ulama

درباري شورا او درباري څرګندونی

د افغانستان د علماؤ سرتاسری شورا نه تنها چي افغان شموله نده بلکه ددي موجوده نظام د ټولو طبقاتو لپاره هم د اطمینان او اعتماد وړ نده، ځکه چي دا شورا ابتداء د دربار په خوښه او دستور تاسیس او تر اوسه د دربار په اشاره فعالیتونه کوي . 

هر کله چي د کومي پریکړي او یا هم فتوا صادرولو په موخه دربار ته ور وبلل شي نو د دربار یو سر او بل سر ددوي په حضور باندی ډک شی چي پدي سره ددي شورا سرتاسریت هم په ښه توګه معلومیدلي شي. 

د همیش په څیر تیره ورځ (۳ د عقرب ۱۳۹۲) هم یو ځل بیا ددي شورا یوه سرتاسري ناسته په ارګ کښي تر سره شوه چي په پاي کي یي د روان حالاتو په اړه د حکومت لاندني مواقف او غوښتني د خپل منبر څخه تایید، توثیق او بیان کړي .

۱: د انتخاباتو مشروعیت او د حکومتي کاندید لپاره د خلکو څخه رایه غوښتل.

۲: د وسلوالو مخالفینو مسیر او ټولي کړنی غندلو سره سره د مذاکراتو دعوت.

۳: د لويی جرګي دایرولو حمایت .

(۱) د انتخاباتو په اړه د نوموړي شورا نظر او د دربار منظور نظر نوماند لپاره کمپاین پدي ډول ؤو.

(د افغانستان جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره دکاندیدانو نوم لیکنه بشپړه شوي ده د افغانستان د علماؤ سرتاسري شورا په خپل مسلمان او مجاهد ولس غږ کوي چي تر څو د الهي ارشاد مطابق عمل وکړي چی فرمایلی دي (إن الله يأمركم أن تؤدوا الأمانات إلى أهلها) د پورتني ارشاداتو په نظر کښي نیولو سره داسي چاته رایه ورکړئ چي مسلمان، متقي، پر هیواد مین، د ملت خواخوږی، پر خپلو ژمنو وفا کونکی، عادل، د مظلومانو ملګری، د دیني او سیاسي بصیرت لرونکی، ښه اداره چي او د اهلیت او لیاقت خاوند وي. او هغه چاته د رایی ورکولو څخه ډډه وکړئ چي ظالم، غاصب، قاتل، خاین او غیر اسلامي سابقه لرونکي وي او د ولایتي شورا د استازو په ټاکلو کښي هم باید همدغه مواصفات په پام کښي ونیول شي)

ددې څرګندونو په اړه لاندي مفاهمو ته ستاسي توجه را اړوم.

(الف). نوموړې شورا پدې اعتراف کوي چي پدې انتخاباتو کښي ظالم، غاصب، قاتل خاین او غیر اسلامي سابقه لرونکي کاندیدان شته چي د مشري غوښتنه کوي خو بیا هم دا ټاکني سوچه او د دوي په آند د الهي ارشاداتو مطابق دي.

(ب). نوموړې شورا د داسي انتخاباتو د مشروعیت او په هغې کښې د خلکو د ګډون خبره کوي چی شریعت خو په خپل ځاي دا مروجه دنیاوي قوانین هم هغه ټاکني ردوي په کوم کښي چي قاتل، خاین، غاصب او ظالم برخه اخستلاي شي.

(ج). د کمپاین په برخه کښي نوموړې شورا د دربار منظور نظر نوماند په هغه مواصفاتو مزین کوي چی په ريښتینې توګه به ددې کمالو خاوند په ټول افغانستان کښي ونه موندلای شي، او د مقابل جهت کاندیدانو لپاره یي هغه مشخص الفاظ استعمال کړل چي ښایی د غاصب څخه به يي عبدالله عبدالله مطلب وؤ، د ظالم او قاتل څخه به یی رشید دوستم او د غیر اسلامي سابقه لرونکي څخه به یي اشرف غني احمدزي او ورسره نور هم مطلب وو، پدې توګه دوي له خلکو وغوښتل چي دغو کسانو ته د رایه ورکولو څخه ډډه وکړي .

(۲). د روان جهاد او مجاهدینو په حق ګښي خو يي عادتا هغه څرګندونی وکړی چي ښایي په زمیني حقایقو به هیڅکله هم اغیز ونکړي خو دا ځل یې د لوګر واقعې څخه په استفادې د جومات، هدیره جنازه او عامه ځاینو کښي وژني او چاودنی وغندلي، خو دا یی ونه ویل چی مونږ خو په بګرام امریکایی اډه باندی هم د حملې کولو اجازه نه ورکوو، د هلمند (شوراب) ستر فوځي مرکز د ویشتلو په حق کښي هم نه یو. او نه د افغاني ماشومانو او ښځو قاتل امریکایی عسکر د نیولو او یا د وژلو فتوا صادرولي شو .

(۳). د دربار په فرمایش یې د دایرېدونکې لویه جرګه هم شرعي او قانوني وبلله او ور زیاته یی کړه چي الله پاک په مشوره کوله باندي حکم کوي. که خبره د مشورې وي نو د مشورې لپاره خو مناسب خلک عالمان وي او بیا داسي سرتاسري عالمان که دمشورې ورکولو جوګه هم نوي نو بیا د څه لپاره او د دوي په اصطلاح دا د ملت کور بیا د کوم درد دوا ده، خو خبره دا ده چی د دربار د خوشنودي لپاره دوي هره هغه موضوع چي د دوي څخه وغوښتل شي همداسی د قرآن او حديث په رڼا کښی ورته پیش کوي ولو که په تحریف سره هم وي، د داسي علماء په اړه الله پاک په سوره بقره کښی په مفصله توګه ‌ذکر کړي چی مثالونه د پخوانیو منحرف علماؤ دي خو خطاب یی عام دي. لکه د سوره بقره آیت ۸۵ (فَمَا جَزَاءُ مَنْ يَفْعَلُ ذَلِكَ مِنْكُمْ إِلا خِزْيٌ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يُرَدُّونَ إِلَى أَشَدِّ الْعَذَابِ وَمَا اللَّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ) ژباړه: پس نده سزا د هغه چا چه کوي دا (کارونه) له تاسی څخه مګر خو رسوایی ده په عذاب د دنیا کښی او په ورځ د قیامت کښی ګرځول کيږی دوي ډیر سخت عذاب د (دوزخ) ته او نه دی الله غافل له هغه څه چه کوۍ یی تاسي.

لیکوال:ابوحدیر

کالم:توره لیکل کوي

ایمیل: [email protected]

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د