fbpx
ana and us soldeirs

د افغان او ناټو ځواکونو تر منځ بي باوري مخ په زیاتیدو ده

نن ټکی آسیا – سرمقاله: تیره ورځ د کابل ښار په یوه پوځي روزنیز مرکز کې یوځلې بیا افغان سرتیرو په بهرنیو عسکرو ډزې وکړې چې له امله دواړو لوریو ته مرګ ژوبله وا وښته .
که څه هم د کابل د دفاع وزارت او بهرنیو ځواکونو لخوا د پیښې تفصیلي جریانات له رسنیو پټ ساتل شوي ، خو په مجموع کې د افغان سرتیرو دغه برید په بهرنیانو باندې د هغو بریدونو تسلسل دی چې بهرنیان یې د شنو په ضد د زرغونو حملې (Green on blue attacks) بولې او له تیرو دریو کلونو راهیسې پکې په لسګونو بهرني عسکر وژل شوي .

د کابل د دفاع وزارت تل د داشانې بریدونو لامل د کورنیو او داخلي پوځیانو تر منځ لفظي شخړې بولي، خو طالبان بیا همدغه برید کوونکي خپل مربوط نفوذي سرتیري بولي چې د هغوئ دځانګړي دستور له مخې د کابل حکومت په پوځي او امنیتي تشکیلاتو کې ځای پر ځای شوي او هر یو له فرصت نه په استفادې سره په خپل وخت او خپل ځای کې په بهرنیو عسکرو بریدونه کوي چې تر اوسه پوري ورکې تر ۸۵ زیات بهرني پوځیان وژل شوي .
په تیر ۲۰۱۲ کال کې دبهرنیو ځواکونو ٪۱۵ ځاني تلفات د همدغو نفوذي بریدونو له امله وه چې د ناټو چارواکي یې له سخت تشویش سره مخ کړي ول ، او د هغو د مخنیوي له امله خپل ټولې هڅې په کار واچولې.
دکابل په ښارکې دافغان نفوذي سرتیرو لخوا پرونی برید په تیره یوه میاشت کې دخپل ډول څلورمه پیښه ده چې رامنځته کیږي ، او د کال له سره تر اوسه په دا ډول بریدونو کې ټول ټال ۱۵ بهرني پوځیان وژل شوي.
دا پیښه او هغه هم دقیقا د کابل په ښار کې په داسې مهال کې رامنځته کیږي چې دری ورځې تر مخه په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو په کلنۍ غونډه کې د ناټو سرمنشي د افغان پوځیانو په وړتیا او د طالبانو دحملو شنډولو په برخه کې دهغوئ رول د ستاینې وړ وباله .
ډیر وخت داسې پیښې د ناټو او امریکايي پوځي چارواکو د یولړ څرګندونو په مقابل کې دطالبانو د عملي غبرګون په ترڅ کې رامنځته کیږي .
دغه پیښه هم ناټو مقاماتو تر هغو څرګندونو وروسته رامنځته کیږي چې ویلي وه د طالبانو جګړه ایز موسم نور د ختمیدو په حال کې دی ، خو طالبانو دخپلو نفوذي جنګیاليو په وسیله د دغه برید په ترسره کولو سره ناټو چارواکو ته دا پیغام ورکړ چې که دیخني موسم په رارسیدو سره د ځینو سیمو په پوځي محاذونو کې د هغوئ جبهې عملیات ځنډول کیږي ، خو د هغه په بدل کې بیا دوئ کولای شي د ښارونو په داخل کې د خپلو نفوذي بریدونو لړۍ ګرمه وساتي چې دغه ډول نفوذي عملیات بیا له محاربوي اړخه په جانب مقابل باندې تر جبهي عملیاتو زیات اغیز لري ؛ ځکه په دې سره د بهرنیو او افغان ځواکونو ترمنځ د بي اعتمادي په رامنځته کیدو سره دهغوئ هر ډول ابتکاري او اجرایوي فعالیتونه له رکود سره مخ کیږي او هغوئ خپل ټول کوښښ یواځې په دې متمرکز کوي چې څرنګه وکولای شي یو د بل له داخلي بریدونو ځان خوندي وساتي .

د نن ټکی آسیا سرمقاله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د