دیني، سیرت او تاریخ

د اختلاف ډولونه

کريم الله 

۱: د کفر او اسلام اختلاف.

د دین ټول اساسات منل ایمان او د دین له ضروریاتو د کوم شي انکار کول کفر دئ لکه د نبي کریم علیه السلام د آخري نبي په توګه نه منل.

۲: د سنت او بدعت اختلاف.

نبي کریم علیه السلام فرمایي: زما په اُمت کي به ۷۳ ډلي پیدا کیږي. ۷۲ به یې دوږخیان او ۱ به یې جنتي وي. او بیا یې د هغې ډلي په هکله وفرمایل: هغه ډله چي زما او زما د اصحابو پر طریقه باندي وي. (الحدیث) یعني د محمدي دین د منلو په وجه په محمدیانو کښي داخل دي مګر خلاصون پیدا کوونکي یوازي سني محمدي ډله ده.

د غیر مقلدینو سره هم په دې ځای کښي اختلاف دئ، چي هغوی داسي یو کار کوي، چي د په خیرالقرون کي چا نه دئ کړئ، یعني له تقلید څخه انکار او همدې کار ته یې بدعت ویل کیږي.

۳: اجتهادي اختلاف:

دا ډول اختلاف د په صحابوو کي  د عقیدوي اتفاق سره سره موجود وو، چي د مصنف ابن ابی شیبه، مصنف عبدالرزاق شرح معانی الآثار غوندي کتابونو څخه ښکاري.

د احادیثو په کتابونو کښي، چي د صحابوو، تابعینو او تبع تابعینو کومي فتواوي سته، هلته نه کوم مفتي د خپلي فتوا سره قرآن او حدیث د دلیل په توګه لیکلی او نه هم پوښتونکي دا خبره کړې، چي بې د قرآن او حدیث شریف له دلیل څخه ستا فتوا نه منم او غیرمقلدین د خیرالقرون دې کار ته غلط وایي، چي په هیڅ ډول یې دا خبره د منلو وړ نه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x