ورزش

د سپین غر زمریانو د امو نهنګانو په وړاندې ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (شنبه، زمری ۲۳مه ۱۳۹۵ل): د شپګیزې لیګ په لسمې لوبې کې د سپین غر زمریان او د امو نهنګان سره مخامخ شول. دغې لوبې کې د امو نهنګانو د سپین غر زمریانو ته په ۷ ویکټو ماتې ورکړه.

د سپین غر زمریانو د لوبې پچې ګټلو سره د توپ وهنې پریکړه وکړه. د سپین غر زمریانو د لوبغاړو غوره توپ وهنې سره په ټاکل شوو شلو اورونو کې یوازې درې ویکټې له لاسه ورکولو سره ۱۷۴ منډې جوړې کړې.

د سپین غر لوبډلې لپاره شبیر نوري په ۵۲ توپونو د شپږو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۶۸ او اویس ضیاء په ۳۴ توپونو د اتو څلوریزو په مرسته ۴۶ منډې جوړې کړې. سمیع الله شینواري په ۱۸ توپونو د یوې څلوریزې په مرسته ۱۸ او کریم صادق په ۱۰ توپونو د یوې څلوریزې او دریو شپږیزو په مرسته ۲۷ ناسوځیدلې منډې جوړې کړې. ناصر جمشید په ۴ منډو خپله ویکټه له لاسه ورکړه.

د امو نهنګانو لپاره یوازې ناصر طوطاخیل د ویکټې په اخیستلو بریالی شو. ناصر طوطاخیل خپل ۴ اورونو کې ۲۲ منډو ورکولو سره دوه ویکټې واخیستې.

په ځوابي توپ وهنې کې د امو نهنګانو ټاکل شوی هدف په ۱۸.۳ اورونو کې خپل درې لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د جاوید احمدي او سلمان بټ غوره توپ وهنې په  مرسته پوره کړه.

د امو نهنګانو لپاره جاوید احمدي په ۳۲ توپونو د نهو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۵۷ او افسر ځاځی په ۲۱ توپونو د یوې څلوریزې او څلورو شپږیزو په مرسته ۳۷ منډې جوړې کړې. سلمان بټ په ۳۲ توپونو د شپږو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۸ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

د سپین غر زمریانو لوبډلې لپاره کریم صادق دوه او حمید حسن یوه ویکټه واخیسته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x