د پښتون خوځښت غندنلیک

پښتون خوځښت

لکه څرنګه چېد څو لسیزو را پدېخوا امریکايي نیواکګر په افغان وژنه کې په مستقیم او غیر مستقیم ډول برخه لري خو د 2001 میلادي کال څخه تر ننه چې څه باندې یوه نیمه لسیزه کېږي دغه امریکایي یرغلګر زمونږ په ګران هیواد باندې د یو داسې پوځ په مټ مستقیم تیری کړی چې په هر اړخیزه مډرنه او پرمختللې ټکنالوجي سنبال او روزل شوی .
پ
ه ګران هیواد افغانستان باندې د امریکایي مستقیم یرغل د پیل (2001)مڅخه تر ننه پورې دغو نیواکګرو ځواکونو د افغان مظلوم ولس سره په جګړه کې هیڅ ډول انساني او نړیوال اصول نه مراعات کړي او نه يې هم په دې اړه د نړۍ د بې پرې او بشر دوسته سازمانو راپورنو او غوښتنو ته پاملرنه کړې بلکه ځوانان، ماشومان، سړي، ښځې، سپین روبي، بې دفاع او ملکي افغانان او حتی د هغوی مواشي او حیوانات يې په ډیره بې رحمۍ سره له منځه وړي، کلي او ښارګوټي یې په بشپړ ډول خاورو سره خاورې کړي،دغه ډول وحشیانه وژنې چې په تیر یوه نیمه لسیزه کې یوه دقیقه او حتی یوه ثانیه هم نه دي ودریدلي وروستۍ پیښهیې د روان کال د اګسټ په 12 نیټه تر سره شوه چې د پکتیکا ولایت اړوند د خوشامند والسوالي په مربوطاتو کې امریکایي وحشیانو یو ځل بیا د ملکي او ولسي خلکو په کورونو ړانده بمبارونه کړي چې له امله یې د یوې کورنۍ دیارلس غړي په شهادت رسول شوي دي چې په شهیدانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

پښتون خوځښت چې د جګړې ضد حرکت دی، د امریکايي نیواک ګرو ځواکونو دغه ډول وحشیانه کړنې چې د ټولو نړیووالو موازینو پر خلاف تر سره کیږي په کلکو ټکو غندي، په بشر پاله او سوله غوښتونکو نړیوالو سازمانونو غږ کوي چې ددغه ډول وحشیانه او خپلسرو وژنو په وړاندې چوب او بې پرې پاتې نشي او نیواکګر دې ته اړ کړي چې د افغان بې دفاع ولس حقه حقونو ته درناوي وکړي او د افغانانو څخه د ددوی د ژوند حق وانخلي. همدا ډول د پکتیکا په خوشامند کې د رامنځته شوې پیښې شهیدوانو ته د پاک الله څخه د جنت فردوس غوښتونکي دي او دشهیدانو د کورنیو سره په غم کې ځان شریک ګڼي.

په درنښت

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
خپلواک
میلمه
خپلواک

له هر اړخ او هرچا چه وی ، زمونږ د مظلوم اولس د مظلومیت لنګه کوی مونږ یی ستاینه او مننه کوو . مګر د دغه پرله پسی ، پراخو او تر اخری کچو هغه خوا وحشتو مخه نیول په خالی لنګو ، پوچو شعارونو او هوایی ملاتړ نه تر سره کیږی ، حق ورکول کیږی نه اخستل کیږی. په زور راغلی به په زور وځی . ملی او اسلامی رښتینی یووالی د دی شومی ناروغۍ لمړنی نسخه او بیا ملی او اسلامی پاڅون دی . دا ناروغی له بهره تپل شوی د بهرنیانو سره اعلامیی ، غندنی او هسی… نور لوستل »

pattang
میلمه
pattang

هو او نه ؟؟ داچې څوک پښتون وي خو پښتون دی نو که دپښتانه په نوم داشغالګرو په شړلو برید وکړي داخو کومه بده خبره نده بلکې په هر پښتانه فرض دی ! خو که دانوم خوشې دمنافقت لپاره وي نو بیا د خدای پاک دوی په جزا ورسوي ! او داخوهم ولاکه دخدای لاره وي چې دپښتون هویت ورک شي لکه نن چې دشمال لنډغر راپسې لګيا شوي !زه پر دې وياړم چې زه پښتون يم او مسلمان یم ! زه یې بيا په پښتو او پښتنولي تکرارومه چې : ً الحمدالله زه مسلمان یم او په خپله مسلماني… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

پتنګ صاحب ! تاسی الحمدالله ډیر صادقه او متقی مسلمان یاست ، د نړیوال یهودی استعمار فتنی او دسیسی مو تر اوسه نه دی درک کړی . د پښتنو خوځښت اصلا د پشټنو کمونستانو او نشنلستانو ( ملحدینو ) خوځښت ته د پشتنو خوځښت وایی لکه پاکستان کی چه د غفار خان د نشنل عوامی پارټی ( خوځښت ) ، خوځښت د پشتنو او د ګوند نوم یی چه له دری لغتو جوړ شوی اول او اخر یی انګریزی او منځنی یی پنجابی یعنی دوه ځلی د انګریزانو او یو ځل د پنجابیانو غلامان دی ، دوی د پښتنو خوځښ… نور لوستل »