ورزش

بند امیر له مس عینک څخه په ۵ ویکټو ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمری ۲۴مه ۱۳۹۵ل): د شپګیزې لیګ په یولسمې لوبې کې د بند امیر ښاماران او د مس عینک اتلان سره مخامخ شول. بند امیر دغې لوبې کې په ۵ ویکټو ماتې وخوړه.

د مس عینک لوبډلې د لوبې پچه وګټله او د توپ اچونې پریکړه يي وکړه. د بند امیر لوبډلې زیات شمیر توپ وهوونکي په ډیرو لږو منډو وسوځیدل.

مس عینک لوبډلې د محمد نبي غښتلې او پیاوړې توپ وهنې سره په ټاکلو شوو شلو اورونو کې خپل ۷ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۴۹ منډې جوړې کړې.

محمد نبي نننۍ لوبې کې یو ځل بیا پیاوړې لوبه نندارې ته وړاندې کړه. محمد نبي په یوازې ۲۹ توپونو د دوو څلوریزو او اوو شپږیزو په مرسته ۶۵ منډې جوړې کړې او د ضیاء الرحمن په بال يي خپله ویکټه له لاسه ورکړه.

د مس عینک لوبډلې لپاره ضیاء الرحمن دوه او دولت ځدران، مجیب، ګلبدین نایب او نوروز منګل یوه یوه ویکټه واخیسته.

په ځوابي توپ وهنې کې د مس عینک لوبډلې ټاکل شوی هدف د نوروز منګل او احسان الله غوره توپ وهنې په مرسته په ۱۹.۱ اورونو کې خپل ۵ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره پوره کړه.

د مس عینک لوبډلې لپاره احسان الله په ۳۷ توپونو د دریو شپږیزو او دوو څلوریزو په مرسته ۴۷ او نوروز منګل په ۲۹ توپونو د شپږو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۱ منډو جوړولو سره ښه وځلیدل.

د بند امیر لوبډلې لپاره نوین الحق دوه او نصرت الله، محمد اصف او احمد قیس یوه  یوه ویکټه واخیسته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x