوابي توپ وهنې کې په ۱۷ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د نور علي ځدران او نوروز منګل غوره توپ وهنې په مرسته ۹۸ منډې جوړې کړې.
نوروز منګل په ۲۳ توپونو د دوو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۳۱ او نور علي ځدران په ۱۵ توپونو د دوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۲۳ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي ول.
د کابل بازانو لپاره امیر حمزه او راشد خان درې درې ویکټې او محمد سمیع او عبدالله مزاري یوه یوه ویکټه واخیسته.