شعـــــرونه

د غاټول لاسونه/ تپاند زهاد

تپاند زهاد

خاونده تاته مې نیولي دي کچکول لاسونه
زخمي زخمي لکه ګلاب لکه غاټول لاسونه

زمونږ دوینو نذرانې رانه قبولې کړه ته
لپې دعامو کړلې تاته د بهلول لاسونه

موسکی موسکی مرګ ته کیدمه ورته غېږ می ورکړه
ورنه چاپېره مې د میني کړلو ټول لاسونه

دتورو شپو پرڅڼو ږدمه زه قدم دفتحو
دحريت ناوې ته به راوړم دسمبول لاسونه

منصوره هیرمونه يې ستا مسیر موپریښی نه دی
په سپین امام پسې اوږده به کړو راټول لاسونه

چوپه دی مه شه مجاهده د غزا شپېلۍ دې
لکه تیارونه چي راتاوي شي شینکی خول لاسونه

دزړګي وینې مې ډالۍ دي ګران غازي جانان ته
(تپاند زهاد) وروړم جانانه غزلبول لاسونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x