ادبي لیکني

ښوونځی « خاطره»

عبدالمجيد جواد

په لیسې کې مې اول کال د استاذۍ وو، څلور نیم میاشتنۍ ازموینې شروع شوې.غالبا اتم صنف سره مې امتحان وو.سهار راته د لیسې مدیر د امتحان د سوالونو او نمرو رسولو ورقې راکړې.او راته ې کړه چې نن که چا فیس نه وو راوړی امتحان ترې مه اخله.دا خبر به ې هر وخت کوله خو مونږ به امتحان ترې اخسته. هلکان مې د لیسې په انګړ کې کینول. د سوالونو ورقې مې لا ویشلې نه وې چې مدیر صیب راغی. غږ ې کړ چې چا فیس نه دی راوړی. تقریبا تر نیمو ې زیات روپی نه وې راوړې.

مدیر په غصه شو ټول ې پورته کړل ورته ې وویل چې ځۍ لاړ شی تر څو مې چې فیس نه وي راوړی امتحان نشته ما ته ې هم همدا وویل چې دوی نه امتحان مه اخله او په غصه د بل صنف په طرف ورروان شو.په شاګردانو کې دوه وروڼه وو هغوی هم روپی نه وې راوړې. تر څو چې کور تلل او بیرته راتلل نو غرمه کیدله د امتحان وخت ختمیده.

کور نه به لیسې ته په موټر کې راتلل.د دغو دواړو وروڼو له وضعیته معلومیدل چې که کور ته لاړ هم شي.خو فیس به رانه وړي.ځکه چې اقتصاد ې ډیر خراب وو.دغو دواړو همتناکو وروڼو به د جمعې په ورځ په سبزي منډی کې کار کاوه او د ټولې هفتې د لارې کرایه به ې په خپله ګټله.پلار ې سپین ګیری وو.او دواړه وروڼه په ټول صنف کې ډیر لایقه او ذهین ول.په ډیر خفګان او نا امیدی سره د نورو تر څنګ دا وروڼه هم یو یو د لیسې له انګړ نه بیرون ووتل.

زه د شاګردی له دورې نوې فارغ شوی وم.او د جمعې د رخصتي په ورځ چې دې دوو ورڼو کومه وظیفه کوله.ما له شاکردۍ نیولې تر استاذۍ پورې جاري ساتلې وه.نو ځکه مې د دوی د درد حس له بل هر.چا ښه کولی شو.یوه شاګرد ته مې کړل چې ټول همصنفیان راټول کړه.هغه ټول بیرته سره راټول کړل د لیسې په یوه کونج کې کیناستم.د سوالونو ورقې مې بیرته وتړلې.او شاکردانو ته مې ویل چې یو یو ما ته راځۍ.کوم یو به چې راغی ما به ویل نوم دې څه ده ویل به ی احمد ما ویل څو نمرې درکړم ویل ې سل ما به ورته د ده تر مخه د نمرو د رسولو په ورقه کې د ده په خوښه نمرې ورسولې هغو دوو وروڼو ته مې هم سل په سل ورسولې.

کوم شاکردان چې ډیر تمبل ول هغوی ته می صرف دومره نمبرې ورکړې چې فقط کامیاب به وو.نو د دغو دوو وروڼو له برکته مې ټول صنف بې له دې چې امتحان ترې واخلم.ټول مې کامیاب کړل.اخره کې مې ورته وویل چې ولاړ شی. په دې خوشحالی کې سبا ته زمونو وږي تږي مدیر ته فیس راوړی. سبا ټولو فیس راوړی وو مدیر وویلی اوس امتحان تری واخله ما ټول راجمعه کړل هسې نمایشي مې کینول.

ما ویل هیڅ شی هم مه لیکی تاسو خو پرون امتحان راکړی.هماغه غریب شاکردان مې نن هم دعاو کې یادوي.مینه ې تر ننه هم راسره ده.او د خوشحالی زای دا دی چې د هماغې ورځې شاګردان مې نه لندن ته لاړل او نه حکومت ته لاړل.بلکې د جهادي او اسلامي مفکورې اتلان دي.ځینو ې له فراغت وروسته دیني مدرسې شروع کړې.هاغو دوو وروڼو کې ې یو وفات شو.بل ې تر ننه مصروف دی چې خپل لیاقت نورو ته ورسوي.او د ځان په شان نور جوړ کړي…

درس او تعلیم صرف د مالدارو لپاره نه دی.غریبانانو سره د هغوی په درسي چارو کې مرستې وکړی.غریب خلک له مجبوری درس نیمایی کې پریږدي.مونږ ې باید مرسته وکړو ځکه چې دې کې د دوی مستقبل دی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close