شعـــــرونه

ګوره غليم پړ دئ

ګوره غليم پړ دئ غازي وار چي دي خطا نكړي
درومه مخ په وړاندي قدمونه دي پرشا نكړې

ستاپه لاس يې مات كړ دمادي عصرمغرورقاتل
پام كوه جانانه چي نصرت هير دمولىٰ نكړې

ډير ورنه  ډاريږي  غلامان  ديرغلګرودي
دغه ستاغيرت دئ چي ته ډارله دې بلا نكړې

ديردي  ځورولى  دشيطان آشنا مرتدغليم
دا چي ورسره ته دخپل پاك ايمان سودا نكړې

تندرشې طوفان شې ګړندى شې غورځنګونوكي
مه شې په نظرچي ته  دسراومال  سپما نكړې

اې دتورو غرونو مسافره بخښه غواړمه
هير مي نه دي ګرانه چي ته تلې اوما پخلا نكړي

موږ له پرګنو يو لاروي دستر غازي كاروان
پام كوم الهامه ! بل ګمان به دي پر ما نكړې

سید احسان الله الهام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x