افغانستان

طالبانو د وانټ وایګل پر ولسوالۍ برید کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۲۴مه ۱۳۹۵ل): د نورستان ولایت چارواکي وايي چې د طالبانو یو شمېر وسلوالو د وانټ وایګل پر ولسوالۍ نن له سهار راهیسي برید پيل کړی چې تر اوسه دوام لري او جګړه په شدت سره روانه ده.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم رسنیو ته ویلي چې د وانټ وایګل پر ولسوالي باندي طالبانو له مختلفو اړخونو څخه بریدونه پیل کړي، چې تر اوسه هم جګړه په شدت سره روانه ده. نوموړي د تلفاتو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

بل خوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته په را لیږلې خبر کې ویلي چې د دوی «مجاهدینو» د وانټ وایګل ولسوالۍ ودانۍ محاصره کړې او شاوخوا ټولي پوستې یې نیولي دي.

نوموړي ویلي چې تر اوسه یې د یو شمېر وسلو سره ۳ رینجر موټر غنیمت کړي او زیات شمېر پولیس یې وژلي چې جسدونه یې په سیمه کې پراته دي.

نوموړي همداراز ویلي چې د دغه ولسوالي د ژغورني په خاطر راغلي کمانډويي ځواکونه هم د کونړ ولایت په وټه پور کې ددوی تر بریدونو لاندي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x