افغانستان

حامد کرزي: د بهرنیانو بمبارۍ به د هغوی په خلاف د افغانانو غبرګون را وپاروي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۲۴مه ۱۳۹۵ل): د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په یوه خبرپاڼه کې د بهرنیو ځواکونو الوتکو هغه بمبار په کلکو ټکو غندلی چې دوه شپې وړاندي د پکتیکا په خوشامند ولسوالي کې را منځته شو.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې حامد کرزی د بهرنیانو له لوري دغسي غیر مسؤولانه بریدونه په کلکه غندي او عواقب یې د بهرنیانو لپاره ښه نه بولي .

نوموړي ویلي : « ددغه بریدونو دوام به د خارجي نظامي حضور په خلاف د افغانانو کلک غبرګون را وپاروي».

دوه شپې وړاندي د پکتیکا ولایت د خوشامند ولسوالۍ په میناري کلي کې امریکايي الوتکو پر یوه کور باندي بمبار وکړ چې له امله یې د ماشومانو او ښځو په شمول ۱۳ تنه ملکي وګړي ووژل شول.

ددغه پيښي وروسته یو شمېر قومي مشرانو چې سیمي ته یې سفر کړی وو او د پيښي قربانیان یې له نيژدو لیدلي وه رسنیو ته وویل چې وژل شوي کسان ټول د ډاکټر وریښمین په نامه یوه ملکي وګړي د کورنۍ غړي وه چې د نوموړي د ورور په شمول ټول بې ګناه ووژل شول.

د خوشامند ولسوال «ګلا خان» هم د رسنیو سره په خبرو کې د پيښي او د قربانیانو د شمېر په اړه معلومات ورکړي وه او ویلي وه چې ټول ولسي وګړي وه.

بل خوا د پکتیکا امنیه قومندان خلیل الله ضیايي رسنیو ته ویلي چې د امریکایانو په بمبار کې ۲۰ وسلوال وژل شوي او تر ۱۵ زیات نور ټپيان شوي، نوموړي ویلي چې د بهرنیو الوتکو هدف دقیق وو، په بمبار کې ټول وسلوال وژل شوي.

باید وویل شي چې د بهرنیو ځواکونو له لوري په دې وروستیو کې بمبارۍ زیاتي شوي چې له امله یې ورسره ملکي تلفات هم ورځ په ورځ زیاتیږي، خو د بهرنیانو له لوري د اړول شویو ملکي تلفاتو په وړاندي اوس نه دولتي چارواکي او نه هم رسنۍ غږ اوچتوي.

د یادوني وړ ده چې د روان هجري شمسي کال ۱۳۹۵ د وري میاشتي پر ۱۹مه، نیټه هم د پکتیکا ولایت د ګومل ولسوالۍ په بانځو سیمه کې د قومي مشرانو پر یوه ډاټسن ډوله موټر د بې پلوټي الوتکي برید وسو، چې له امله یې ۱۵ تنه قومي مشران او د سیمي مخور خلک ووژل شوه.

پر انټرنیټ باندي د ډاکټر وریښمین، د هغه د ورور او د ماشومانو انځورونه نشر شوي چې په لاندي ډول دي:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد نعیم سادات

د کرزی دا د تمساح د اوښکو په تویولو مه غلطیږی نوموړی د صفویانو [ایران ] جاسوس دی

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x