ادبي لیکني

زموږ کلي او بانډې ( لمړۍ برخه) – دسمیع الدین افغاني لیکلنه

Laghman2

محترمو لوستونکو !

لکه څنګه چې هر انسـان خپل دژوند ، کوچني والي او دستریدو خوږې او ترخې خاطرې له ځانه سره په خپل ذهن کې لري ، خو کله چې دانسان عمر زیاتیږي دکلي، کور، ښوونځی او ټول هغه چاپیریال چې انسان پکې ستر شوی دی او د ژونـــد مــــختلف پړاوونه یـې پکې تیر کړي دي همیشــــه د هغه یادونه او خـــاطرې سړي ته په ستــرګو کیږي ،

خــــو دا یادونه هغه وخت زیات شي چـې انسان د خـپلو کلو او بانډو او وطن څخه لرې په پردي وطن کــــې دمساپری اومـــهاجرت شپې او ورځې تیروي ۰

په دغه یاداشتونو کې د کـــلو او بانډو عامیانه او پرګنیز کلتور ، رسم او رواجـــــــونو سره د اشنـا کیدلو ترڅنګ عامیانه اوکلیوالي اصطلاحاتو ته خاصه پامـلرنه شوې ده چې ترڅو مو له یوې خـوا دغه اصطلاحات ژوندي سـاتلي وي اوله بـلې خـوا ددې اصطلاحاتو په کارولو سره دغه ليکنې ته پرګنیز رنګ او خوند ورکړی وي۰

مورنی نیکه

زما مورنی نیکه خدای بښلی ګل احمد د مرحوم ملا صفت ځــوی وه چې د لغمان دچاردهي دصفت د کلي په سیمه کې تقریباً دولس جریبه ځمکه لرله چـې دا اندازه ځمکه په لغمان کې دیوی کورنۍ لپاره مناسب حاصل او ښه عاید برابر ولی شي۰

په هغه کلي کې چې مــــوږ اوسیدلو د استانې بابا زیــــارت ، اخوند کلی او باغمرزا د کلو په مرکزیت کې یې موقعت درلود چې د ملاصفت دکلــــي پــه نامه یــــادیده او دشلو کورنیو په شاوخوا پکې هستوګنه درلوده چې د ټولو یو مشترک جومات وه ۰

جومات ته به دکلي سپین ګیري ، ځوانان او هلکان د لمانځه لپاره راتلل دجومات ملا به دلمانځه څخه برسیره دکلي هلکانو او ماشومانو ته هر سهار د قاعدیې بغدادیي الفبا، پنـج کتاب، قرانکریم ، قدري ، تفنګسایه ،تفسیر، ګـلستان ، د تفسیر علوم او نور دیني کتابونو تدریس کاوه ۰

نيکه به دملا اذان څخه د مخه دکلا په بياله کې اودس تازه کړ، پګړۍ به يې وتړله ،خپله شړۍ به يې ترځان چارپيره کړه او دسهار لمانځه لپاره جومات ته ځان رساوه .

کله چې به لمونځ وشو نو کلا ته تر رسيدلو پورې د خــدای ذکر کاوه او تسبيح به يې اړولې .

نيا بـــه دمعمول سره سم دنيکه تر راتګه سبا نــــاری تياروه، دکلي رواج وه پــــه سبا ناري کــې به دغرمې ډوډۍ په شان هر رنګ خواړه پخيدل خو د کرتو اوږره چې دوازدې سره شوي غوړي به يې په څرخني کې اچول د تازه سبو او د وچې شوې غوښې د قورمې سره خاص خوند اومزه لرله .

نيکه به کله چې دسبا ناری وکړ نو څاروي به يې مخکې کړل او د دامان کلا په لور به روان شو .

د دامان کلا چې نيکه نوې جــــوړه کــــړې وه او هغه د نيکه د مځکو تــــر څنګ په يوې غنډی کې يواځينۍ کلا وه چې په لاندې برخه کې يې لويه بياله وه او ددغې بيالې دواړه خواو کې د انځرو او بې دانه توتو ونې ولاړې وې چې په خپل موسم کې يې ښه انځر اوخواږه توتانو حاصل ورکاوه.

نيکه به څاروي د د هقان په مرسته د شوتلو په پټي کـــې چې شوتله يې له پخوا ريبل شوې وه په مناسب ځای کې ديوې اوږدې رسی سره چې يوسر يې دڅاروي په غاړه اوپه بل سر کې یې دلرګو ميخ وه په پټي کې ميخ کړل او خپله به د دهقان سره د زميندارۍ په کارونو بوخت شو .

نيکه ټوله مځکه محمد جان ماما ته چې د باغمراز په کلي کې د خپلی کورنی سره هستوګنه درلوده په دهقاني ورکړې وه خودی به هم ورسره جوخت دقلبې ، مالې ، تخم پاشلو او اوبو لګولو پورې مرسته کوله .

نيکه د دامان په مځکو کې د غنم ، جوار ، اوربشې او شوتلو تر څنګ رنګارنګ حبوبات او ترکاري لکه رومی او تور بادنجان ، باميا يا بينډۍ ، نــــوش پياز ، ګشنيچ ، نانا ويلنی، ترايي تــــر څنګ بادرنګ، هندوانې او خټکي هم کرل او د هغو د ابو لګولو او سرې شيندلو کار به يې د محمد جان ماما سره يو ځاي تر سره کول چې ددغه کرل شوو غله جاتو ،حبوباتو او ترکاريو د حاصلاتو څخه نه تنها موږ بلکه محمد جان ماما او کله کله کليوالو د استفادې وړ هم ګرځيدل .

ددې تر څنګ د غوا شدې ، ماسته ، کوچ او شړمبه هم د خدای هغه نعمتونه دي چې د کلو او بانډو اوسيدونکو لپاره خدای پيرزو کړي دي .

دکلي خلکو ساده او بې الایشه ژوند درلوده ، په ورځني کارونو کې رښتینولي او صداقت مهم اصل ګنل کیده او په مشکلاتو او ستونزو کې یو د بل لاس نیوی کاوه، خو کله به بیا یو نیم داسې مـــکاره هم پیدا شو چې دکلي ټول اوسیدونکي به ورسره په عذاب وه۰

په کلي کې دمیلمه ښه احترام او عزت کیده، میلمه ته به بر سیره پر هغه څه چې په کور کې تیار وه اضافي خوراک او څښاک هم برابرول اود میلمه مخې ته ایښودل کیده، خوکه میلمه به موړ وه نو دخوږو چایو څښل خو حتمي خبره وه، چې زموږ په سیمه او منطقه کې دچایو سره دبورې په ځای د ګوړې او پتاسو څخه استفاده کیدله ۰

د ګوړې د جوړولو ترتیب

د ګوړې جوړول په لغمان کې د ځمکی لرونکوخلکو رواج وه، هغوی به نیم جریب او یا څو بسوې مځکه دګنیو دکرلو لپاره جدا کړه ، چې په هغه کې د ګنیو تر څنګ بادرنګ ، پیاز ، مرچ ، رومي بادنجان او نورو تر کاري او نیالونه یو ځای کـــرل همدا چې دبـــادرنګو او نورو ترکاریو حاصل به واخستل شو نو ګنیو به سر را جګ کړی وه نو کله چې به ګنی ورسیدل اود استفادې وړ به شول بیا به د ګوړې جوړولو تدابـیر نیول کیدل، هغه داسې چــې په لغمان کې د ګوړې جوړولـــو سیار ماشینونه وه چې پاخه ماهران یې درلودل۰ کله چې به ګني دګاڼۍ د ماشین څخه ووتل، اوبه یا شیره به یې مخصو صو بټۍ ګانوته ور شیوه کیدلې چې ددې بټۍ ګانو لاندی اورلګیدلی وه کله چې به دګنیو شربت نیمه جامد شکل اختیار کړ بیا به یې پس له یو معین حرارت څخه یوڅه نوره مساله ورګډه کړه چې ورو ورو د حــلوا په شان نرمه ګوړه او پس دسړید لوڅخه کلکه اوخوند وره ګوړه ورځنې جوړیدله۰

کله کله به یې مختلفی وچې میوې لکه پسته ، بادام ، چارمغز اونورې مسالې ورسره ګډولې چې هغه به یې مساله داره ، پسته اي ، بادامي یا چار مغزي ګوړه بلله۰

—————

نور بیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx