ټولنیزه برخه

اورسو شنه ده خو وزه ناروغه ده

زه پداسي حال کي چي فرانسې ته دګونډو ددرملني لپاره راغلی يم دالیکنه کوم او لدې توره هم ډارېږم چي څوک ونه وايي چي زه دغرب پلوی يم، خو دایوه دحقیقت او انصاف ګواهي لیکم او په الله مي دي قسم وي چي دمحمد بن عبد الله (صلی الله علیه وسلم) دموچڼو ګړز مي ترامرېکا او اروپا دواړو ښه اېسي.

خو دنورو په نېکيو او ښو خویونو اعتراف کول  یوه قرآني تګلاره ده الله تعالی فرمايي:

لَيْسُوا سَوَاءً مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ أُمَّةٌ قَائِمَةٌ يَتْلُونَ آَيَاتِ اللَّهِ آَنَاءَ اللَّيْلِ وَهُمْ يَسْجُدُونَ (113) يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآَخِرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَيُسَارِعُونَ فِي الْخَيْرَاتِ وَأُولَئِكَ مِنَ الصَّالِحِينَ (114) وَمَا يَفْعَلُوا مِنْ خَيْرٍ فَلَنْ يُكْفَرُوهُ وَاللَّهُ عَلِيمٌ بِالْمُتَّقِينَ (115) سورة آل عمران

ژباړه:  (خو ټول هم) سره برابر نه دي، له اهل كتابو يوه ډله  داسي ده چي په (حق) ولاړه ده چې د شپې په شېبوكې دالله تعای آيتونه لولي او دوى سجدې كوي په الله تعالی او وروستۍ ورځ ايمان راوړي، دنېکو کارونو امركوي، له بدو کارونو ايسارول كوي، په ښو چاروكې بيړه كوي او همدا دوى دصالحانو له ډلې دي او دوی چي كوم دخير كار كوي نو هيڅكله به يې انکار ونشي او الله تعالی په متقيانو ښه خبر دى .

په فرانسه کي مي څه وخت تېر کړ، پدې وخت کي ډاکټرانو ته ورتلم، کتابتونونو ته ورتلم، خلګ مي ليدل او دهغوی چلند ته مي کتل، هلته مي دتمدن نرمښت، دمزاجونو سمون، داحساساتو ښکلا، له ميني ډک ښه راغلاست، یوله بل سره په اخلاقو مخامخ کېدل، نرم غږونه، منظم ژوند، په وعدو وفاء، دوخت ارزښت او دژوندانه په ټولو چارو کي یو ډېسپلین وموند.

خو مونږ عربیان ؟؟؟

ترما مخکي ابن خلدون مونږ  په بربریت او سخت مزاجي ستایلي یو خو زه پدې ویاړم چي زه عرب یم ځکه چي قرآن کریم په عربي ژبه ده او پیغمبر عرب وو، که اسلام خپل پلویان اصلاح کړي نه وای مونږ به تراوسه دهبل، لات، عزی او دبل درېیم منات په اورسوګانو کي څړ کولای.

خو لا تر اوسه هم مونږ عربان  په هماغه قساوت، بربربیت او بدخويي کي ځکه ایسار پاته یو چي له سپېځلي شریعت څخه لېري اوسو، پدې کي شک نشته چي مونږ په مجموع کي یوه بدخويه سخت مزاجه ټولنه یو مګر که په یوچا الله تعالی رحم کړی وي.

مونږ ځېني ملایان او دديني علومو زده کونکي زما په شمول داسي یو چي په اخلاقو کي مو سختي، او په نفسونو کي مو شخوالی دومره زیات ده چي کله له یوه  ملا څخه دیوه شي پوښتنه وکړي، رنګ به يې تک تور واوړي، او له غصې به يې ټنډه دومره تروه شي چي مخ ته يې څوک کتلی نشي.

دپوځي يې هم دغه حال ده چي خپله دنده په ډېره تند مزاجي سرته رسوي او په اغوستي درېشي به په خلګو بړېږي.

نارېنه وو ته چي په کورونو کي وګورې دکور په دننه کي به یو زړه ور زمری وي ښځي ته به غورېږي خو له کوره بهر يې بیا په مړو اېرو کي پل نه موندل کېږي .

مېرمني په همدې شکل دي دلړمانو او مارانو چيچل کوي.

که چارواکي وګورې نو دنمرود بن کنعان نفسونه به يې وي، متکبرانه  چلنداو پړسېدلي ناسته ولاړه به يې وي که یو چاته سلام وربیا کړي او يايې ورواچوي نو دا به يې یو ستر احسان وي، که یو څوک ورسره کېني نو دايې په هغه شخص باندي یوه لویه مهرباني ګڼله کېږي.

دپولیسو خبري ټولي سپکي اوځورونکي وي.

استاذ چي وينې له خپلو شاګردانو سره به يې چلند شخ او وچ وي.

پدې وخت کي مونږ داسي روزنتونونو ته اړتیا لرو چي خلګو ته ښه خویونه وروښيي، یوې داسي مؤسسې ته ضرورت لرو چي داسي چارواکي جوړ کړي چي دولس لپاره په زړونو کي نرمي، زړسوي او تواضع ولري.

یوداسي مرکز باید جوړشي چي هلته پوځیانوته له ولس سره دلوړو اخلاقو چلند وروښودل شي او داسي پوهنځي جوړشي چي نارینه وو او مېرمنو ته دکورني خوشاله ژوند هنر ورزده کړل شي.

زمونږ ټولني داسلامي قوانینو سمدلاسه اورښتوني تطبیق او پلي کولوته اړتیالري ترڅو له هغه بدخویي او قساوته خلاصون پیدا کړو کوم چي زمونږ په مخونو او چلندکي له ورایه ښکاري.

په اسلامي هېوادونو کي چي ګوري، دغمونو، پرېشانیو، متکبرانه چلندونو، ناوړه سلوک، دشړلو او پوري وهلو له لاسه به دزیاترو خلګو مخونه به سپېره، خړپړ او ستومانیوي به پې غوړېدلي وي، خلګ له ژونده او ځانونو بېزاره دي.

دعربو په موټرو کي چي ګورې په هريوه کي به ډنډې او لنټرونه پراته وي ترڅو دضرورت په وخت کي دجګړو، شخړو او لانجو په  مهال کار ورڅخه واخلي، کله چي مي له خپلو ملګرو ملایانو پدې هکله پوښتنه وکړه چي په مونږ او دې خلګو کي ولي دومره توپېر دی؟

نو هغوی ټولو همدا ويل چي تهذیب او تمدن  مزاجونه نرموي .

که له یوه فرانسوي څخه دلاري پوښتنه وکړې، هغه خپل موټر دروي، او بیا راښکته کېږي، نقشه درته غوړوي، اولار درته ښيي او ته به پخپل موټر کي ناست يې.

مونږ په لاره ځو او باران اورېږي، خو يو لاروی فرانسوي خپله چترۍ زمونږ په سر نیسي.

هلته چي کله هوټل ته او يا روغتون ته ننوزې او ازدحام وي هغوی بښنه غواړي او لاره درته خوشي کوي.

ماچي هلته دخلګو چلند ته کتل زیاتره نبوي احادیث هلته په ورځني ژوند اوچلند کي پلي کېدل، نرمي، پستې او خوږې خبري، یوبل ته په درنه سترګه کتل، دروند ښاري چلندتر سترګو کېدو.

خو مونږ مسلمانان چي کله په غصه شو، تورونه لګوو، لعنتونه وايو، ښکنځلي کوو، غیبتونه کوو، سپکي او سپوري وايو، دحياء او اخلاقو کالي وغورزوو، بدزباني او بېحيايي ته مخه کړو ولي مونږ دقرآنکريم لارښوونو ته شا کړي؟

وَقُلْ لِعِبَادِي يَقُولُوا الَّتِي هِيَ أَحْسَنُ إِنَّ الشَّيْطَانَ يَنْزَغُ بَيْنَهُمْ إِنَّ الشَّيْطَانَ كَانَ لِلْإِنْسَانِ عَدُوًّا مُبِينًا (53)  سورة الإسراء

ژباړه: زما بندګانو ته ووايه چي هغه څه دي وايي چي ښکلي او غوره وي بېشکه چي شیطان ددوی ترمنځ پاروني کوي، بېشکه چي شیطان دانسان ښکاره دښمن دی.

وَعِبَادُ الرَّحْمَنِ الَّذِينَ يَمْشُونَ عَلَى الْأَرْضِ هَوْنًا وَإِذَا خَاطَبَهُمُ الْجَاهِلُونَ قَالُوا سَلَامًا (63) سورة الفرقان

ژباړه: اودالله تعالی نېکان بندګان هغه څوک دي چي په زمکه په اساني سره تګ کوي اوکله چي له دوی (مسلمانانو) سره کوم جاهل خبري کوي دوی ورته سلام اچوي.

وَإِنَّ السَّاعَةَ لَآَتِيَةٌ فَاصْفَحِ الصَّفْحَ الْجَمِيلَ (85) سورة الحجر

ژباړه: اوبېشکه چي قیامت راتلونکی دی نو ته په ښو اخلاقو مخ ورڅخه اړوه.

وَلَا تُصَعِّرْ خَدَّكَ لِلنَّاسِ وَلَا تَمْشِ فِي الْأَرْضِ مَرَحًا إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ كُلَّ مُخْتَالٍ فَخُورٍ (18) وَاقْصِدْ فِي مَشْيِكَ وَاغْضُضْ مِنْ صَوْتِكَ إِنَّ أَنْكَرَ الْأَصْوَاتِ لَصَوْتُ الْحَمِيرِ (19)سورة لقمان

ژباړه: او (په كبر سره) له خلكو مزغی كوږ مه نيسه او مه په ځمكه كې په ناز او نخرو ګرځه، بې شكه د الله تعالی كبرجن او لا پو ښه نه ايسي او خپل تګ كې منځنى اوسه او غږ دې لږ ورو كړه، شك نشته چې تر ټولو غږونو کرکجن غږ د خرو وي .

اوپه حدیث شریف کي راځي:

عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرِو بْنِ الْعَاصِ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا قَالَ: إِنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ الرَّاحِمُونَ يَرْحَمُهُمُ الرَّحْمَنُ ارْحَمُوا مَنْ فِي الْأَرْضِ يَرْحَمْكُمْ مَنْ فِي السَّمَاءِ (مسند الإمام أحمد)

ژباړه: له عبد الله بن عمرو بن العاص (رض) څخه روایت دی چي رسول الله (ص) وفرمايل هغه څوک چي پخپل منځ کي يوپه بل زړسوی کوي  په هغوی الله تعالی رحم کوي تاسو په هغه چا زړسوی وکړئ څوک چي په زمکه کي دي په تاسو به هغه څوک رحم وکړي څوک چي په اسمانونو کي دی.

عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرٍو قَالَ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ: «الْمُسْلِمُ مَنْ سَلِمَ الْمُسْلِمُونَ مِنْ لِسَانِهِ وَيَدِهِ، وَالْمُهَاجِرُ مَنْ هَجَرَ مَا نَهَى اللَّهُ عَنْهُ  (سنن النسائي)

ژباړه: له عبد الله بن عمرو بن العاص (رض) څخه روایت دی چي رسول الله (ص) وفرمايل: مسلمان هغه څوک دی چي نور مسلمانان يې دلاس او خولې له ضرر څخه روغ پاته شي او مهاجر هغه چاته ويل کېږي چي هغه څه پرېږدي کوم چي الله تعالی ورڅخه منع کړی وي.

عَنِ أَبِي هُرَيْرَةَ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنَّهُ قَالَ: «لَا تَقَاطَعُوا، وَلَا تَبَاغَضُوا، وَلَا تَحَاسَدُوا، وَلَا تَدَابَرُوا، وَكُونُوا إِخْوَانًا كَمَا أَمَرَكُمُ اللَّهُ (مسند الإمام أحمد)

ژباړه: له ابوهریره (رض) څخه روایت دی چي رسول الله (ص) وفرمايل: تاسي یو له بل سره پرېکړون مکوئ او یو بل بد مه اېسوئ او یو له بل سره کينه او دښمني مکوئ اويوبل ته مه شا كوئ اوداسي پخپل منځ کي وروڼه جوړ شئ لکه څرنګه چي تاسو ته الله تعالی حکم کوي.

مونږ یو بشپړ الهي مبارک قانون لرو خو عملي کول يې په نشت حساب دی.

یو هندی پوهاند ښه وايي : اورسو شنه ده خو وزه ناروغه ده.

هرڅوک چي زما دالیکنه لولي له هغه څخه زما لویه هيله داده چي ورباندي له چارپېره انسانانو سره، له خپلو کوروالو سره، له خلګو سره که هغوی مسلمانان وي او که بل څوک پخپل چلنداو تعامل کي يوڅه بدلون راولي، مونږ مسلمانان باید په راشه درشه، ناسته پاسته او له خلګو سره په چلند کي لوړ اخلاق ولرو ځکه چي مونږ دالله تعالی غوره امت يو چي دولسونو دلارښووني لپاره يې ګمارلي يو

(نوټ)  ماته يې ډېرخوند راکړ ځکه خو مي پدې هيله وژباړو چي تاسي هم خوند ترې واخلئ.

د ډاکټر عائض القرني لیکنه
(دابوخليل قدوسي ژباړه)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x