اقتصادنظــر

کالداره وغورځېده

حبيب وقار

له کلونو کلونو راهیسې د هېواد په جنوبي او ختیځو ولایتونو کې دوکانداري په پاکستاني کلدارو کېږي، خو په دې وروستیو کې له پاکستان سره د ملي یووالي حکومت د اړیکو په خرابېدو سره، داسې ښکاري چې پاکستاني کلدارې په افغانستان کې مخ په زوال دي او اوس یې نه یوازې حکومت د چلښت په مخنیوي راوتلی، بلکې عام خلک یې هم اخستلو ته چندان زړه نه ښه کوي.

په کندهار کې حکومتي چارواکو ویلي، هر څوک چې په کلداره راکړه ورکړه وکړي، څارنوالۍ ته به وپېژندل شي. د کندهار امنيه قومندانۍ په دې اړوند خبرپاڼه هم خپره کړې. په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د اسلامي جمهوريت مشرتابه او د ماليې وزارت له ټولو امنيتي ځواکونو په جدي توګه غوښتنه کړې چې د هېواد په بازارونو کې په کلدارو او نورو کرنسيو راکړه ورکړه بنده ده او پر ځاى یې باید يوازې له افغانيو کار واخستل شي. د دغې خبرپاڼې په دوام د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق پر خلکو غږ کړی چې په سوداګريزو معاملو او راکړو ورکړو کې يوازې افغانۍ وکاروي، که څوک سرغړونه وکړي، د ماليې وزارت او افغانستان بانک له قانون سره سم به جريمه او څارنوالۍ ته وپېژندل شي. د کندهار امنیه قومندان وايي: ((افغانستان زموږ ګډ کور دى، ملي ګټې، وياړونه او نېکمرغۍ مو شريکې دي، راځئ خپلې ګټې په ملي ګټو کې ولټوو او پر هر پړاو کې خپل ملي هويت وساتو.))

له کندهار وروسته د پاکستاني کلدارو د مخنیوي کمپاین په هلمند کې هم پیل شوی دی. د هلمند والي حیاتالله حیات له دوکاندارانو او سوداګرو غوښتي چې د دوو اوونیو په ترڅ کې خپلې کلدارې په افغانیو واړوي او په کلدارو له راکړې ورکړې څخه ډډه وکړي. د هلمند والي په وینا افغانۍ د افغانستان ملي هویت او مرکزي بانک باید دا موضوع جدي ونیسي. والي حیاتالله حیات همداراز له خلکو او سوداګرو غوښتي چې په دغه کمپاین کې ورسره مرسته وکړي او په خپلو سوداګریزو چارو کې افغانۍ وکاروي.

په ختیځ ننګرهار ولایت کې که څه هم حکومت رسماً خپل دریځ نه دی بیان کړی، خو خلک تر یوه بریده د پاکستاني کلدارو له اخستلو ډډه کوي. د ننګرهار ولایت د مرستون څلور لارې اوسېدونکی ډاکټر روحالله وايي: ((اوس دوکانداران زړه نه ښه کوي چې کلدارې واخلي، پخوا به چا په افغانیو بیخي سودا نه خرڅوله.)) د ننګرهار بل اوسېدونکی شیرین اغا هم ورته خبره کوي.

نوموړی وايي، تر هغه وروسته چې پاکستان له پېښوره د افغان مهاجرینو د ایستلو خبره راپورته کړه، خلکو د پاکستاني کلدارې پر ضد په ننګرهار کې غبرګون وښود: ((شکر دی موږ په دې خوشاله یو چې خپلې پیسې مو په بازار کې وچلېږي او د پاکستاني کلدارې ټغر ټول شي، دا کار زموږ اقتصاد پیاوړی کوي.))

ننګرهار مېشتـي د پــاکـستـانــي کلدارو د مخنیوي په برخه کې د حکومت په تېره بیا د مرکزي بانک مداخله اړینه بولي. دوی وايي په بازارونو کې د کلدارو د چلښت د مخنیوي له پاره باید لویې جریمې وضعه وشي او خلکو ته په دې اړوند پوهاوی ورکړل شي.

خوست هم د هغو ولایتونو په ډله کې دی چې له کلونو کلونو راهیسې په کې د افغانۍ ترڅنګ پاکستاني کلداره مروجه ده، خو په بېلابېلو ولایتونو کې د کلدارو د نه اخستو کمپاین پر دغه ولایت هم اغېز کړی. د خوست اوسېدونکي وايي چې په تېر وخت کې افغانۍ له کلدارو سره په لږ توپیر تبادله کېدلې، خو اوس یې دوکانداران یا نه اخلي او یا سم نیم توپیر په کې تر سترګو کېږي. د خوست یو قومي مشر شاه پاچا وايي: ((موږ پخوا دولت ته ویلي وو چې کلداره باید بنده کړي، خو دولت ورباندې سر نه ګراوه، اوس له خیره سره ملت را پورته شوی، ملت چې راپورته شي کلداره به په خپله له چلنده وغورځېږي. په دې کې هم ثواب دی او هم خرما.))

د شاه پاچا په باور د افغانیو د ښه چلند له پاره اړینه ده چې د رسنیو له لارې خلکو ته پراخ پوهاوی ورکړل شي: (( د دې تر څنګ بايد مرکزي بانک په رسمي توګه اعلان وکړي چې په خارجي اسعارو راکړه ورکړه او سوداګري بنده ده.)) د خوست بل اوسېدونکی خان ولي بیا وايي، په ډېری جنوبي او ختیځو ولایتونو کې د کلدارې د چلښت عمده علت د افغانیو کمښت دی. د نوموړي په عقیده که حکومت واقعاً د دې پلوی وي چې په جنوبي ولایتونو کې په کلدارو د تبادلې مخه ونیول شي، باید افغانۍ زیاته کړي: ((دلته افغانۍ بیخي له چا ســره نشـتــه، پــه صـرافیــو کــې هم په کمه اندازه موجودې دي.)) د خوست نظامي شورا هم ويلي چې ډېر ژر به د کلدارو په چلښت رسماً بندیز اعلان شي. د دې ولایت د ګډې همغږۍ په نظامي مرکز کې پرېکړه شوې چې د خوست هر اوسېدونکی بايد خپله راکړه ورکړه او خریداري په افغانيو وکړي او د کلدارو له چلښت دې په کلکه ډډه وکړي. دوی زیاته کړې چې ټولې دولتي او غیردولتي ادارې په ځانګړي ډول د ښاروالۍ ریاست، دولتي او خصوصي بانکونه، اطلاعاتو او فرهنګ او پوهنې ریاستونه، دولتي او خصوصي پوهنتونونه او د ولسوالیو ولسوالان د ټولنې د هر پاړکي سره په راکړه ورکړه کې افغانۍ وکاروي او د بهرنيو اسعارو د مخنيوي له پاره دې په کمپاين کې برخه واخلي.

دغې شورا همداراز په سوداګرو او د دوکاندارانو په اتحادیو، مدني ټولنو ، رسنیو او ټول ولس غږ وکړ چې په دې برخه کې د سيمه ييزې حکومتي ادارې ملاتړ وکړي.

د پکتیا ولایتي مسوولینو هم ویلي چې په دغه ولایت کې د بهرنیو اسعارو په تېره بیا د کلدارو د کارولو پر وړاندې یو مدني فعالیت پیل شوی دی.

زوال

د منتقدینو په باور په افغانستان کې د بهرنۍ کرنسۍ مخنیوی نه یوازې د هېواد پولي واحد (افغانۍ) ارزښت لوړوي، بلکې له اقتصادي پرمختګ او پیاوړتیا سره هم مرسته کوي. د شهزاده سرای صراف سرور خان نیازی همدا خبره کوي. د نوموړي په خبره د افغانیو پراخ چلښت د نورو اسعارو په مقابل کې د افغانۍ اعتبار لوړوي او په اتوماتیک ډول د نورو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړېږي. سرورخان نیازی وايي: ((د خارجي په تېره بیا د پاکستاني کلدارې چلښت سبب کېږي چې افغانۍ ته د خلکو تقاضا کمه شي، کله چې افغانۍ ته تقاضا کمه شوه ارزښت یې ټیټیږي، برعکس چې افغانۍ ته تقاضا ډېره شوه ارزښت یې لوړېږي، حکومت او ملت دواړو ته په کار دي چې د افغانۍ د ثبات له پاره په خپل تصمیم ټینګ پاتې شي. یعنې له چلښته د کلدارې غورځول ملي اراده او غښتلی هوډ غواړي او دا کار ممکن دی.)) د سرور خان په وینا هر افغان باید د افغانۍ د کارولو احساس ولري او په ورځنیو چارو کې د خارجي اسعارو له اخستلو ډډه وکړي.

منتقدین دا هم وايي چې په افغانستان کې د پاکستاني کلدارې د چلښت بندېدل دا هېواد له پولي پړسوب سره مخ کوي، ځکه دغه هېواد تر خپلې کورنۍ اړتیا ډېرې پیسې چاپوي او افغانستان ته یې رالېږي. د مالي او اقتصادي چارو انسټیټیوټ فارغ التحصیل سیدالرحمن اجمل په همدې نظر دی. نوموړی وايي: (( پاکستان په تېرو  ۱۵ کلونو کې د افغانۍ د بې ثباته کولو ستراتیژي پرمخ وړې او په ملیونونه کلدارې یې افغانستان ته رالېږلې دي. اوس چې ملت بیدار شوی امید شته چې افغانۍ به د ثبات پر لور لاړه شي، خو له خلکو دا هیله هم لرم که چېرې ممکن وي پاکستاني تولیدات دې هم نه کاروي، دا ډول تحریمونه به پاکستان بیخي له پښو ورغوځوي او په نتیجه کې به یې په افغانستان کې له لاس وهنې لاس په سر شي.))

د اقتـصــادي چـــارو کــارپــوه او ژورنــالـیـســت حسیـبالله عـصـیـم بیـا وایي، که چېرته د بهرنیو اسعارو په ځانـګـړې تــوګــه د ګاونډیو د پيسو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ شي؛ نو دا به د هېواد په بازارونو کې د توکو بیه ثابته وساتي او وارداتي توکي به په ارزانه بیه خلکو ته پرېوځي.

د افغانۍ ارزښت لوړ شوی

تر هغه وروسته چې د کلدارې پر ضد حکومتي او ملي کمپاین پیل شوی، نه یوازې د کلدارو بلکې د نورو خارجي اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت هم لوړ شوی دی. د افغانستان بانک ویاند ایمل هاشور په سرحدي ولایتونو کې د بهرنیو اسعارو په تېره بیا د کلدارو پر کارولو د بندیز وروستي بهیر ته په اشارې ویلي چې دا کار د انفلاسیون یا پولي پړسوب د مخنیوي له پاره یو ګټور اقدام دی. د افغانستان بانک مسوولینو په خبره، هر څومره چې د افغانیو ونډه په ورځنۍ راکړه ورکړه کې زیاته شي؛ نو هغومره یې ارزښت زیاتېږي: ((کله چې ملي پيسې ونه کارول شي؛ نو هغه متراکمه پاتې وي، له همدې کبله يې په مارکېټ کې ارزښت رالوېږي او له کومه ځایه چې موږ یو وارداتي هېواد یو؛ نو بهرني توکي چې اخلو نو هغه بیا زموږ وطنوالو ته قیمته پریوځي.)) ايمل هاشور ویلي چې مرکزي بانک هر کال د عامه پوهاوي له پاره کمپاینونه ترسره کوي، څو خلک د افغانیو کارولو ته وهڅوي.

د کابل ښار د صرافانو ټولنې د معلوماتو له مخې اوس یو ډالر په ۶۶ افغانۍ او ۳۰پوله او زر کلدارې له ۵۹۰تر ۶۰۰ افغانیو تبادله کېږي. شاوخوا دوه اوونۍ مخکې یو ډالر په نږدې ۶۹ افغانیو او زر پاکستاني کلدارې په نږدې ۶۵۰ افغانیو پلورل کېدې. په کابل ښار کې د شهزاده سرای صرافانو ټولنه هم تاییدوي چې په جنوبي ولایتونو کې پر کلدارې بندیز سبب شوی چې د افغانۍ ارزښت زیات شي. د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې مشر حاجي خان محمد باز ویلي: ((پنځه شپږ ورځې مخکې یو ډالر ۶۸افغانۍ و، د ډالرو په مقابل کې چې افغانۍ ښه شي د ټولو اسعارو په مقابل کې ښه کېږي. اوس زر کلدارې په شپږ سوه افغانۍ تبادله کېږي. څو ورځې مخکې د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق اعلان وکړ چې په کندهار او نورو جنوبي ولایتونو کې به نور کلداره نه چلیږي، نو په دې سره افغانۍ اوچته شوه.))

ورته لیکنې

Back to top button