شعـــــرونه

غزل/ هلال مهاجر

هلال مهاجر

بس دې وی زه درڅخه ځم کلی کې ته اوسیږه
درته یی نوره پریږده وم کلی کې ته اوسیږه

داسمان څکې محلونه اوماڼۍ دې مبارک وی درته
زه بس كیږدۍپیداکوم کلی کې ته اوسیږه

بلادی واخلم زه ددې ښاردرڼاؤقابل کله یمه
ژوند په صحراکې تیره وم کلی کې ته اوسیږه

ماخوټول عمرداډیوې تتې راڼاته زنده ګی کړیده
ایسی اوبلب نه پیژنم کلی کې ته اوسیږه

زه خوهمغه پخوانۍ شډل بډل پښتون یم
خپل دود دوستورنه بدلو م کلی کې ته اوسیږه

دلته ټول یودې سره خپل دې بس یوزه پرادۍ یم
ځکه ترې کډه باره وم کلی کې ته اوسیږه

دومره ترخه ترخه کتل خو هلال نشم زغمۍ
راکړه رخصت چې درنه ځم کلی کې ته اوسیږه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x