ټولنیزه برخه

د شهید الحرم عبد الله بن الزبیر مور او دحجاج سره مکالمه

قاري احسان

په مکه مکرمه کي عبد الله رضي الله عنه اوه میاشتي محاصره و، کله چي دډیر خونړي جنګ نه وروسته شهید سو، هغوی يي جسد را ځوړند کړ،خو دده دبدن دمشکو خوشبو تله، بیا يي دشهادت نه وروسته سر هم ترینه پريکړ، دحجاج مخته يي کښېښود، هلته طارق بن عمرو هم حاضر و، طارق وویل: له عبد الله نه زیات ذاکر به دښځو غیږ ته نه وي راغلی!

په دې سره حجاج ډیر خپه سو، او ورته ویل يي: ته دهغه چا صفت راته کوي چي د امیر المؤمنین سره يي مخالفت کاو!
دعبد الله د شهادت نه وروسته حجاج دده مور اسماء ته ورغلی، او ورته ویل يي: څنګه! ودېلېد چي الله پاک حق ظاهر او د حق مدد يي وکړ؟

اسماء ورته وویل: کله کله باطل هم پر حق زوره ور کیږي.

ده ورته ویل: زوی دې دلته په بیت الله کي ملحد سو، او الله فرمايي: وَمَن يُرِدْ فِيهِ بِإِلْحَادٍ بِظُلْمٍ نُّذِقْهُ مِنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ” [الحج:25] نو ځکه الله دا سخت عذاب ور وڅاکو.

دې ورته ویل: دروغ وايي: عبد الله دمسلمانانو اول ماشوم و چي په مدینه کي پیدا سو، رسول الله صلی الله علیه وسلم ور باندي ډیر خوشحاله سو، په خپل لاس يي دده په خوله کي توک ور وکاو، مسلمانانو د الله اکبر ناري وهلي، تر دې چي ټوله مدینه له خوشحالتیا نه ښورې ده، ته او ستا ملګري بیا دده پر مرګ خوشحالي کوئ.

دده دزوکړي په ورځ چي چا خوشحالي کوله، هغه تر تا او ستا تر ملګرو ډیر غوره او خیر و.

او له دې سره سره عبد الله د مور او پلار سره ډیر نیکوکاره و، روژه دار و، شپه به يي ټوله د قرآن په تلاوت تیره وله، او دالله د حرم ډیر عزت کونکی و، د الله پر نافرماني به ډیر په قهر کيدی.

اسماء د خپل شهید زوی څخه ډیره ښه دفاع وکړه، او حجاج يي چوپ کړ.

دا خبره عبد الملک ته ورسېدله، هغه حجاج ته خط ولیکی، او پر دې خبره يي ملامت کړ چي داسماء سره دلیل وايي، ورته يي
لیکلي و، چي مالك ولابنة الرجل الصالح.

ستا يي دنیک سړي د لور سره څه کار!!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x