شعـــــرونه

يادونه

په شجاعت چي به يې وو د حـــــق كاروان ښايستـــــه
هغه زلمــــي شول شهيـــــدان اوس قبرستــان ښايسته

چي زيبـــــائي د مخ يې ولاړل په فــــراق د جانـــــــان
په ستـــــارو به نشي شيـــــــن مخ د آسمـــان ښايسته

چي يې غـــوټۍ د اميـــدونـــــو سپـــړېــــــــدلي نه وې
ګران طالب جان درځي لحــــــده ژر كړه ځان ښايسته

كه دي په وينـــــو ســــــور بدن واي د شهيـــــد ليـــدلى
هېـــــــر به كړې حسن د يوسف ماهِ كنعان ښايستـــــه

دا چي لالـــــــه رنګه يې وينـــــــي پر اغـــزو پرتي دي
دا مي غازي آشنــــا شهيــــــد كه ارغوان ښايستـــــــه

چي د سنګــــر ملګـــري شول را نه له سترګـو پنهــــان
پرېږدئ چي كړمه په سرو اوښكو خپل ګرېوان ښايسته

دا نازولــــــي شازلميـــــان چي مي را يـــــاد شـي كله
راته حنظــل شي لـــذتــــــونه د جهـــــــــــان ښايستـــه

د امــــارت د بــــــاغ ګلان وه پر بهــــــــــار راغلـــــــي
خـــــــزانه څنګه دي خـــــزان كړل دا ګلان ښايستــــــه

تاريخــــــه ياد يې ساته هېـــر نكړې دا ښكلي ځوانان
ګلابــــي رنګه شول په وينـــــو د خپـــــل ځان ښايستـه

ربــــــــــه چي ستــــا په پاكه مينــــــه سرښندني كوي
ته يې نصيب كړې د جنت حــــــــوري غلمـان ښايستـه

هغــو زمــــرو كړل سنګـــــــــرونه ښايستـــه په وينــــو
شو په ليكلــــو يې نظـــامــه ستا بيــــــــــان ښايستــه

نظام كندهارى

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x