نظــر

امريکايي وحشت او تسليم شوی حکومت

سپوږمۍ راډیو

امریکایي ځواکونو یو ځل بیا خپل وحشي انځور تازه کړ. یو ځل بیا یې پر بې دفاع او ولسي خلکو بریدونه وکړل. دوی د تېرې پنجشنبې په ورځ د پکتیکا د خوشامند ولسوالۍ پر میناري کلي هوايي برید وکړ چې پکې زموږ ۱۴ هېوادوال شهیدان شول. په ټولنیزو رسنیو کې د وژل شوو ماشومانو او بې ګناه وګړو د جسدونو تصویرونه خپریږي، خو په کابل کې د امریکايي ښکېلاک په مرستو چلېدونکې رسنۍ غلې دي او ددغه وحشت په تړاو څه نه وايي. یوازې څو رسنۍ او په ځانګړي ډول د ټولنیزو رسنیو ځینې کارکوونکې ددې وحشت په اړه معلومات خپروي او دا وحشت غندي.

امریکايي وحشي سرتیري له هغه وروسته یو ځل بیا دا وحشت کوي چې په افغانستان کې دوی د هر ډول عملیاتو او کړنو اجازه ورکړل شوه. اوباما د امریکايي ګټو د خوندیتوب په موخه یو ځل بیا خپلو ځواکونو ته په افغانستان کې د وحشت اجازه ورکړه او دلته د ملي وحدت د حکومت مشرانو یې هم نه یوازې هرکلی وکړ، بلکې ویې ویل چې امریکا د دوی غوښتنه منلې ده. د ملي وحدت حکومت مشران چې واک ته په رسېدو کې د امریکا د مرستې منندوی دي او احسان یې پرې کوي، د امریکا د هرې کړنې او هر ډول کار ملاتړ کوي. دوی له راتګ سره سم له امریکا سره له شرمه ډک امنیتي تړون لاسلیک کړ چې له امله یې افغانان د وینو او وحشت په یو ډنډ کې لا زیات غرق کړل. دوی نه یوازې دا چې امنیتي تړون لاسلیک کړ، بلکې له امریکا یې وغوښتل چې په افغانستان کې خپل پوځي حضور وساتي او ان زیات یې کړي. دغه راز دوی د امریکا د یوه جنایت او وحشت پر ضد نه یوازې غږ پورته نه کړ، بلکې د توجیه کولو لپاره یې د خلکو په سترګو کې خاورې وشیندې. امریکايي ځواکونو عام خلک ووژل، دوی پټ کړل، امریکايي ځواکونو ان زموږ پر امنیتي ځواکونو بریدونه وکړل او ویې وژل، خو دوی پټ کړل او حقیقت یې تحریف کړ. دغه راز دوی امریکا ته لا زیات وخت ورکړ چې زموږ په خاوره کې خپل سیاسي، نظامي او استخبارتي حضور زیات کړي. دوی ان په ملکي ادارو کې د امریکا له خوښې سره سم کارونه کړل او د امریکا د هېڅ کار پر وړاندې ونه درېدل. د درېدلو خبره خو لرې ده، دوی ان په دوو کلونو کې د امریکا پر خلاف یوه جمله هم ونه ویله او په هر حالت یې له امریکا خپل رضایت څرګند کړ.

دا حالت له حکومت سره مرسته نه کوي، دا حالت له حکومته د خلکو کرکه زیاتوي. حکومت په دې کارونو سره ځان لا زیات لاسپوڅی او امریکايي معرفي کوي. د امریکایانو دا وحشت نه یوازې د دوی پر وړاندې د ولس کرکه او نفرت زیاتوي، بلکې ددې کرکې په اور کې حکومت هم وسوځیږي. حکومت ته په کار ده چې امریکا ته دومره تسلیم نه وي، باید ددغه ډول وحشتونه جواز ور نه وکړي او باید له امریکايي ځواکونو په جدي ډول وغواړي چې زموږ د خلکو له وژلو لاس واخلي. همدا لاره نه یوازې د امریکايي وحشت د مخنیوي لاره ده، بلکې په دې سره حکومت هم د خلکو د غبرګون له اور څخه خوندي کېدای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x