افغانستان

طالبانو سره شپږ تنه پولیس او عسکر یو ځای شول

نن ټکی آسیا: تیره ورځ ناوخته د ننګرهار ولایت په ولایت کي د طالبانو سره شپږ تنه پولیس او عسکر یو ځای شول.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل: تیره ورځ دیاد ولایت  پچيرآګام ولسوالۍ دصبرو او ډاګو کلیو اوسیدونکي ۶ پوليس او عسکر چې د کابل ادارې په امنيتي ارګانونوکې يي فعاليت درلود د اسلامی امارت د ارشاد او دعوت کميسیون او سیميزو مجاهدینو په هلو ځلو سره داسلامی امارت په حقانيت پوه شول او له خپل مخالفته يې لاس واخيست ، يادو کسانو دخپلو وسلو په کيښودو سره ژمنه وکړه

چې نور به داسلام او هیواد په ضد له کفارو نه هيڅ ډول ملاتړ نه کوي بلکي له خپلو تيرو کړو وړو پيښيمانه دي او غواړي نور دخپلومجاهدینو وروڼو او خلکو ترڅنګ پاتي شي .
نوموړي د خبر د توثیق په خاطر د هغو کسانو نومونه هم رالیږلی، چي ددوی سره یو ځای شوي دي، چي په لاندي ډول دی:

۱ــ  مسعود دملنګ زوی

۲ــ ځدراڼ  داکاخيل زوی

۳ــ ظاهرغني دمریدخان زوی

۴ــ عبدالوهاب دنظير ګل زوی

۵ــ عطاؤالله د مطيع الله زوی

۶ــ عبدالوکیل د حضرت خان زوی

ذبیح الله مجاهد وايي چي دوی د راغلو کسانو تود هرکلی وکړ او هر  راز اطمنان يي ورکړ .

باید وویل شي چي د اختر په ورځ هم د سپیشل فورس د یوه ګروپ قومندان د کونړ په ولایت کي طالبانو ته د ټانګ، او نورو فوځي مهمو پرمختللیو وسایلو سره تسلیم شوی وو، او هر څه یې هغوی ته سپارلي وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x