ټولنیزه برخه

دا ناوې او هغه ناوې

د ژوندون او روزګار ننداره هم عجیبه له عبرته ډکه ده .
د ښار په یوه خوا کی ګلونه لیدل کیږی ، وړاندی کیږی او لوبیږی .
خو په بله خوا کی یې بیا اغځي لیدل کیږی ، خښمیږی او لوبیږی .
یوې خوا ته د واده خوشالۍ ، مراسم او جشن وی . بلی خوا ته هم د جنازې میَت ، حسرت او مصیبت وی .
هلته هم ګلونه او دلته هم ګلونه وی . هغه ګلونه تازه کیږی ، خو دا ګلونه مړاوي کیږی .

هغه ګلونه د پرتم او دغه هم د غم وی . هغه ژوند ته ښه راغلی او دغه مرګ ته هرکلی وایی .
هغه ګلونه دنیا جوړوی او دا ګلونه عقبا پیلوی . هغه ګلونه د لذت او دا هم د حسرت وی .
ځینی خلک لګیا وی په خوښیو ، تلوار او شوق سره خپله ناوې په ډولۍ او جوپان کی سپَروی او د ولولو او ترانو په سندریزه ږغ یې تر کوره رسوی .
خو نور بیا لګیا وی خپله ناوې په یو مات او سُست کټ کی تر ګوره ځغلوی .
آیا پوهیږې چی هغه هوسونه او دغه فریادونه سره ګډیږی ؟ هو ، باالکل ، دا ځکه چی واده او جنازه د یو ښار له کوڅو او واټونو څخه تیریږی او مخامخ کیږی .
تصادف . هو ، تصادف خو همیشه ناممکن ممکن کوی .
د بازار په منځ کی دا ډله د هغی بلی ډلی سره نږدې کیږی . دا ډولۍ د هغه کټ سره همږغی کیږی .
دا ناوې او هغه ناوی سره مخامخ کیږی . فرق یې څه دی ؟
دغه ناوې کورته ځی خو هغه ناوې ګور ته ځی .
دغه ډله د خوښۍ او مستۍ په حال کی درومی ، خو هغه بیا د خوارۍ او بدمرغۍ په حال کی  درومی .
دغه ډله اشعار وایی ، خو هغه بیا اذکار وایی .
دغه ډولۍ د عطرو او عنبرو وږمې خپروی ، خو هغه بیا د مشکو او کافورو بوی لوروی .
دغه ناوې ختیڅ ته ځی او هغه بیا لویدیځ ته ځی .
دغه ناوې ژوندون پیلوی خو هغه بیا ژوندون بدلوی .
دغه ناوې د خوښیو او مستیو په څپو کی او هغه ناوې د خاموشیو او اسوېلیو په څپو کی ځی .
دلته د خندا څپه او هلته د ژړا څپه ده . یوه خوا ودانی او بله خوا ورانی دی .
د یوې ناوی کوچنۍ خویندی خوشالیږی او نڅیږی ، د بلی ناوی خویندی ژړیږی او غمیږی .
د یوې سالو زرین او د بلی کفن سپین دی .
هغه ناوې د واده لپاره په حمام کی کیسه سوې ده ، خو دا ناوې پر کلکه تخته پریولل سوې ده .
د هغی ناوی د خوب اطاق ښه فرش او زرین دی ، خو د دې ناوی لحد سپیره او ډبرین دی .
پر هغې باندی روڼا او پر دې باندی تیاره ده .
هغه ناوې په مراد خو دغه بیا نامراده ده .
هغه نورو ته خپلیږی خو دا بیا رخصتیږی .
هغه د هر چا د دوستۍ خو دا بیا ښکار د بم ورۍ ده…..
هو ، الله  دې د دواړو ناویانو مراد حاصل کړی ، چی دغه یې پیلوی او هغه یې ختموی .
نو الله دې د هغې خپلوان ښاد او د دې قاتلان برباد کړی .

مأخذ : د لیکوال اثر ( اخلاقی کنایې ، لومړی جلد ـ۲۰۱۲ ) ؛ ۱۸۷ ـ ۱۸۸ مخونه .

لیکوال : نثار احمد صمد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x