نظــر

داشغالګرو د غلامانو تهمتونه او دطالب حقيقت

د، ب ، هيښ

د كابل دمزدورى ، بى واكه -اجنتي او په شر او فساد اخته ادارې اراكين او كرايه شوي ميديايي نغاره چيانو همدا يوه خبره پنجاب ، ISI , پاكستان ، دالخور يادول زده ده او دطوطيانو په شان يى تكراروي او په د بانه خپله زبوني ، غلامي ،ذلت ، جنايت او خيانت غوا ړي مخفي كړي او د ځانونو په شان نورو ته هم د غلام ، احمق او بى خبرو فكر كوي ، خو اوس دحقايقو د پټولو وخت په دروغو او تهمتونو باندى تير شوئ دئ .خلك به بى وسه او د متجاوزينو او اشغال ګرو د تنظيم شوي -دولتي ترور او وحشت او د غلامانو دجنايت او خيانت سره مخامخ وي ، لاكن د واقعيتونو د درك كولو او ليدلو ظرفيت لري . د تپل شويو ادارو دماهيت نه كاملاً خبر دي او دا مزخرف تبليغات د هغوى په قوي اراده او تصميم كى چى دازاد ۍ او خپلواكۍ په فضا كى دخپل برخليك او سياسي نظام استوارول دي د بدلون هيڅ اثر نه لري .

فرضاً كه ستا سو دا احمقانه ، دروغجنه ، بى اساسه او دپروپا ګند نه ډ كه ادعا يعنى دپنجاب او اسلامي امارت په ملګري باور پيدا كړو ، نو ستاسو سره خو هم دامريكا ، ناتو او ٥٠ نورو تر غو ږ ونو مسلح متجاوزو ملكونو ملګري ده او د پريمانه وسلو ، پيسو ، تخيك ، تكنالو ژي ، ميديايي او لو ژ يستيكي امكاناتو لرونكي او د لس هاوو زره متجاوزو حرفه اي يونيفورمي قاتلانو مستقيم او ښكاره حضور او حمايت هم در سره وجودلري ،اوپه لكهاوو مولۍ اردو ، مولۍپوليسو اومو لۍ امنيت جاسوسانو هم لرئ، بيا څه تندر درباندى لويدلئ دئ چى د يوه دالخور پنجاب سره د مقابلى توان نه لرئ او شپه او ورځ دبى غيرته په شان بغار ې وهئ ، ژ ا ړ ئ او شكايتكوئ .

زمو ږ په وطن كى يوه عاميانه خبره ده چى وايي :ډم چى ډوهل وهي زور يى لري . په جنګ كى حلوا نه ويشل كيږي ، چى دجنګ ظرفيت ، همت او تاب نه لرئ ، بغارى ولى وهئ ؟نو ورته تسليم شئ ، كه نه تاسو فكر كوئ چى بادار امريكا به مو دا د تمساح او ښكى پاكى كړ ي او د پنجاب نه به مو خلاص كړي ؟

او ايا خلك دتاسو + پنجاب + اشغال ګرو په جنايتكارانه او شيطاني مثلث نه پوهيږي چى د افغان اولس د غلام كولو او دازاد ۍ غو ښتونكو د ځپلو د پاره مشتر كاً په وحشت او بربريت مصروف ياست ؟

ايا تاسو تر خپل بادار هو ښيار ياستئ چى هغوى د پنجاب مداخلى ويني او په مقابل كى يى د اقداماتو دكولو نه انكار كوي او يا ځانونه عاجز بولي ؟

كه دبهرنيانو اجنتوب او غلامتوب اولسونو ته قبول او مقبول وائ نو بيا خو به تاسى نن ورځ د دنيا كاميابترينه اداره وائ ، ځكه دبشر په تاريخ او حتا په دوو جهاني جنګونو كى دومره لوى نظامي او كميتي تجاوز ګرانه اييتلاف ( امريكا ، ناتو ، اروپايي اتحاديه ، د غربيانو لاسپوڅي عربي او اسيايي هيوادونه ) چى شمير يى ٥٠ ته رسيږي ، نه و جو ړ شوئ او دا امتياز تاسو لرئ ، مګر د هرى و رځى په تيريدو ستاسو دناولي جنازى په تابوت يو ميخ ټك وهل كيږي او دكثيف شرير او فاسد قدرت حلقه مو تنګيږي .

ايا پنجاب د دومره لوى جهاني اييتلاف سره په نظامي – اقتصادي -تخنيكي -او تبليغاتي لحاظ چى نسبت يى دمچ او فيل مثال لري قابل دمقايسى دئ ؟او كوم منطق او سالم عقل به دا ومني چى مچ د فيل را څملوي او د تيښتى سره يى دمخامخ كړي ؟

د انساني ټولنى تاريخ دا حقيقت ثبت كړئ او ثابت كړئ دئ چى د مبارزى او جنګونو سرنوشت اولسونه تعينوي ، نه زور ، زر ، تزوير ، پرو پا ګند او دروغ .

دهر خو ځښت او جبهى سره چى ملتونه ملګري وي انګيزى او كړنلارى يى د اولس دعقايدو ، كلتور ، غوښتنو او منافعو سره برابرى وي د مبارزى او جنګ برى يى په برخه شوئ او مقابل لوري ته يى چى ددى اصل او پرنسيپونو فاقد وي ماته ور كړى ده . داولسونو د ارادى او تصميم بدلول او يايى دخو ځښت خاموشول په زور ، اسلحه ، ترور ، شكنجه ، جبري مهاجرت ، تطميع او رشوت نا ممكن دي او هر څوك چى په اولسونو د بادار ۍ او اغايۍ خيالونه كوي ، بى له نابود ۍ او شرمناكه ناكامۍ يى بل څه نه دي نصيب شوي .

همدا حقيقت دافغان طالبانو په هكله او ادرس صدق كوي او د بى مثاله برياوو او جهاني متجاوز نظامي اييتلاف او وحشيانه اشغال ته يى چى د تولو نظامي -اقتصادي – كميتي او ميدياييي فوقيتونو نه برخورداره دي دشرمناكه ماتى وركولو افتخار ځان ته حاصل كړئ دئ ، ځكه چى داولس عام تام حمايت ور سره دئ او ددى مبارزى او جنګ ماموريت او مسؤليت د اولس له لوري ورته ور كړل شوئ او انګيزه دمبارزى يى هم د الله تعالى (ج) رضا او د الله (ج) دمخلوق د ازاد ۍ او خپلواكۍ حاصلول ، د ټولنيز عدالت پياده كول او د ظلم شر او فساد جرړى ايستل دي .

دا هغه ايماني او معنوي قوت او خدايي طاقت دئ ، چى دزر ، زور او شرارت مريدان يى نه لري .

افغان اولس او اصيل زامن يى طالبان د سفاك او خونخوار دښمن سره په مبارزه كى دشهادت او غازيتوب په عقيده او انګيزه دحق او دباطل دتقابل ډګر ته عاشقانه او شعورانه راوتلي دي او په دوا ړ و صورتونو كى ( خپل ژ وند قربانول او يا د دښمن له منځه و ړ ل ) ورته د عقيدوي او ملي فرض ادا كول او برى ښكاري .

بله خبره د نوكر ۍ او غلامتوب ده . يو څوك د څه دپاره مزدوري او دبل نوكري كوي ؟ طبيعي ده چى يابه دثروت شوقيان وي او يا به د قدرت ليونيان او ددى هدف دلاسته راو ستلو دپاره به خپل ضمير خر څوي او دبل دامر به تابع كيږي .

نو كه طالبان دپيسو او پوشالي قدرت په تلاش كى وائ ، زياتى پيسى خو د امريكايانو او غربيانو سره دي او همدا دوى دي چى خپل نوكران او اجنتان مقامونو او منصبونو ته رسوي ، بيا طالبان ولى دامريكا غلامي ونه كړي چى دامريكا د غلام پنجاب نوكري كوي ؟

دنظامي وحشيانه تجاوز نه مخكى به يى دامريكا خواهش ته چى غلامي او تابعيت و مثبت ځواب ويلى و او نن به د عاق شويو او د ملت د دار نه تښتيدلو جنګي مجرمينو په شان هم د قصرونو خاوندان وو او هم به يى منصبونه او مقامونه نصيب شوي وو .

لاكن دطالب د ژوند فلسفه بيا لكه خوشحال بابا چى څو كاله مخكى بيان كړى وه

ازادي تر بادشاهى لا تيرى كا
چى دبل دامر لاندى شي غلام شي

دازاد ۍ فلسفه ده ، دخپلواكۍ تفكر دئ او د اياك نعبدو و اياك نستعين عقيده او ايمان دئ . دطالب د ژ وند خوند ، لذت ، خو ښي او نيكمرغي د الله د مخلوق په چوپړ او د ظلم ، بى عدالتۍ ، شر ، فساد او نارواوو سره په مبارزه او مقابله كى دي ، نه د شهوت ، شهرت ، ثروت او قدرت په لاسته راوستلو كى . هغه څوك چى دطالب داستقلال او د ځمكى په سر د بلاتشبه ملايكي تفكر ، كركتر او ژوند دود سره اشنايي نه لري او ددى زمانى دماده پرستۍ په اعتياد ككړ دي ، ذهن يى غلامانه ، وجدان يى بيده او عقل يى د نفسي – شيطاني خواهشاتو په مزيو تړل شوئ او زنداني دئ او هر څه د ظاهري فيشن ، سرمايى او منصب په تله وزن كوي د طالب د روحاني شخصيت تصور ور ته د عقل نه پورته ښكاري يا يى د طالب دا درجه درك كړى ده ، خو د اقرار جرائت او شهامت يى نه لري او دطالب په ادرس په مبتذلو او بى اساسه تورونو غوا ړي خپل ضد اسلامي ، ضد ملي او ضد انساني موقف او اعمال توجيه كړي.

طالب د انساني ټولنى د ظلم ، جنايت ، بى عدالتۍ ، فسق ، فساد په ګرداب كى د را ګيرشوي طوفاني او دغرقيدو په حال كى بيړ ۍ د رغيدو د پاره د افغان اولس او ټول مستضعف بشريت د پاره د اميد او نجات فرشته ده ، همدا وجهه ده چى دجهان ټول شيطاني قوتونه ، اشرار او فساديان مشتركاً د طالب سره د ښمني كوي ، خو دطالب د ناكامۍ او نابودۍ ارمانونه يى د طالب د ديني – اولسي -ملي او انساني ماهيت او خصلت له كبله خاورى او دماتى سره مخامخ شول .

طالب اوس د محلي او ملي محيط او تحريك نه راوتلى او د جهاني عدالت دپياده كول سمبول ګرزيدلى او د اولسونو په ز ړونو بادشاهي كوي ، چى همدى كيفيت يى د شر او فساد دعاملينو او د ماده پرستانو زر ې ور وچولي او د زخمي مارانو په شان هر لوري ته خولى اچوي او دهر جنايت نه مخ نه اړوي .

بناءً دطالب سره مقابله د پنجاب ، ISI په تهمتونو مخته بيول لكه د سيند مخه نيول په خاشاكو او خځلو يو احمقانه او مذبوحانه تلاش دئ ، چى دشر او فساد اداره يى د خپل ناولي ژ وند دبقا دپاره كوي ، خو دا تلاشونه يى دطالب جان په لاس دتاريخ كندى ته د دوى د بوين او كثيف جسد دحتمي غورځولو او وركولو د جريان مخه نه شي نيولائ .

تل دوي ازادي او استقلال

بركت او قوت د وي دازاد ۍ او استقلال د سردارانو طالبانو سره .

نابود او برباد وي د جهاني نظامي تجاوز ګرانو او اشغال ګرانو اجنتان او اجيران .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شفیع الله

هسې اپلتې مه وله که شپه تیاره ده، مڼې په شمار دي. طالب جان په زړونو بادشاهي نه کوي، زړونه یې خولې ته راوستل. لوفر، لوچک، بې لمانځه او بې اودسه، له دین څخه ناخبره اوس ټوپک په لاس او بادشاهي کوي. و الله که طالب جان یا ته په حقه وې او یا هم دا ستا په اند اجیر اداره. یو غلام ته یې او بل غلام دا. خړ سپی د لیوه ورور دی. صرف فرق مو په دې کې دی چی سپی په کمزورو چرګه او پیشۍ بادشاهی کوي او لیوه په لږ غټو میږو او وزو. ته… نور لوستل »

غوربندی

ستا له تعليق خو د هيس بوي هم نه زي.

pattang

کور د ودان هیښه وروره دا ډير وخت رانه ورک وې الله د ژوندی لره ! زما خو دې احمقانو هېواد فروشو ، ناموس فروشو ته حوصله تنګه شي پوچ الفاظ مې له خولې وزي ! اول خو طالبان زمونږ خپل وروڼه زامن دکلي خلک دقام او اولس خلک دي چې يو يو یې پېژنو ، هغوی به هیچاته او هیڅکله غلامي ونکړي _ دوهم له طالبانو سره هیڅ عسکري قوه په عسکري جامو کې چا ندي ليدلي اونه کوم سبوت شته ! _ دریم زمونږ ملک اشغال دی هر مسلمان ملک چې ازادي غوښتونکی وي او زمونږ سره مرسته… نور لوستل »

خپلواک

شفیع الله جانه سلامونه می ومنه ! همدا بی غیرتۍ مو کافی نه ده چه بندګی د دجال او سوګند به الله یادوی ؟ په کار دادهچه د والله په ځای مو د [ والدجال ] نوم یاد کړی وی د هماغه دجال جنتونو کی هستوګنه لری د الله ج د عذاب او جهنمو انتظار وباسۍ ، دا ژوند ډومره بقا نه لری ډیر ژر به د الله د تیروستلو هڅو نتیجی تر لاسه کړی که باور مو نه راځی ولاړ شه د خلاق ترکی ، امین ، نجیب ، ببرک او د هغو د ملګرو څخه پوښتنه وکړی ،… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x