شعـــــرونه

آمیدونه – مفتون

داُمیدونه می چی مړه غوندي دي
دفدائي وروستي کاته غوندي دي

یوساعت حصارشه مسافره اشنا
باران وریږی اوساړه غوندي دي

لږ دی ماتل کړه دسنګر ملګري
یوسوګیلی می راپه زړه غوندي دي

راشئ که ګورئ مجاهد شهیدان
مړه غوندی نه ښکاري ویده غوندي دي

پیکی راوڅنډ وهه زما پلو کي
دسنګر خاورې دي رانجه غوندي دي

چی د مفتون په ژړا خلګ چوپ دی
دابه ویده وي که کاڼه غوندي دي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x