نړۍ

د برتانیې په دفتري ماحول کې پنځوس سلنه ښځي د جنسي زوروني څخه کړیږي

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۲۳مه ۱۳۹۵ل):په برتانیه کې د «ټریډ یونین کانګریس» په نامه یوې ادارې په خپل یوه تازه راپور کې ویلي چې د دغه هیواد په دفتري ماحول کې تر پنځوس سلني زیاتي ښځي د جنسي زوروني سره مخ کیږي.

دغه راپور پر یوې داسي څیړني ترتیب شوی چې تر یو نیم زر (۱۵۰۰) پوري کارکوونکو ښځو په کښي برخه اخیستې.

په راپور کې ویل شوي، له دغو ښځو څخه یې دریمه برخه ښځو شکایت وکړ چې نارینه همکاران یې په دفتر کې جنسي ټوکي ورسره کوي او څلورمي برخي یې بیا ویلي چې ددوی له خوښي پرته په یوه او بله بهانه دوی ته لاس ور وړل کیږي.

د برتانیې د خبری سرویس (بي بي سي) د خبر سره سم د «ټریډ یونین کانګریس» مشر «فرانسس اوګریډي» ویلي چې د جنسي زوروني سره مخ شوي ښځي د شرم او ویري ښکار شوي.

نوموړي ویلي چې په دفترونو کې د ښځو زورولو ډیري طریقي دي، چې د هغو څخه یې د جنسي اړیکو په اړه تبصرې او ټوکي کول، د جسم حساسو برخو ته لاس ور وروړل، په غیږ کې نیول، مچه اخیستل او یا هم د جنسي اړیکو نیولو غوښتنه کول شامل دي.

په څیړنه کې ویل شوي چې د جنسي زوروني سره مخ شویو ۷۹ سلنه میرمنو خپل د دفتر مشرانو ته شکایت نه کوي، چې د هغو څخه بیا ۲۸ سلنه میرمنو ویلي، که دوی شکایت کړی وای کیدای شي ددوی وظیفه متاثره شوې وای او یا هم راتلونکي باندي بد اغیز لرلای وای.

په ځانګړې توګه هغه میرمني ډیري د جنسي زوروني سره مخ شوي چې عمرونه یې د ۱۸ او ۲۴ کلونو تر منځ وه.

څیړونکي ادارې ویلي چې په عام ډول دغه سي ځواني میرمني په دفترونو کې د موقت او کوچنیو وظیفو لپاره په کار ګمارل کیږي چې د جنسي زوروني لپاره یې همدا لویه وجه بلل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x