ادبي لیکني

خاکجبار ولسوالۍ کې کلتوري بهیر پرانستل شو

عبدالرقیب سایل

د جمعې په ورځ  د ۱۳۹۵ ه ش کال د زمري میاشتې په ۲۲ مه  د کابل ولایت په خاکجبارولسوالۍ کې کلتوري بهیر پرانست غونډه ترسره شوه. په غونډه کې په لسګونو تنو مشرانو،استادانو،محصلینو،زده کونکو او ځوانانو ګډون کړی وو، چې د غونډې ستیج چارې عبدالرقیب سایل سمبالولې؛غونډه د مولوي فیاض الحسن عالمي په تلاوت پیل او د پيلیزې وینا لپاره د خاکجبار شورا فرهنګي کمېټې مسوول رحیم ګل څاروان راوغوښتل شو،ښاغلي څاروان د بهیر په ارزښت او د بهیر په جریان خبرې وکړې چې د بهیر له لارې به ډېر ځوانان د وړتیاوو خاوندان شي؛ځوان لیکوال او شاعر عرفان الله احمدزي د بهیرونو مخینې ته کتنه وکړه.

ټولنیز فعال مطیع الله ځلاند بهیر لپاره څو وړاندیزنه وکړه چې په بهیر کې باید د خاکجبار په مهمو نومونو کنفرانسونه وشي او په خاکجبار کې د ټولو چارو ترمنځ باید همغږي موجوده شي،ښاغلي ځلاند د خاکجبار لپاره د څو نورو مهمو کارونو خبر هم ورکه، چې پدې نږدې وخت کې به د خاکجبار کتابتون او پروفیل لپاره کار وشي؛ د خاکجبار شورا ریس الحاج محمد نذیر عتیقي د بهیر پرانستل د خاکجبار لپاره یو مهم کار وباله او ترځنګ یې ژمنه وکړه چې پوره همکاري به کوي.

د غونډې بل ګډونوال استاد محمد حسین احمدزي د بهیر په دوام خبرې وکړي چې د بهیر چارې باید لږ دوامداره شي نو ګټه به یې زیاته وي؛ دانش کړوخیل پدې تاکید کاوه چې باید د بهیر له لارې ټول ځوانان تشویق شي او همدارنګه د بهیر له لارې زده کونکو او علاقمندانو ته د لیکوالۍ فن وښودل شي. ددې غونډې بله برخه مشاعره وه چې د تکړه شاعر طارق شاهین په ویاندوي سره د خاکجبار ګڼو شاعرانو لکه استاد خالد کوچۍ،دل اغا پردیس،ډاکټر ذبیع الله تسل،عرفان اللهاحمدزی،ډاکټر خلیل سپیلني،عمران عمر او جهانذیب انتظار په کې برخه اخیستې وه؛ له یاده دې نه وي پاتې چې ددې بهیر نورې غونډې به په میاشت کې یو ځل د خورکابل په عالي لیسه کې ترسره کېږي.

.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x