نظــر

((خـپل وطـن ګـل وطـن))

لیکوال : نفيس الرحمن شينوارې

ﮐﻠﻪ ﭼې ﭘﻪ (1980) ميلادي ﮐﺎﻝ ﮐې ﺭﻭﺳﺎﻧﻮ ﭘر ﺍﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎﻥ يرغل ﻭﮐړ ﻧﻮ ډﯾﺮۍ افغانان هجرت ته اړ شول، ﺍﻭ ﻣﺨﺘﻠﻔﻮ ﻫﯿﻮﺍﺩﻭﻧﻮ ﺗﻪ لکه ﺍﯾﺮﺍﻥ ، ﻫﻨﺪ ﺍﻭ ډﯾﺮ شمير ﻳې ﭘﺎﮐﺴﺘﺎﻥ ﺗﻪ کوچ وکړ، ډيرو يې ﭘﺎﮐﺴﺘﺎﻥ ﺗﻪ ځﮑﻪ ﺯړﻩ ښه ﮐړ چې يو طرف ﭘﺎﮐﺴﺘﺎﻥ ﻧږﺩﯤ ﺍﻭ ﻫﻤﺴﺎﯾﻪ ﻫﯿﻮﺍﺩ ﻭﻭ، او بل طرف ته مو پښتاﻧﻪ ﻭﺭﻭڼه پکې ميشت دي، دوي سره مو ﮐﻠﺘﻮﺭ ، دين ﺍﻭ ﮊﺑﻪ شريكه ده ﺍﻭ ﭘﺪې ﻫﻢ ﭘﻮﻫﯿﺪﻭ ﭼې ﺯﻣﻮﻧږ ابرو او ﻋﺰﺕ ﭘﻪ ﻫﻤﺪې ﻫﯿﻮﺍﺩ ﮐﻲ ﺩه؛ ﭘﻠﺮﻭﻧﻪ ﺍﻭ ﻣﺸﺮﺍﻥ کيسى ﮐﻮي ﭼې ﮐﻠﻪ ﻣﻮ ﭘﺎﮐﺴﺘﺎﻥ ﺗﻪ ﻫﺠﺮﺕ ﻭﮐړ ﻧﻮ ﻣﻮﻧږ ډﯾﺮﻭ ﻣﺸﮑﻼﺗﻮ ﺳﺮﻩ ﺳﺮ ﻭو، ﮐﻮﺭ ﻧﻪ ﻭو، ځﺎﯼ ﻧﻪ ﻭو، ﮐﺎﺭ ﺭﻭﺯګﺎﺭ ﻧﻪ ﻭو، ﭘﯿﺴى ﻧﻪ ﻭې ﺧﻮﺭﺍﮎ ﻣﻮ ﻫﻢ ﭼﻨﺪﺍﻥ ﺧﻮﺭﺍﮎ ﻧﻪ ﻭو، ﺩﻭﻩ ﻭﺧﺘﻪ ﺩ ﭘﯿﺎﺯﻭ ﺳﺮﻩ ﻭﭼﻪ ډﻭډۍ ﺍﻭ ﺷﯿﻦ ﭼﺎې وو. ﺧﻮ ﻭﺧﺖ ﻭو، ﺗﯿﺮ ﺷﻮ څﻪ ﻣﻮﺩﻩ ﻭﺭﻭﺳﺘﻪ ﮐﺎﺭ ﺗﻪ ﻣﻮ ﺑډې ﺭﺍ بډ ﻭﻫﻠې ، ﮐﺎﺭ ﻣﻮ ﺷﺮﻭﻉ ﮐړ ﺧﻮ ﺩ ﮐﺎﺭ ﻫﻢ ﭼﻨﺪﺍنی ﺧﻮﻧﺪ ﻧﻪ ﻭو، ځﮑﻪ ﭼې ﮐﺎﺭ ډﯾﺮ ﺍﻭ ﭘﯿﺴې به ﮐﻤﯽ ﻭې ﺑﺲ ﺩﻭﻣﺮﻩ څﻪ ﮐﯿﺪﻩ ﭼﻲ ﻭﺭځ ﭘرى ﺳﺒﺎ ﮐﯿﺪله ﺍﻭ ﺩ ﺧﺪﺍﯼ ﺷﮑﺮ ﺑﻪ ﻣﻮ ﻭﯾﺴﺖ، ﺩﺍﺳﻲ ډﯾﺮ ﻧﻮﺭ ﻣﺸﮑﻼﺕ ﻫﻢ ﻭو ﺧﻮ ﭘﻪ ځﺎﻥ ﻣﻮ ﺗﯿﺮﻩ ﻭﻟﻪ ځﮑﻪ ﭼې ﭘﺮﺩې ﻭﻃﻦ ﻭ نه ﻣﻮ ﭼﺎ ﺳﺮﻩ ﺯﻭﺭ برابر وو ، نه ﻣﻮ ﭼﺎ ﺳﺮﻩ ﺯﻭﺭ ﮐﯿﺪه، ﻧﻪ ﻣﻮ ﭼﺎ ﺧﺒﺮﻩ ﺍﻭﺭﯾﺪﻟﻪ ﺍﻭ ﻧﻪ مو ﭼﺎ ﺧﺒﺮﻩ ﻣﻨﻠﻪ ﺧﻮ ﺩ ﻭﺧﺖ ﭘﻪ ﺗﯿﺮﯾﺪﻟﻮ ﺳﺮﻩ ﮐﺎﺭونه برابر شول ﺯﻧﺪګﻲ ﻣﻮ ﺟﻮړﻩ ﮐړﻩ ﺳﺨﺘې ﻣﻮ ﺗﯿﺮې ﮐړې ﻭﭼې ﺍﻭ ﺳﭙﻮﺭې ﻣﻮ ﻭﺧﻮړﯼ؛

ﺧﻮ ﯾﻮ ﻭﺧﺖ داسې راغې چې اسوده شو، ﻫﺮ څﻪ مو ﭘﯿﺪﺍ کړل ﮐﻮﺭ , ﻣﺎﻝ، ﺟايداد، ﭘﯿﺴﻲ، ﮐﺎﺭﻭﻧﻮ ﭘﯿﺪﺍ ﺷﻮل ﺧﻮ ﺩﺍ ﻫﺮ څﻪ ﺩ ﺯړﻩ ﺩ ﭘﺎﺳﻪ او د اوبو په سر وو ،ځﮑﻪ ﻫﺮﻩ ﻭﺭځ ﺑﻪ ﺩﺍ ﻏﻮﻏﺎ ﻭﻩ ﭼﻲ ﺍﻓﻐﺎﻧﺎﻥ ﺍﻭﺑﺎﺳي ﯾﻮ ﻣﯿﺎﺷﺖ ﻭﺧﺖ ﻳې ﻭﺭﮐړ ﺷﭙږ ﻣﯿﺎﺷﺘې ﻭﺧﺖ ﻳې ﻭﺭﮐړ ﺍﻭ ﺩﺍﺳې ﻧﻮﺭ …….

ﺧﻮ ﺩﺍ ﺷﭙږﺩﯾﺮﺵ ﮐﺎﻟﻪ ﻣﻮ ﭘﻪ ﻫﻤﺪې کې ﺗﯿﺮ ﮐړﻝ ﭼې ﻧﻦ ﻣﻮ ﺍﻭﺑﺎﺳﻲ ﺳﺒﺎ ﻣﻮ ﺍﻭﺑﺎﺳﻲ ﻧﻪ ﻣﻮ ځانګړی ﮐﻮﺭ ﺟﻮړ ﮐړ ﺍﻭ ﻧﻪ ﻣﻮ ﺧﻪ ﺯﻧﺪګﻲ ﻭﮐړﻩ ﺩﺍ ﺷﭙږﺩﯾﺮﺵ ﮐﺎﻟﻪ ﻣﻮ ﭘﻪ خټين ﮐﻮﺭﻭﻧﻮ ﺍﻭ خاورين ﮐﯿﻤﭙﻮﻧﻮ ﮐﻲ ﺗﯿﺮ ﮐړﻝ ﻧﻪ ﺍﻭﺑﻪ ﻭى، ﻧﻪ ﺑريښنا ﻭﻩ،او ﻧﻪ ﺩﺍﺳﻲ ﺧﺎﺹ ﺭﻭﻏﺘﻮﻥ ﭘﮑې ﻭو ﺧﻮ ﺩ ذده کړې زمينه يو څه ﺑﺮﺍﺑﺮﻩ ﻭﻩ ….

ﺧﻮ ﺍﻭﺱ ﺩﺍﺳې ﻭﺧﺖ ﺭﺍﻏﻠې ﭼې ﻧﻮﺭ ﻣﻮ ﭘﺎﮐﺴﺘﺎﻥ ﻧﺸﻲ ﺳﺎﺗﻠې ﺍﻭ ﻏﻮﺍړﻱ ﭼﻲ ﺍﻓﻐﺎنان ﺧﭙﻞ ﻭﻃﻦ ﺗﻪ ﺳﺘﺎﻧﻪ ﮐړﻱ ﺧﻮ ﺯﻣﻮﻧږ ﭘﻪ ﺍﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﮐﻲ ﺩﺍﺳﻲ ويره او ډار ﺧپور ﺷﻮې ﭼې ﻣﻮﻧږ ﻻړ ﺷﻮ ﺍﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎﻥ ﮐﻲ ﺑﻪ څﻪ ﮐﻮ؛ ﻧﻪ ﮐﺎﺭ ﺷﺘﻪ ﻧﻪ ﺭﻭﺯګﺎﺭ؟ ﻧﻪ ﻣﻮ ځﺎﯼ ﺷﺘﻪ ﻧﻪ ځﺎﯾګې ؟ ﺍﻭﺑﻪ ﻧﺸﺘﻪ ، بريښنا ﻧﺸﺘﻪ ؟ ﺩﻭښمنۍ ﺩﻱ ويرونه دي ، ﺟﻨګﻮﻧﻪ ﺩﻱ؟ ﺍﻣﻦ ، سوله او سوکالي ﻧﺸﺘﻪ ﺑﺪ ﺣﺎﻝ ﺩې، او ﺩﺍﺳې ﻧﻮﺭ ډﯾﺮ ﻣﺸﮑﻼﺕ ﭼې ﺩﻭي يې ﯾﺎﺩﻭي.

ﻫﻮ!

ﺩﺍ ټوﻝ ﻣﺸﮑﻼﺕ ﭘﻪ ﻭﻃﻦ ﮐې ﺷﺘﻪ ﺩﻱ ﺧﻮ د يوې لنډې مودې پورې به وي ، ﺩ ﻭﺧﺖ ﭘﻪ ﺗﯿﺮﯾﺪﻭ ﺳﺮﻩ ﺩﺍ ټوﻝ ﻣﺸﮑﻼﺕ به ﻟﻪ ﻣﻨځﻪ ځﻲ ﺍﻭ ﺩ ﺧﻮﺷﺤﺎﻟﻲ ﻓﻀﺎﺀ ﺑﻪ ﺭﺍﻣﻨځ ﺗﻪ ﺷﻲ ﻟﮑﻪ څرنګه ﻣﻮ ﭼې ﺩ ﻫﺠﺮﺕ ﺷﭙﻮ ﮐې ﺳﺨﺘﯿﺎﻧﻲ او کړاونه ګاللي وو ﻧﻮ ﺍﻭﺱ ﺑﻪ هم ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﻫﯿﻮﺍﺩ ﮐﻲ يو څه ﺳﺨﺘې ﺗﯿﺮﻩ ﻭو ﺑﯿﺎ ﺑﻪ اسودګي ﺭﺍځﻲ خو دا اسودګي د اوبو په سر نده دا اسودګي پايداره او دوامداره ده، دا د خپل وطن اسودګي ده. ګرانو هيوادوالو !!!

ﺯﻣﻮﻧږ ﺧﭙﻞ ﻭﻃﻦ ګﻞ ﻭﻃﻦ ﺩې ﻟﮑﻪ څنګه ﭼې ﺷﺎﻋﺮ مشرق ﻋﻼﻣﻪ ﺍﻗﺒﺎﻝ ( ﺭﺡ ) ﻭﺍﻳﻲ :

“ﺍﺳﯿﺎ ﯾﮏ ﭘﯿﮑﺮ ﺍﺏ ﻭ ګﻞ ﺍﺳﺖ
ﻣﻠﺖ ﺍﻓﻐــﺎﻥ ﺩﺭﺍﻥ ﭘﯿﮑﺮ ﺩﻝ ﺍﺳﺖ

ﺩﺭﮐــــﺸﺎﺩ ﺍﻭ ﮐــــﺸﺎﺩ ﺍﺳــــــﯿﺎ
ﺍﺯ ﻓــــﺴﺎﺩ ﺍﻭ ﻓﺴــــــﺎﺩ ﺁﺳـــــﯿﺎ

ﺗﺎﺩﻝ ﺍﺯﺍﺩ ﺍﺳـﺖ ﺍﺯﺍﺩ ﺍﺳـﺖ ﺗﻦ
ﻭﺭﻧﻪ ﮐﺎﻫﯽ ﺩﺭ ﺭﻩ ﺑﺎﺩ ﺍﺳﺖ ﺗﻦ”

ﺩﺧﭙﻞ ﻭﻃﻦ ګﻞ ﻭﻃﻦ ﻣﺸﮑﻼﺕ او ناخوالو ته ﺑﻪ خپله ﺩ ﭘﺎې ټﮑﻲ ږدو، ﮐﺎﺭ ﺗﻪ ﺑﻪ ﮐﺎﺭ ﻭﺍﯾﻮ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ مټو ﺑﻪ ﺧﭙﻞ ﻭﻃﻦ ﺟﻮړﻩ وو دا وطن نه خارجي، نه ګاونډي او نه بل کوم ملت راته ودانولې شي دا وطن د افغان دی، يوازی او يوازی افغان کولاي شي چې دا وطن اباد کړي، نور مو ﻋﺰﺕ او ابرو ﭘﺨﭙﻞ ﻭﻃﻦ ﮐې ﺩه، د خپل وطن ﻭﭼﻪ او سپوره د بل وطن پوری نه سل کرته غوره او بهتره ده . ﻻﺳﻮﻧﻪ سره ﻭﺭﮐړو ﺳﺮﻩ ﯾﻮ ﺷﻮ ﺍﺗﻔﺎﻕ ﻭﮐړو ﯾﻮ ﺑﻞ ﺗﻪ ﻭﺭﻭﺭ ﻭﻭﺍﯾﻮ ﯾﻮ ﺑﻞ ﺗﻪ ﻣﯿﻨﻪ ﻭﺭﮐړﻭ، ﯾﻮ ﺑﻞ ﺗﻪ ﺯړﻩ کې زاي ورکړو، افغان ورور ته خپل تندې ورين کړو، دا هيواد د ټولو کور ده ، مهاجر د ټولو ورور ده، ستاسو عزت زمونږ عزت ده ، ستاسو بدنامي د ټول افغان بدنامي ده ، پدې ټول پوهيږو چې پاکستان مو د فشار الی په توګه استعمالوي ، په مقابل کې يې امتیازات غواړي.

ﺩﺍ ﻭﻃﻦ ﭘﻪ ﺟﻮړﯾﺪا ﺩې ﮐﻪ ﻧﻦ ﺩې ﮐﻪ ﺳﺒﺎ ﺩې!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x