ادبي لیکني

ښځه د نړۍ په متلونو کې

ژباړه، راټولونه او ترتیب : روح الله وسیم وردګ

لومړۍ برخه

۱ـ بد رنګي دښځې ساتندویه ده (عربی متل)

۲ـ بدلمنې ښځه بی مالګی خواړه دی (عربی متل)

۳ـ بی خاونده ښځه بی انګړه باغ دی ( روسی متل)

۴ـ په چادرۍ کی پټې ټولی ښځی ښایسته دی ( عربی متل)

۵ـ په کور کی چی ښځه نه وی لکه په څاه کی چی ډولچه (سلواغه)نه وی (روسی متل)

۶ـ ټولې جګړې دری سرچینې لري پیسه ،ښځه او ځمکه (هندی متل)

۷ـ داصیلی ښځی کول سخت خوساتل یی اسان دی مګر د کم اصلی ښځی کول اسان خو ساتل یی ګران دی (عربی متل)

۸ـ دښځو وېښتان اوږده دی خو عقل یی لنډ دی (روسی متل )

۹ـ دښځې خوله رخصتی نه لری (روسی متل)

۱۰ـ دښځې د پیدا کولو لپاره د یوه جوړه پایزار زړول ارزي (چینایی متل)

۱۱ـ دوه ډوله ښځې شته دي، چې د يوې سره شتمن کيږي او له بلې سره دې غريبي لمن نيسي. (اېټاليايي متل)

۱۲ـ ښځه او هنداره ژر ماتیږی (ايټالوی متل)

۱۳ـ ښځه چی د کوڅې او کړکۍ څنګ ته ودریده د کور ښځه نه ده (هندی متل)

۱۴ـ ښځه لونګۍ ده که ښه وی او که بده خو په سر به دی وی (عربی متل)

۱۵ـ کینه کښه ښځه کور ته اور اچوی (هندی متل)

۱۶ـ وروستی غړی چې دښځې په وجود کی مری هغه ژبه ده (هندی متل)

نور بیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x