نظــر

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال! (۲۳ برخه)

 عثمان به کله کله ما ته ویل چې ته دې خلکو ته ووایه چې ما خوشی کړي، ستا خبره مني، ما ویل څه پوهېږې چې زما خبره مني؟ هسې به یې ځان په بله کړ، بیا به یې راته ویل چې ته دې خلکو ووایه چې ما خوشی کړي. مونږ فکر کولو چې دي سړي هسې ځان په لیونتوب وهلی نور جوړ دی، خو بیا به مو یې چې ځینې غیر اختیاري حرکاتو ته وکتل، یقین به مو راغی چې په رښتیا هم سړی څه عصبي مشکل لري!

 په هر صورت، د عثمان نوره کیسه به وروسته بیا سره کوو، چې پایله یې څنګه شوه! او د کرزي ادارې څه ډول چلن ور سره کولو.

    یوه ورځ مازدیګر و چې خونې ته د امنیت د ویاند لطف الله مشعل د خاله زوی را ننووت! سمه بلا وه، کم تر کمه شل پنځه ویشت منه خو به و، محب الله نومیده، د نورو بندیانو په څېر خړې د ریاست ۱۷ جامې یې اغوستې وې، خونې ته له را ننوتو سره سم مونږ پرې شوو چې سړی د څلورو پښو والا دی! سیده لاړ هلته په یوه کونج کې په داسې انداز کې کیناست لکه ددنیا غمونه چې دده پر سر راغلي وي، او نور ټول بې غمه ګرځي!

    مونږ د مازدیګر مونځ کړی و، زمونږ په خونه کې الحمد لله ټول ښه دینداره کسان وو، ټول یې د طالب په تور راوستلي وو، که څه هم چې ډېرو د طالب تور نه منلو، خو په حقیقت کې ټول په یو ډول نه په یو ډول طالبان وو، هېچا بېلمازي نشوای کولی، الله دې اجر ور کړي، هغه پشيي حاجي صیب چې امیر جان نومیده، په عمر پوخ سړی و، خو نر سړی و، څوک یې نه پرېښودل چې د لمانځه په وخت کې یا بیده شي، او یا لمونځ ونه کړي.

  د لطف الله مشعل د خاله زوی چې څنګه کیناست، ملګرو ورته وویل چې وروره لمونځ او اودس دې کړی؟ ده په ډېره بې باکانه لهجه وویل: پرېږدئ! څه شی دي، وبه یې کړو؟ حاجي صیب یو څه پرې ور ببر غوندې شو، وايي وروره اودس لرې او که نه؟ که دې اودس نه وي باشي ته به آواز وکړو چې ور خلاص کړي، اودس دې وکړه، لمونځ وکړه!
   له دې سره دی هم پوه شو، چې دلته کیسه بل ډول ده! یو څه نرم شو، وايي اودس خو مې نشته، سمه ده اودس به وکړم، حاجي صیب باشي ته آواز وکړ، هغه ور خلاص کړ، په دې دهلیز کې یو څه آساني وه، داسې نه وو، لکه د جزايي دهلیز، چې هېڅوک یې په هېڅ ډول له خونې بهر نه پرېښودل، باشي راغی ور یې خلاص کړ، محب الله لاړو اودس یې وکړ، بیرته راغی مونځ یې وکړ! خو درې رکعته! نور یې ډه ډه ووهله! او کیناست! زما ورته فکر شو، ما ویل د څه وخت لمونځ دې وکړ؟ وايي د ماښام! ټولو ورته وخندل چې تر اوسه خو ماښام شوی نه دی، تر اوسه لا مازدیګر دی! جګ شه د مازدیګر مونځ وکړه! په ده ډېره بده ولګېده! وايي پرېږدئ بیا به یې وکړو! اوس خو مې وکړ!
  دا چې نوی و، او یو ډول میلمه هم وو، ځکه نور مو کار پرې ونه لرلو، او په دې وخت کې لا مونږ خبر نه یو چې دا د لطف الله مشعل د خاله زوی دی، مونږ ویل کېدای شي دا به هم د طالب په تور راوستل شوی وي، اګر چې بڼه او ټيپ یې بالکل بدل وو، خو بیا هم مونږ ویل کېدای شي!  

    وروسته چې ملګرو لږ لږ پوښتنې ترې وکړې چې څه کیسه ده؟ ولې یې راوستی یې؟ څه جرم دې کړی؟ که څه هم چې ده ځان اخوا دیخوا کولو، خو مونږ پوه شوو چې سړی تر ګېډې لاندې ځای دېته ځای ته راوستی دی!

سبحان الله! په ټول زندان کې په غیر شعوري ډول داسې فضا حاکمه وه چې دطالب او مجاهد تور ټولو یو ډول ویاړ ګڼلو! آن هغه کسان چې د اختطاف، قتل او زنا په تور به راوستل شوي وو په خپل جرم شرمېدل! سم یې نشوای ویلی چې د اختطاف قتل او یا زنا په تور یې راوستلي دي، ځینو به یې ویل چې مونږ یې د طالب په تور راوستلي یو! خو بیا وروسته به ملعومه شوه چې اختطاف یې کړی، یا یې قتل  کړی، او یا یې کومه نجلۍ تښتولې ده! خو کوم کس به چې د طالب په تور راوستل شوی و، هغه به په هسکه غاړه ویل او ویاړل به یې چې د طالب په تور یې راوستلی دی!

  ددې ناولي له کومې بلې ناولې سره ملګري وه، دی په قوم ځاځي و، او ملګرې یې په قوم منګله وه، دده له خولې ملګرې یې له ده سره ډېره مینه لرله، هسې ځینو کسانو خصوصا د نجلۍ مور نجلۍ دېته هڅولې ده چې پر محب الله دعوه وکړي چې ګواکي زه یې تښتولم! د ده له خولې دواړه یو ځای وعده سره کړې ده چې چکر ته به ځو، کله چې په ټکسي کې سپاره شوي دي، او د کومې حوزې تر څنګ تېرېږي په دې وخت کې نجلۍ د حوزې یارانو ته زنګ وهلی چې ما خو دلته یو کس تښتوي، او دا دي په موټر کې یې سپره کړې یم! هغوی ور پسې را وتلي، محب الله سره له نجلۍ او سره له ټکسي وان یې ټول نیولي، نجلۍ خو یې بیا وروسته خوشې کړې ده، محب الله او ټکسي وان  یې ریاست ۱۷ ته راوستلي دي. د محب الله له خولې ټکسي وان هم یو دوه ورځې وروسته بیا خوشی شو، خو غم د ده پر سر و!

 محب الله ویل چې پلار مې حاجي داود نومېږي، دجهاد د وخت مشهور قوماندان دی، د جهاد پر وخت له سیاف سره و، اوس مو دلته په کابل کې غټ تجارت دی! او زه هغه وخت په لغمان کې د والي صیب ( لطف الله مشعل ) سکرتر وم،  کله چې نوموړی د لغمان والي و! د محب الله لیک او لوست سم نه و زده! ما ویل آفرین په دې حکومت! چې د والي سکرتر یې هم سم په لوست او لیک نه پوهېږي!

  نوموړي په ډېر اخلاقي فساد لړلی کس ښکارېدو، یوه ښه بیلګه یې دا وه چې ویل به یې زه پښتون یم، دا نجلۍ اوس چېرې پرېږدم، چې په نکاح یې نه کړم هېڅ امکان نه لري!! مونږ ورته ویل چې تر اوسه دې لا نکاح کړې نه ده؟ وايي نه! یو کال کېږي چې ملګري مې ور سره پیل کړې ده، خو تر اوسه مې نکاح کړې نه ده! د غیرت او پښتو خبره به یې بار بار کوله! د ټولو ملګرو سخته غوسه ورته راتله!   هغه پشيي حاجي صیب به رشخند پرې وهلو، او دی تر پزې پورې ساده ګل و! په رشخند وهلو به خوشحاله کېدو! حاجي صیب به ښه باټ کړ، بیا به يې یو سخت ګوزار پرې وکړ! ده به ګومان کولو چې حاجي صیب زما صفت او طرفداري کوي! کله به چې پوه شو چې دا خو مسخرې راباندې کوي، بیا یې ورته ویل ګوره حاجي صیب ته خو زما ملګری یې اوس بیا زما سپکه وايي! هغه به ورته ویل چې نه سړیه ولې! ته په رښتیا پښتون یې!

   غریب بالکل د شرم سترګې خوړلې وې، لږ به چې اخوا شو دیخوا شو بیا به یې د نجلۍ صفتونه پیل کړل، چې دا داسې غیرتي نجلۍ ده، پښتنه ده! له ما سره یې ټینګه وعده کړې ده، چې دواړه به واده کوو! او پرته له ما له بل چا سره واده نه کوي!

   مونږ ورته ویل چې دا څه رنګه له تا سره وفاداري کولی شي او یا به یې در سره کړې وي، چې ته یې په خپل لاس پولیسو ته وسپارلې! له دې نه ښکاري چې نوموړې نور یاران هم لري، او یو یې ته يې! ده به ویل نه، داسې نه ده! دا داسې غیرتي نجلۍ ده، څه وخت مخکې یې یو پنجشیری په چاقو وهلی و! سخته بدماشه ده، څوک بد نه شي ورته کتلی! مونږ ورته ویل چې دا سمه ده چې دې ځوانان په چاقوګانو وهلي خو دا امکان نه لري چې دې دې خپله هم چاقوګان نه وي خوړلي!

    مونږ ویل ته ځان ته پښتون وايې! او دا نجلۍ پښتنه بولې! زمونږ د پښتنو دکلتور له مخې هره هغه نجلۍ چې یو کال څه صرف یوه ورځ له یو چا سره له نکاح پرته انډیوالي وپالي! آیا هغې ته بیا پښتنه ویل کېدای شي! آیا پښتون دا ډول نجلۍ په خپل کور کې پرېږدي! هغه اصل پلار نه دی او نه ورور دی چې خور او لور یې یو کال له یو چا سره انډیوالي کوي او دی يې بیا په خپل کور کې پرېږدي! ده ویل چې نه پلار یې نشته! پلار یې وفات شوی! مور یې شته ده، واک یې دمور په لاس کې دی، او دا زه یې چې پولیسو ته په لاس ور کړم دا هم اصلا دنجلۍ نه بلکې دمور فساد یې و چې و یې کړ! بیا به یې مورته په غوسه شو، پوچې کنځلې به یې ورته کولې! ویل زه به ور سره ګورم! یو ځل زه ور خلاص شم بیا به زه ور سره ګورم!

    مونږ ویل اوس نو ښه واضحه شوه چې دا نجلۍ څه بلا ده! پلار یې نشته او لوبه یې د مور په لاس کې ده! وروڼه یې په وزارت دفاع کې کار کوي! او ته یو کال انډيوالي ور سره کوې! خو دوی غوږ نه ګروي! تر دې چې خپله یې دا دې په پولیسو ونیولې!

  ده بې غیرته به بیا ویل چې نه! زه پښتون یم، دا هم پښتنه ده! کله یې پرېږدم چې په نکاح یې نه کړم! مونږ ورته ویل چې په نکاح یې کړه، خو د پښتو او پښتونولۍ خبره مه کوه! ما ورته ویل زه یوه پوښتنه در نه کوم، سم ځواب به راکوې او خپه کېږي به هم نه، ده ویل سمه ده.

  ما ویل خورګانې لرې؟ ده ویل هو، خورګانې مې شته دي ،خو مور مې وفات شوې ده، په کور کې مې میره ده، او وروڼه مې هم میرني وروڼه دي، ما ویل که همدا اوس یو کس راشي ستا له خور سره یارانه جوړه کړي! چکرې ور سره وهي، بهر ته ور سره ځي! ته د یو پښتون په توګه څه ور سره کوې! وايي وژنم یې! نه یې پرېږدم، ماویل ولې، وايي دا خو زما په غیرت اوننګ تجاوز کوي! ما ویل تا چې په دغه نجلۍ تجاوز کړی، دا خو هم د یو کس خور او لور ده! ته د یو پښتون په حیث څه ډول ځان ته اجازه ور کوې چې د بل چا په خور او لور لوبې وکړې! ده ویل چې دا خو ددې خپله خوښه ده، ما خو په زور آشنایي نه ده ور سره کړې!

   ما ویل که ستا خور هم له یو چا سره په خپله خوښه یارانه جوړه کړې، او خوښه یې وي چې بهر ته ور سره لاړه شي، په باغونو او هوټلونو کې چکرې ور سره ووهي! بیا څنګه؟ ده ویل نه نو په نکاح یې دې کړې، ما ویل تا بیا ولې یو کال له یوې پردۍ نجلۍ سره یارانه جوړه کړې ده! باغونو ته یې بیايي، هوټلونو ته یې بیايي! چکرې ور سره وهې! او دا ټول پرته له نکاح؟! له دې سره به یو څه غلی شو! بیا به یې ویل چې نه، زه خو یې اوس په نکاح کوم! ما ورته چې تر اوسه دې څه لوبې ور سره کړې دي دا څنګه کوې!
  هغه پشيي حاجي صیب او هغه د قندهار حافظ صیب هم همدا خبرې ورته وکړې! خو ده بې غیرته به وخندل او ویل به یې چې نور څه ډېرې خبرې کوئ، دعا را ته وکړئ چې الله جل جلاله زما نکاح له دغه نجلۍ سره وکړي، نور به الله خیر کړي، زما یې زړه وړی، له دې پرته ژوند نه غواړم! ما ډېر مصروفونه پرې کړي، یوه کورولا مې په اوه زره ورته واخیسته، مونږ ویل په اوه زره ډالره؟ وايي هو! نور مې هغه ور سره کړي او دا مې ور سره کړي!  هر ملګري به چې له نورو ملګرو نه دعا غوښته ورته ویل به یې چې د خلاصون دعا راته وکړه، خو ده به هر ملګري ته ویل چې داسې دعا راته وکړه چې له دغه نجلۍ سره مې نکاح وشي! د خلاصون په کیسه کې نه و!

   ملګرو به ځورولو، بیا به یې ورته ویل چې نه، له دې سره نکاح مه کوه دا ډېره بې وفا ده، ته څه رنګه له داسې نجلۍ سره واده کوي چې هغې ته زندان ته اچولی يې؟ آیا څوک خپل عاشق زندان ته اچوي؟ دا په حقیقت کې له بل چا سره جوړه ده، هسې یې په تا مصروفونه کړي،اوس غواړي چې ځان در نه بېغمه کړي؟ له خپلو نورو یارانو سره به اوس چکرې وهي! له دې سره به په سړي اور بل شو! غوسه به ورغله، ویل دا کارونه یې ټول د مور دي! ددې د مور څنګه او څنګه…. چې زه یو ځل خلاص شم زه به یې دمور کار و کړم! دا مخلصه ده، زما ملګرې ده، له ما پرته بل څوک نه کوي، خو دا مور یې شیطانه ده! دا ټولې لوبې یې مور پرې کړې دي!

  کله کله به یې ویل چې دا زما مېرمن ده، هر څه مې ور سره تر سره کړي، یوازې نکاح تړل پاتې دي، نوره کیسه خلاصه ده، څو څو ځله مو د شپې چکرې وهلې دي! او دا په ما عاشقه ده، زه یو ځل ناروغ وم، دا روغتون ته را ته راغله، هلته به یې په خوله ډوډۍ را کوله… دا ډول نورې اوتې بوتې به یې ویلې!!!

 تر دوه هفتو پورې یې هېچا پوښتنه ونه کړه، مونږ به ورته ویل چې سړیه دا ته کور لرې؟ وروڼه لرې؟ پلار لرې که نه؟ آخر هېڅوک دې پوښتنه نه کوي دا ولې؟ ده به ویل چې اصلا مې له ما سره پلار او وروڼه په دې معامله کې مخالف دي، هغوی راته ویل چې دا کارونه مه کوه، له دې نجلۍ سره اړیکې پرې کړه، ما نه منله او اوس یې هم نه منم، ځکه خو مې نه پلار پوښتنه کوي او نه وروڼه، خو خیر آخر به خلاص شم!  موږ ورته ویل چې دا دې نو څه ډول کار کړی چې پلار هم درنه خپه دی، وروڼه هم درنه خپه دي، او دوی ټول درته وايي چې دا کار مه کوه، او ته لګیا یې، که دا نجلۍ سمه نجلۍ وای نو پلار او وروڼو دې مخالفت در سره کولو؟ ده به ویل چې بس زړه دی، زړه چې یو ځل مین شي بیا نه کېږي، تاسو نورې ډېرې خبرې مه راته کوئ، صرف دعا راته کوئ چې الله جل جلاله مې له دې نجلۍ سره نکاح وتړي!

  بله ورځ که ګورو غږ وشو، محب الله ورغی، وروسته راغی، مونږ ویل څوک وو، وايي ملګرې مې پوښتنې ته راغلې وه، دا تر شیشې اخوا او زه دیخوا ته ولاړ وم، خبرې مو سره ونه کړې، خو په اشارو مو یو بل سره پوه کړل، دې راته ویل چې زه له تا پرته ژوند نه غواړم، او زه اوس لګیا یم  خلاصوم دې! مونږ ویل ته خو وايې چې خبرې مو سره ونه کړې، نو بیا څه پوه شوې چې داسې یې درته وویل، او بل دا چې بندي کولې یې د څه لپاره چې اوس دې د خلاصولو کوشش کوي؟ دا چې دا دومره واک لري چې تا خلاصوي دا کیسه خپله په یوه څه دلالت کوي!! ده ویل چې په لاس يې اشاره راته وکړه، یو ځل یې دوه ګوتې یو ځای ونیوې، په دې معنی چې دواړه به یو ځای ژوند کوو، او بیا یې پر غاړه لاس را تېر کړ، چې ګواکي له تا پرته زه ځان حلالوم!

   مونږ ورته ویل چې نه، سړیه! دا یې داسې درته ویلي چې پرېږدم دې نه، زما دې نوم بد کړ، په کور او کلي کې دې وشرمولم، پرېږدم چېرې! چې حلال دې نه کړم کله دې پرېږدم! په ده به ډېره سخته تمامه شوه، او یو څه به شکمن شو!

  لنډه دا چې څو ورځې یې ډوډۍ ونه خوړه، زمونږ زړه هم پرې بد شو، هر څو به مو چې ورته ویل چې ډوډۍ وخوره، ده به نه خوړله، وايي زړه ته مې نه کېږي، له څو ورځو وروسته ایله لږ لږ په خوراک راغی. ډېر عجیب پیکی یې جوړ کړی وو، اوږده ویښتان یې پر مخ دوه لوریو ته را پرېښي وو، بله ورځ ګورم چې یو دوه ملګري په خپلو کې سره خاندي! مونږ ویل ولې؟ وايي محب الله خو ساختګي ويښتان ایښې دي، دا یې خپل ویښتان نه دي! مونږ ویل نه سړیه داسې به نه وي! له ده نه مو پوښتنه وکړه، دي ډېر خجالت شو، وايي هو، ويښتان مې ساختګي ایښي دي او دا مې هم د نجلۍ په غوښتنه ایښي دي، هغې راته ویل چې دا ډول ويښتان جوړ کړه!

 څو ورځې یې تحقیق ترېنه کولو، له تحقیق نه به چې راغلو، وايي څارنوال ته مې ویل چې هر څومره پیسې غواړې درکوم یې، خو ته کوشش وکړه چې نجلۍ رضا شي او نکاح را سره وتړي، دده له خولې، څارنوالانو په تحقیق کې ورته ویلي وو چې نجلۍ موافقه کړې ده چې نکاح ور سره وتړي، خو په دې شرط چې دده کورنۍ د نجلۍ کورنۍ ته د ریبارۍ لپاره ورشي، ده به ویل چې زما پلار او وروڼه دا خبره نه مني چې ریبارۍ ته ورشي، خو بیا هم هیلمن و چې مشکل به یې حل شي!

   ډېر لوی  او پنډ و، هره ورځ به يې جامې خصوصا پرتوګ شلیدلی و، بیا به یې باشایانو ته نارې وهلې چې نورې جامې راوړئ، هغه به چې ورته راړوې هغه به هم په یو دوه ورځو کې وشلېدې! غریب ډېر سخت ور سره په تنګ و!  نهایت ساده او کم عقل انسان و، په خونه کې د قندوز یو نوی اتلس کلن ځوان را سره و، ډېر زیات خوش طبعه ځوان و، ډېرې زیاتې مسخرې او ټوکې به یې کولې، شاعر هم و، روانه شاعري به یې کوله، کله کله به یې چې طبعیت جوړ و، عادي خبرې به یې هم په شعر باندې کولې، محب الله ته د ټولو غوسه کېده، ده به په خندا خندا کې شعرونه ور پسې جوړول، د عشق او مینې شعرونه به یې ویل، په محب الله به سخت بد لګېدل، بیا یې ورته ویل: هلکه دا شعرونه ډېر مه وایه! زړه مو مه خرابوه! هغه به نور هم زیات کړل! دطالبانو به یې ډېر شعرونه ویل، یوه ورځ ورته غوسه شو چې دا دطالبانو شعرونه مه وایه، ما ورته ویل چې ولې یې نه وايي، شعرونه دي وايي یې، ستا یې پرې څه؟ ځینې نور ملګري هم پرې را ببر شول! ده سمدستي خبره په بله کړه چې نه، زه دده لپاره وایم څه مشکل به ورته جوړ شي، مونږ ویل نه ورته جوړېږي، که جوړ شي هم ستا یې کار نشته! له دې سره غلی شو!

بله ورځ یې ږغ وکړ محب الله، جامې دې واغونده، محب الله جامې واغوستې او لاړو، په ټول زندان کې څومره چې ما ته معلومات و، همدا یو ناولی پښتون و چې په دې مردارده کیسه کې زندان ته راغلی و، نور چې څومره پښتانه وو ټول یا د طالب په تور راوستل شوي وو، یا له طالب سره د مرستې په تور  او یا د وسلې ساتلو په تور…

نور بیا

عبد الحنان مجاهد

——–

ددې لیکني د نورو برخو لپاره دلته کلیک وکړه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x