نظــر

له معلولينو سره مونږ څه کړي دي؟

همت پوپل

درنو لوستونکو لکه څرنګه چي تاسي پوهيږئ، چي معلوليت ناتواني نه ده؛ خو له بده مرغه زمونږ په دې وروسته پاتي ټولنه کې په لوی لاس معلول کسان ناتوانه شوي او ناتوانه کيږي. د ورستيو ريپوټونو له مخي په افغانستان کې د کورنيو او بهرنېو او همدارنګه د تاوتريخوالي له امله تر يو ميليون زيات کسان په يو ډول نه يو ډول معلول دي . مونږ او تاسي مکلف يوو چي ددي کسانو د ژوند او کار په اړه فکر وکړو ځکه چي دا زمونږ د ټولنې يوه برخه جوړوي. اکثريت په دي اړه له حکومت څخه شکايت لري چي د معلولينو د ژوند او کار په اړه يي کوم خاص ګام نه دي اخيستی . خو که له يوه طرفه حکومت کوم خاص ګام نه دی اخيستی ، له بل طرفه عام وګړو هم خپله خواخوږي له معلولينو سره نه ده په ډاګه کړې . اوس څنګه کولای شو چي د دوي سره مرسته وکړو.

اول قدم کې بايد معلولينو ته  په سپک نظر ونه کتل شي ځکه چي تقدير د الله ﷻ په لاس کې دی . که يو څوک معلول وی دا به د الله ﷻ رضا وي نو مونږ ددي پر ځاي چي په بد نظر ورته وګورو بايد د مرستې لاس ورکړو.
.
معلولينو سره بايد د زده کړې په برخه کې تر عامو وګړو زياته توجو وشئ تر څو وکولاي شي په اينده کې د ځان لپاره حلال رزق لاس ته راوړي او د چا د اوږو بار نه شي .

وار له مخې دوي ته بايد ونه ويل شي چي تاسي ددي کار د کولو وړتيا نه لرئ . بايد دوي ته موقع ورکړل شي تر څو خپله وړتيا وښايي . کيداي شي چي د دوي وړتيا د يو روغ انسان په پرتله زياته وي .
.
هميشه يي بايد د دوي وړه کاميابې هم وستايل شي ځکه ستاينه هغه څه دي چي انسان بي زينې د کاميابې بام ته پورته کوي.
.
په اخر کې به دا ووايم چي که د يو پرمختللی افغانستان خوب وينئ نو بايد د ټولنې د هر فرد څخه بايد پر ځای ګټه واخستل شي . پر ځای ګټه هغه وخت اخستل کيږي چي تعليم وکړو .که تاسي پرمختللو هيوادونو ته پام وکړئ نو هغه خلک دا نه وايي چي فلانی معلول دي نو پر کور دي کښينی هغو په معلولينو هم تعليم او کار زده کوي او بيا د روغ انسان ګټه ترې اخلي .

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x